اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۳۱ مه٬ ۱۴۰۰ ل

Meshran-logo.png
دمشرانوجرګې اونیزه اجندا

د ۱۳۹۷ کال د  لړم د میاشتی ۱۹ نیتې څخه د لړم تر ۲۳ نیتې پوری

موضوعګاني

نېټه

 

کار په کمېسیونونو کې

شنبه د ۱۳۹۷ کال د لړم د میاشتې ۱۹ نېټه

عمومي غوڼده

۱-  د میلمنو تر راتلو پوري آزاد بحثونه.

۲- د ۱۳۹۷ کال د ملي بودجې د معرفي په موخه عمومي غونډې ته د مالیې وزارت د سرپرست وزیر او بودجې ټیم ګډون.

۳- د هېواد د امنیتی وضعیت، شپنیو عملیاتو او د ملکي افرادو د تلفاتو، تشکیلاتي ستونزو، د لغمان ولایت کې د برېښنا مزي د پریکون او نورو موضوعګانو په اړه عمومي غونډې ته د ملي دفاع وزیر، کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت عمومي رئیس او د ننګرهار ولایت د برېښنا رئیس ګډون.

 

یکشنبه د ۱۳۹۷ کال د لړم د میاشتې ۲۰نېټه

 

د کمېسیونونو غونډې

 

دوشنبه د ۱۳۹۷ کال د لړم د میاشتې ۲۱ نېټه

عمومي غوڼده

۱- د میلمنو تر راتګ پورې، آزاد بحثونه.

۲-  د سرپل ولایت د بلخاب د مسو د کان او د بدخشان د سرو زرو د کان د قرارداد او ځینو نورو معلوماتو د وړاندی کولو په موخه عمومي غونډې ته د کانونو وزارت د سرپرست، د چاپیریال ساتنې اداری د عمومي رئیس او د افغانستان د روڼوالي د څار رئیس ګدون.

 

سه شنبه د ۱۳۹۷ کال د لړم د میاشتې ۲۲ نېټه

 

۱- کمېسیونونه

۲-  د مشرانو جرګې د رئيسانو کمېټې  د غونډې جوړېدل.

 

چهارشنبه د ۱۳۹۷ کال د لړم د میاشتې ‍۲۳نېټه