دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر
د۱۳۹۷ کال د لړم ۲۳ نېټه
د مشرانو جرګې مطبوعاتي اعلامیه

څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې
د جوړیدونکي نړیوال اسلامي پوهنتون په تړاو کابینې ته د ناسمو معلوماتو د وړاندې
کیدو له کبله د کابینې غړو پرېکړه
کړې وه چې یاد پوهنتون دې د ننګرهار په عوض په کابل کې جوړ شي.
دغه پرېکړه
د ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول
د ننګرهار ولایت د ولسونو، ځوانانو او مدني فعالانو له سخت غبرګون سره مخ شو چې په
پایله کې د ملي شورا مشرانوجرګې د دغه پرېکړې پر وړاندې خپل غوڅ دریځ اعلان او د افغانستان لوړو زده کړو وزارت
محترم وزیر څخه یې وغوښتل ترڅو جلالتمآب ولسمشر ته کره او سم معلومات وړاندې او د موضوع له حساسیت او د
مشرانوجرګې له دریځ څخه یې خبرکړي.
د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي
مسلم یار په دوو پرله پسې ناستو کې د موضوع په هکله ولسمشر ته لازم وضاحت ورکړ او د
ولسونو لخوا د ممکنه غبرګون د رامنځ ته کیدو په هکله یې ورته د وضعیت اصلي انځور وړاندې کړ چې په پایله کې د هیواد ولسمشر پرون ماښام (د لړم په دوه ویشتمه نیټه) د مشرانوجرګې رئیس فضل هادی مسلم یار،
د ننګرهار یو شمیر سپین ږیرو او مدني فعالانو په حضور کې ژمنه وکړه چې یاد نړیوال
اسلامي پوهنتون به په لومړني ټاکل شوي ځای یعنې ننګرهار کې جوړیږي.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار، اداري پلاوي او
د مشرانوجرګې غړي د جلالتمآب
ولسمشر د دغه عادلانه پریکړې هر کلی کوي، او ورڅخه مننه کوي چې د مشرانو جرګې دریځ ته یې درناوی وکړ او د افغانستان د ملت په ځانګړې توګه د ننګرهار د ولسونو
غوښتنې ته یې مثبت ځواب ووایه او اجازه یې ورنکړه چې د نظام په داخل کې طوطیه ګر
او مخربې کړۍ خپلو شومو موخو ته ورسیږي.
مشرانو جرګه ډاډ ورکوي چې د قانون او عادلانه پرېکړو په پلي کولو کې به تل د حکومت د رهبرۍ ملاتړې وي او هڅه به کوي چې د دولت مشرتابه ته د ټولنې د کره واقعیتونو په وړاندې کولو سره منصفانه تصامیمو ته
لار هواره کړي او په دې توګه د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او دوه
اړخیزه اعتماد لوړولو کې خپل مکلفیت ادا کړي.
د ملي شورا د مشرانو جرګې
رئیس فضل هادی مسلم یار