اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د لندۍ ۲۵ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۷ کال د لړم شپږ ویشتمه

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار، نن له غرمې مخکې د ملي اردو د فوټبال ټیم دغړو ستونزي واریدي.

26-Aqrab97-MUL2.jpg

په دي ناسته کې ددي ټیم څوتنوغړو د مشرانو جرګې د رئیس له همیشنۍ هڅونو او ملاتړ څخه قدرداني څرګنده کړه او د خپلوستونزو د بیانولو په ترځ کي يي وویل، چې د فوټبال څوارلس کسیزټیم، څوارلس کاله کیږي چې د ملي اردو ترچتر لاندي لوبی کوي او تر اوسه توانیدلي چې څلور بهرنی او څلور کورني کپونه ترلاسه کړي، خو اوس اړونده قوماندانۍ دوي ته خپل حقوق نه ورکوي.

 ورپسی د مشرانو جرګې رئیس په شنو ډګرونو کې يې دوی د ملي اردو د شهیدانو د کورنیو استازي وګڼل او د ټیلیفوني اړیکې په ترځ کې يي د ملي دفاع له وزیر څخه وغوښتل تر څو د دي ورزشکارانو ستونزو ته رسیدګي وکړي، همدارنګه د مشرانوجرګې اړوند کمیسیون ته يي سپارښتنه وکړه چې د دوی ستونزي دي له اړوندي سره وڅیړي.