اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لړم ۳۰ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د لړم ۱۴ مه نېټه

د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار، نن د یوې ناستې په ترڅ کې د کابل ښار د نادر پښتون د جادې د زیانمن شویو هټیوالو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل .

14-Aqrab97-MUL1.JPG

په یاده ناسته کې څو تنو د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او و یې ویل د وروستی اورلګېدنې له کبله د کابل ښار د نادر پښتون په جاده کې په پنځو سوداګریزو مارکیټونو کې شاوخوا پنځه زره دوکانونه یو مخ سوځېدلي، سربېره پر دې په لوړه کچه مالي زیان او په زرهاوو کسان بیکاره شوي .   

نوموړو د اطفائیې د ادارې د کمزوري مدیریت ترڅنګ وویل، چې حکومت باید په اوږد مهاله پورونو، د زیانونو په ورکړې، د مارکیټونو په بیارغاونې، د مالیې او د دوکانونو د کرایې په معافیت سره له زیانمنو کسانو سره مرسته وکړي .

فضل هادي مسلم یار په خپلو خبرو کې د یادې پیښې څخه د خپلې ژورې خواشینۍ د څرګندولو ترڅنګ د مشرانوجرګې اړوندو کمیسیونونو ته دنده وسپارله چې د یادې زیان رسوونکي پیښې متضررینو ته د مرستې په موخه د مربوطه حکومتي چارواکو سره د خبرو سربېره د نوموړو کړنې هم په دې اړه وڅاري .