اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لړم ۳۰ مه٬ ۱۳۹۷ ل

 د مشرانوچرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د لړم ۱۵ مه نېټه

د ملي شورا د مشرانوجرګې د خواخوږی او ډاډګېرنې پیغام

دملې شورا د مشرانوجرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار، اداري پلاوي او د یادې جرګې غړو په خواشینۍ سره خبر ترلاسه کړ چې ډیپلوم انجنیرغلام محی الدین بهاوي د هیواد یو تن ملي شخصیت، د کابل ښاروالی پخوانی مرستیال اوسرپرست او د هیواد پیاوړی کادر، پرون  د ورپیښې ناروغی له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړي .

انالله و اناالیه راجعون

د ملي شورا مشرانوجرګه د لوی الله(ج) له دربارڅخه خدای بښلي انجنیر بهاوي ته فردوس جنت او د مرحوم کورنۍ، خپلوانو او د کاپیسا ولایت شریفو خلکو ته د تسلیت مراتب څرګندوي.

مرحوم انجنیر بهاوي، د کاپیسا ولایت یو تن نیک نومی او علمي شخصیت وو؛ چې خپل خوږ ژوند یې د خپلو خلکو  په خدمت کې وقف کړی وو. روح دي خوشحاله وي.

 

د مشرانوجرګې لومړی نائب

محمد علم ایزدیار