اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د لندۍ ۲۵ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د لیندی ۶ مه نیټه

د مشرانو جرګې د نن ورځې په غونډه کې سناتورانو د امنیتي سکتور د مشرتابه د استجواب سربیره، د قوماندان علي پور خوشي کول د هېواد قوانینو ته سپکاوی او پریکړه وشوه چې نوموړی دي بیا ځلي تر پوښتنو او محاکمې لاندې ونیول شي او یا دي په دا ډول قضیو کې ښکېل ټول تورن زندانیان له بنده خوشي شي.


6-Qaws97-JAL1.JPG

دغه غونډه چې د فضل هادي مسلم یار په مشرۍ جوړه شوه، سناتورانو د غیر مسئول وسله وال قومندان عبدالغني علیپور د خوشي کیدو په تړاو د کابل د ځینو اوسیدونکو او څو نورو ولایتونو لاریونونه د تظاهراتو قانون خلاف او د حکومت او خلکو پر وړاندې یې په مطلق ډول بلوا وګڼله، ویې ویل چې په یادو بلواوو کې دولتي تاسیساتو، ټولنیزو او اقتصادي بنسټونو د بندښت او د پام وړ مالي زیاتونو د اوښتو سربیره شاوخوا پنځوس تنه د پولیسو منسوبین ټپیان او یوه کوچنۍ ماشومه په شهادت رسیدلي ده او زیاته یې کړه چې د دې مظنون په خوشي کیدو کې د حکومتي چارواکو او په ځانګړې توګه د جمهوري ریاست د دویم مرستیال کړنې په جدي توګه د قانون او ملي ګټو خلاف دي او دغې بلواګر او معلوم الحال مجرم ته غاړه ایښودل او له قانون څخه پورته پریکړې په اړه د اعتراضونو ترڅنګ پرېکړه وکړه چې علیپور د تښتونو، باج اخیستو په ګډون په پراخو جنایتونو تورن دی، باید بیا ځلي ونیول شي او د قانون سره سم دي تر پوښتنو او محاکمې لاندې راشي، له دې پرته حکومت باید د قیصاري، قریشي، محمد فقیر او نور زندانیان له بنده خوښي ځکه د دوی هیڅ یو هم د علیپور څخه په زیاتو جرمونو تورن نه دی.

دغه راز د نن ورځې په غونډه کې محمد هاشم الکوزي د دفاعي چارو او کورني امنیت د کميسیون او د مجلس د غړو په استازیتوب د هیواد د ا تلو منسوبینو د سرښندونو څخه د ستاینې ترڅنګ د قوماندان علیپور څخه د بیا ځلي څیړنو، د کابل دشت برچي سیمه کې د ویشل شویو وسلو د راټولولو، د کابل ښار اورانوس هوټل کې د ځانمرګې پیښې او د دې ولایت د عالمانو شورا د رئیس د شهادت او په خوست ولایت کې د ملي اردو په لوا کې د تروریستی پیښې، د هیواد د یو شمیر ولایتونو د امنیتي وضعیت د خرابیدو، د ستر جنرال عبدالرازق او عبدالجبار قهرمان د وژنې د جدي څیړنې، د شپنیو عملیانو څخه د خلکو د ناخوښیو، د تصفیه شویو سیمو د امنیت د ټینګښت د څرنګوالي، د استخباراتي فعالیتونو د پياوړتیا، د امنیتي ځواکونو د کتلوي وژنو څخه د مخنیوي، د شهید سالم ایزدیار پر جنازه د بریدونو د طرحه کوونکو په نیولو ټینګار، د مشرقي ولایتونو د برېښنا د لیږد د مزو د امنیت د ټینګښت او ځینو نورو مواردو په اړه یو لړ پوښتنې مطرح کړې.

ورپسې ډګر جنرال ارکانحرب طارق شاه بهرامي په ځینو برخو کې د نیمګړتیاوو د منلو ترڅنګ وویل، د ولسي جرګې د ټاکنو د جوړیدو وروسته په بیلا بیلو سیمو کې د دښمن د ګواښونو څپې زیاتي شوي خو د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو له امله دښمن ته د پام وړ تلفات اوښتي چې له دې جملې څخه نن کمانډو ځواکونو د غزني ولایت په مربوطاتو کې د پنځه دیرشو ویره اچوونکو په له منځه وړو سره بریالي عملیات ترسره کړي او د دښمن د راټولیدو پر سیمو او مواضیعو بریدونه د زیاتیدو په حال کې دي.


6-Qaws97-JAL2.JPG

د ملي دفاع وزیر زیاته کړه، د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د کچې د کمښت له پاره په جنګي تکتیکونو کې بدلون رامنځته شوی چې مثتبې پایلې یې درلودې او په تصفیه شویو سیمو کې د ملي اردو ځواکونو نه ځای پر ځای کول او د استراتیژیکو سیمو کې د ټینګو پوستو جوړول هم د بریالیتونو له پروګرامونو څخه دي.

همدا راز د چورلکو د سقوط څخه د مخنیوي له پاره د لارمې پاملرنې، یاد وزارت کې د فساد سره د مبارزې او د هیواد د لویو لارو د تړلو له پاره د دښمن د موخو څخه د مخنیوي له پاره د پاملرنې څخه یادوونه وشوه او ویې ویل، د خوست ولایت د ملي اردو جومات کې د ځانمرګي برید پیښه د دښمن نفوذي عمل وو او په دې اړوند دیارلس تنه نیول شوي دي.

ډګر جنرال بهرامي څرګنده کړه چې د غزني، فراه، فاریاب، ارزګان، کندز ولایتونو او یو شمیر نورو سیمو کې ټکوونکې ګټور عملیات په پام کې دي، نوموړي په دې وزارت کې د تقاعد اجرا کول د ملي اردو ځوانول او مسلکي کول وګڼل او د ملي اردو د پخوانیو منسوبینو تقاعد یې یو باعزته او امتیازمند تقاعد وګاڼه.

په پای کې یې څرګنده کړه چې د ګاونډیانو د بد نیت او د دښمنانو د شومو توطیو سره سره، د افغانستان امنیتي او دفاعي زړه ور ځواکونه تیار دي چې د وطن پالنې له بشپړې  روحیې سره د جاسوسو دښمنانو دسیسې شنډي او د هیواد د غیرتي خلکو د بی دریغه ملاتړ له  امله به د رواني جګړې ګټونکې شي.

ورپسې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په خپلو خبرو کې د عبدالغنی علیپور د خوشی کیدو په تړاو د تاوتریخوالي ډکو اعتراضونو په اړه معلومات وړاندې او ویې ویل، کوم وضعیت چې په تیرو اته څلویښتو ساعتونو کې رامنځته شوې وو، مدني نه بلکې په بشپړ ډول بلواګري وه چې په پایله کې یې د پولیسو منسوبینو شاوخوا پنځوس تنه ټپیان، دوولس امنیتي پوستې د اور ښکار او لسګونه دوکانونو ته زیان اوښتی او زیاته یې کړه چې د ټولګټو وزارت په رسمي توګه د میدان وردکو ولایت کې د علیپور له خوا د غیر قانوني پيسو اخیستو څخه شکایت کړی او د علیپور پورې د تړلو کسانو له خوا د میدان وردک ولایت د لارې په اوږدو کې د موټرو توقف، د ملي پولیسو تښتول او د یادې لارې په اوږدو کې د امنیتي ځواکونو د کتارونو ځنډول له دې تورونو څخه دي او د دې ترڅنګ د بامیانو ولایت د لاریونونو له امله په مستوفیت کې دوه تنه شهیدان او د مستوفیت وسایل غلا شوي دي.


6-Qaws97-JAL3.JPG

د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې چې د علیپور د قضیې په اړه خبرې کولې زیاته یې کړه د قانون خلاف هر ډول لاریونونه او اعتراضات منع دي او هغه وسلې چې د دشت برچي په سیمه کې د مسجدونو او تکایاوو د امنیت د ټینګښت لپاره توزیع شوي د ملي امنیت د شورا پریکړه ده او که چيرې د یادو وسلو څخه په تیرو ورځو کې ناوړه ګټه اخیستل شوې وي عاملین به یې وپیژندل شي او تر قانوني څار لاندې به ونیول شي . 

نوموړي د علیپور خلاصیدل بالاحضار وبلل چې د دوسیې تر پړاو وهلو پورې به دی په لازم وخت د تحقیق مراجعو ته غوښتل کیږي دغه راز د کورنیو چارو وزیر په خپلو ځوابونو کې د کورنیو چارو د قراردادیانو د پیسو، د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو،تعیناتو، د پولیسو د ذاتي چارو د قانون، د ټپیانو د درملنې او ځینو نورو برخو په اړوند د معلوماتو په وړاندې کولو سره وویل د کابل ولایت د علماوو شورا د رئیس عبدالبصیر حقاني د ترور په اړوند یې یو تن مظنون نیولی او په دې اړه تحقیقات روان دي چې د کورنیو چارو وزارت د قانون د تنتفیذ مرجع ده او د هیڅ مجرم پر وړاندې به پټه خوله پاته نه شي .     

وروسته د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکري په لومړي سر کې د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د ترور د قضیې د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل او و یې ویل قضیه د پراخیدو په حال کې ده او ډېری هغه کسان چې مظنون  او یا یې هم په دنده کې ناغیړي ښودلې وو نیول شوي دي زیاته یې کړه د جنرال عبدالرازق ترور بهرني ابعاد هم لري چې د مستند جوړونې کار یې دوام لري . د ملي امنیت عمومي رئیس د ناټو د چارواکو او جنرال عبدالرازق د کتنې پر مهال د هر ډول لفظي شخړې آوازې رد کړې هغه یې د کورنیو او بهرنیو دښمنانو تبلیغاتي کار وباله و یې ویل هغه کس چې جنرال عبدالرازق او ډېری نور یې ترور کړي مستعار نوم یې ګلبدین او د غزني ولایت اصلي اوسیدونکی دی چې یاده موضوع تر څارنې لاندې ده .     

د ملي امنیت عمومي رئیس د کورنیو چارو د وزیر د خبرو په تائید سره د علیپور د موضوع او وروستیو بلاوا ګریو په اړه وویل د نوموړي په نیونه کې ټول هغه قانوني اصولونه مراعات شوي او یاد کس په بالاحضار ضمانت سره خوشي شوی او ډاډ یې ورکړ چې له ولسمشر څخه به وغواړي ترڅو یوه کمیټه رامنځ ته چې د علیپور جرمي کړنې او د لاریونوالو غیر مدني حرکات وڅیړي ترڅو زمینه دې ته برابره شي چې د معافیت کلتور له منځه ولاړ شي او زیاته یې کړه د هیواد امنیتي ځواکونه کولای شي چې د هیواد په هره سیمه کې قانون پلی کړي د ملي امنیت عمومي رئیس زیاته کړه د علیپور خبرې په ټولنیزو رسنیو کې خپله د قوانینو څخه سرغړونه ده او هغو کسانو چې د نوموړي څخه تر قانون پورته ملاتړ کړی یادو کسان هم د هیواد د ملي مصالحو پر ضد عمل کړی . 

6-Qaws97-JAL4.JPG

د ملي امنیت عمومي رئیس د تیر په پرتله د یاد ارګان د ځواکمنیدو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لاسته راوړنو، په هیواد کې د تروریستي شبکو د لاسوهنو او ځینو نورو مسایلو په اړه رڼا واچوله او و یې ویل په افغانستان کې په ډېر شمیر سره تروریستان شتون لري او د دوی پر وړاندې مبارزه روانه ده چې یوازې د تیرو ۲۴ ساعتونو په موده کې د تروریستانو پر ډلو ۳۲ عملیاتونه ترسره شوي او ملي امنیت د تروریستانو ورانکاره تروریستي فعالیتونه په زړه ورتیا او میړانې سره شنډ کړي . د چارواکو د رپوټونو تر اورېدو وروسته؛ د مشرانوجرګې رئیس د امنیتي سکتور د سرښندنو څخه د مننې ترڅنګ وویل ستاسو اقدامات او کړنې د هر قانون ماتونکي او مفسد پر وړاندې د مجلس ملاتړ له ځان سره لري هیله لرو چې د جنرال عبدالرازق د قضیې د مستند جوړونې په بشپړېدو سره ملت ته حقیقت څرګند شي او دغه راز یې ټینګار وکړ چې د ډیورند د فرضي کرښې موضوع په ملت پورې اړه لري او سیاسیون حق نلري په اړوند یې تصمیم ونیسي .