اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لړم ۲۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د لړم پنځلسمه نیټه

د مشرانو جرګې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ د یادې جرګې د سی شنبې ورځې په غونډه کې سناتورانو د هېواد روان مسایل تر بحث لاندې ونیول .


15-Aqrab97-JAL1.JPG

د غونډې په پيل کې ټاکل شوې وه د هیواد امنیتي وضعیت د هیواد د امنیتي او دفاعي لوړپوړو چارواکو په حضور کې وڅیړل شي، خو یادو چارواکو په غونډه کې ګډون ونه کړ چې د دوی نه راتګ د سناتورانو د سختو نیوکو سره مخ شو او یاد عمل یې د اساسي قانون څخه تیښته وګڼله او ټینګار یې وکړ چې دوی په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي او د سناتورانو پوښتنو ته دي ځوابونه وړاندې کړي.

همداراز په غونډه کې یو شمیر سناتورانو په افغانستان کې د جګړې د زیاتوالي په اړه د پاکستان د جمعیت علما د مشر مولانا سمیع الحق د وژنې وروسته د یاد هیواد د عالمانو شورا د رئیس طاهر اشرفي څرګندونې غیر مسئولانه او هیواد په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه وګڼله، ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د عالمانو شورا باید د دې پر وړاندې تند دریځ غوره کړي.

همدا راز په غونډه کې د وسله والو مخالفینو د زیاتو خوځښتونو او د هیواد په ځینو ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو څخه اندیښنه څرګنده شوه، وویل شول چې د بادغیس ولایت امنیتي وضعیت نازک دي او د فاریاب ولایت د تګلوري په ګډون مواصلاتي لارې تړل شوي او هم د کابل کندهار د عمومي لارې په اوږدو کې د مخالفینو خوځښتونه زیات شوي او همداراز د فراه ولایت کې د سرحدي پولیسو ځواکونو ته زیات تلفات اوښتي چې باید د امنیتي سکتور مشرتابه لازم او د منلو وړ تدابیر تر لاس لاندې ونیسي.

15-Aqrab97-JAL2.JPG

همداراز سناتورانو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ټاکنیز کمیسیونونه دي د ولسی جرګې د ټاکنو پاکي رایې له ناپاکو جلا کړي، قرنطین شوي صندوقونه دي د ملي او نړیوالو ناظرینو او د حزبونو د مشاهدینو په حضور کې وڅیړي او هم دي د جمهوري ریاست، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په نیټې کار وکړي چې د ولسي جرګې د ټاکنو اړوند مسایل په ښه توګه مدیریت شي.

همداراز په غونډه کې د افغانستان د سولې د څرنګوالي او د مسکو احتمالي ناستې په اړه وویل شول چې د مسکو ناسته د افغان حکومت په مشوره ترسره شي او د دې ترڅنګ د میرمنو رول چې د ټولې نیمایي برخه تشکیلوي، د سولې بهیر کې لوړ شي.

د لغمان باد پښ سیمه کې د ننګرهار برېښنا د پرې کولو څخه نیوکه، د مخکې څخه ټاکل شوي ځای کې د نړیوال اسلامي پوهنتون په رغولو ټینګار، د مالیې وزارت له خوا د مشرانوجرګې د دارالانشا د دایمي او موقتي کارکوونکو د معاشونو په ځنډولو نیوکه، چین ته د کابل څخه د هوا له لارې د تورو جلغوزو له لیږد څخه هرکلی، د کابل ختیځ کې د صفر دوه قطعې له خوا د یو تن په وژلو نیوکه، سیاسي حزبونو ته د سپکاوي په اړه د میرمن سیلۍ غفار له خبرو څخه نیوکه، د هیواد ختیځ کې د پولیو واکسین په ښه پلی کیدو ټینګار، د رسنیو له خوا د ملي او اسلامي ارزښتونو په منلو ټینګار، د خاص ارزګان ولسوالۍ کې د تاوتریخوالو په حل ټینګار او ځینې نور مسایل وو چې د نن ورځې په غونډه کې د سناتورانو له خوا مطرح شول.

د یادو مواردو په جمع بندۍ کې د مجلس لومړي نایب د جنرال عبدالرازق د وژنې د عاملینو پر مجازاتو د ټینګار ترڅنګ د ننګرهار ولایت د برېښنا د مزی د تړلو غوښتونکې شو او و یې ویل، په ننګرهار کې د اسلامي نړیوال پوهنتون د جوړیدو په اړه د مشرانوجرګې دریځ روښانه دی او هیله کیږي ترڅو حکومت د ولایت د خلکو ناخوښیو ته لازم ځواب ورکړي او زیاته یې کړه چې د چارو مسئولین دي ژر تر ژره د خاص ارزګان ولسوالۍ ستونزې ته رسیده ګي وکړي چې په جنایت او توطیو لاس پورې کوي، تر پیژندلو وروسته دي عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.

نوموړي د هيواد د امنیتي ځواکونو د شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ وویل چې د شپنیو عملیاتو په وخت دي د ملکي خلکو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وشي او هم د چین هیواد ته د جلغوزو د صادراتو له پاره د هوایي دهلیز د جوړیدو څخه د هرکلي ترڅنګ وویل شول چې د افغانستان محصولات په نړۍ کې د لازم ارزښت لرونکي دي او لا زیاتو هڅو ته اړتیا لري ترڅو د ځمکې او هوا له لارې صادر کړای شي.

همداراز د مشرانوجرګې لومړي نایب وویل، ټاکنیز تخلفات چې ترسره شوي، په جدي توګه باید وڅیړل شي او ټاکنیز کمیسیونونه دي په بشپړ تفاهم د خلکو اعتماد جلب کړي او هم د هيواد د جمهوري ریاست ټاکنې دي په ښه توګه مدیریت شي، ورپسې دي د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د جوړیدو زمینه هم برابره شي.


15-Aqrab97-JAL3.JPG

نوموړي د ا فغانستان پر وړاندې د پاکستاني علماوو څخه د یوه تن څرګندونې د هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وګڼله او ویې ویل چې نوموړي خپل دینی مسئولیت نه دی درک کړی او تر اوسه د دواړو هيوادونو څخه روښانه تعریف نه لري او هیله کیږي چې د افغانستان د عالمانو شورا د نوموړي د غیر مسئولانه څرګندونو په ځواب لاس پورې کړي.

لومړي نایب زیاته کړه چې د موازي ادارو رامنځ ته کول ستونزې زیږوي او باید حکومت د سولې عالي شورا تقویه او ورڅخه زیات ملاتړ کړی وای ترڅو په کاري غوره پروګرامونو سره د سولې بهیر پر وړاندې ګټورې هڅې وکړي، نوموړي همدا راز وویل، هره ناسته چې د افغانستان د سولې په اړه ترسره کیږي د تائید وړ ده او هیله ده چې د مسکو په ناسته کې هم د افغانستان سولې ته تمرکز وشي او هیله یې څرګنده کړه، افغان سیاسیون چې د مسکو په کنفرانس کې ګډون کوي، باید د هيواد د ګټو په پام کې نیولو سره همغږی او منسجم عمل وکړي.

ایزدیار ځانګړو کمیسیونونو ته د ځینو موضوعګانو د لیږد ترڅنګ، وویل چې مکافات باید د چارواکو د کړړنو او اجراآتو په تناسب وي او غوره به وي چې د هیواد ساتونکو څخه تقدیر وشي ځکه د ویره اچوونکو سره په تودو سنګرونو کې قرار لري نه هغه چارواکي چې په مجللو کاري دفترونو کې رول لوبوي.

د غونډې په پای کې د بین الپارلماني په یو سلو نهه دیرشم اجلاس کې د مشرانوجرګې د پلاوي د ګډون څخه چې د ژینوا په ښار کې جوړ شوې وو د لیلما احمدي له خوا وړاندې شو. د نوموړي په وینا د مشرانوجرګې پلاوي د نړیوالو چارو کمیسیون د مشر انجنیر احمد جاوید رووف په مشرۍ د ناستې په اوله ورځ د آسیا پارلماني اسمبلې د همغږۍ ناسته چې د ژینوا د نړیوالو کنفرانسونو عمومي مرکز کې جوړ شوې وو، ګډون وکړ چې د دې ناستې اساسي محور د تروریزم خطر تشکیلوه او د مجلس پلاوي څرګنده کړه چې تروریزم هغه پدیده ده چې ټول هيوادونه ګواښي او باید له دې شومي پدیدې سره ګډه او همغږي مبارزه ترسره شي او افغانستان چې د تروريزم په لومړۍ لیکه کې قرار لري، ملګرتیا يې وشي .

لیلمان احمدي زیاته کړه، د مجلس څلور غړیز پلاوي د دې کنفرانس په درشل کې د ایران اسلامي جمهوریت له پارلماني پلاوي سره هم وکتل او دواړو لورو د افغانستان او ایران تر منځ د دوستۍ ګروپونو د پراخوالي او تقویې په اړوند ټینګار وکړ.


15-Aqrab97-JAL5.JPG

نوموړي همدا راز د نړۍ د پارلمانونو د سکرترجنرالانو ټولنې عمومي ناسته کې چې په کې د غړو هيوادونو د پارلمانونو د دارالانشاو رئیسانو ګډون کړی وو، معلومات وړاندې کړل او ویې ویل د نړۍ د پارلمانونو د سکرترجنرالانو ټولنې د غونډو په جریان کې د اجرائیه کمیټې د  غړي د تش پست له پاره ټاکنې وشوې چې د مشرانو جرګې د دارالانشا عمومي رئیس عبدالمقتدر ناصري په یاد پست کې ځان نوماند  کړي چې په دې ناسته کې د پلاوي د حضور او ونډې څرګندونه کوي.