اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لړم ۳۰ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د لړم شپاړسمه نیټه

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار، نن د کابل ولایت د بګراميو ولسوالۍ اړوند د ګوسفند درې د یو شمېر اوسیدونکو شکایت واورید.

16-Aqrab97-MUL1.JPG

دوي وایی چې په یاده ولسوالۍ کې د شرعي قبالوپه لرلو سره سره یې، کورونه او بڼونه د حکومت له خوا  تخریب شوي او هیله يې وښوده چې ددي ظلم مخه دي ونیول شي.

د مشرانو جرګې رئیس د دوي د شکایتونو له اوریدو وروسته، د دفاعي چارو او کورني امنیت کمېسیون ته دنده وسپارله چې ژر تر ژره دي دغه موضوع په جدي توګه د اسنادو له مخې وڅیړي او رپوټ دي عمومي غونډی ته وړاندي کړي.

د یو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقي، نن د لوګر ولایت د ځمکوالۍ ادارې د مسوول کاري رپوټ واورید.

16-Aqrab97-MUL2.JPG

په ناسته کې نوموړي وویل، د ولسمشر د فرمان سره سم د دولتی ځمکو د غصب څخه د مخنیوی په برخه کې یې د ځمکو د غصب سره د مبارزې پروګرام تر لاس لاندي نیولې  او د کادستري نخچو د پلی کیدو په موخه يي څلور کسیز پلاوی  ټاکلئ  دی.

 ډاکټرصدیقي د خپلو خبرو په ترځ کي، دوی خپلو کاري مسوولیتونو ته متوجه کړل اوټینګاريي وکړچې د دولتی ځمکو د غصب څخه د مخنیوی په اړه دي جدي اقدامات ترسره کړي.