اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لړم ۲۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د لړم د میاشتې ۱۴ نیټه

د مشرانو جرګې کمیسیونونو نن په بیلا بیلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمیسیون په غونډه کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین پرله پسې نه راتګ د دې سبب شو چې د هیواد په بندرونو کې د زرګونو کانټینره مالونو د ځنډ علت او د ملي سوداګرو شکایتونو ته لازمه رسیده ګي ونه شي، خو د کمیسیون په ناستو کې د نوموړي پرله پسې نه راتګ د ملي شورا سره بی توجهی او د قانون څخه تیښته وګڼله او په نوموړي معین یې تندې نیوکی وکړې، پریکړه وشوه چې د افغانستان د مالیې وزارت دي د عوایدو او ګمرکونو د معین په سوانحو کې اخطاریه ولیکي.

 14-Aqrab97-Mali.JPG

د کمیسیون د مرستیالې میرمن طیبې زاهدي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمیسیون په غونډه کې د کمیسیون غړو د خیرخوا مارکیټ سیمې څخه د لیدنې په موخه د هېواد د اجرائیه مشر د هڅو او د یاد مارکیټ او نژدې پرتو هټیوالو سره د همکارۍ او مرستو له ژمنې څخه یادوونه وکړه او زیاته یې کړه، لازمه ده چې د ملي یووالي حکومت مشران دي د همکارو موسسو او بنسټونو سره په همغږۍ د متضررو هټیوالو د بیاځلې فعالیت په موخه د کوچنیو پورونو د ورکړې زمینه برابره کړي او همدا راز د اور په مهارولو کې د کابل د امنیه قوماندان او منسوبینو له هڅو څخه قدرداني څرګنده شوه.

دغه راز په غونډه کې د افغانستان د اقتصادي راتلونکې لپاره د کانونو د رول په اړه بحث وشو او وویل شول چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د پراخو کانونو او طبیعي ذیرمو لرونکی دی خو په خواشینۍ سره تر اوسه د کانونو او طبیعي ذېرمو څخه چې د اقتصاد اساسي ستنې تشکیلوي، د هېواد د اقتصادي پراخوالي او د ځان بسیاینې په موخه ترې ګټوره استفاده نه ده شوې او هم د جګړې او تاوتریخوالي د دوام په نسبت حکومت نه دی توانیدلی چې د هېواد کانونو او طبیعي ذیرمو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.

د کمېسیون غړو د هېواد د کانونو د قاچاق او په غیر قانوني ډول رایستلو څخه د یو لړ وړاندیزونو او اندیښنو د وړاندې کولو تر څنګ زیاته کړه، د دې ذیرمو څخه نه ګټه اخیستنه په هېواد کې د اقتصادي وضعیت د خرابیدو، د فقر د کچې د زیاتیدو او د هېواد څخه بهر د هیوادوالو د غیر قانوني کډوالۍ سبب شوی او ټینګار وشو چې د کانونو وزارت دي د مسلکي کادرونو په جذبولو کې هڅې وکړي د طبیعي ذیرمو څخه د سمې استفادې په موخه دي منظم پروګرامونه او پلانونه تر لاس لاندې ونیسي.

د غونډې په بله برخه کې طبیعي پيښو ته د رسیده ګي په چارو کې د دولت وزارت د کاري اجراآتو په اړه بحث وشو، پریکړه وشوه چې پيښو ته د رسیده ګي په چارو کې د دولت وزیر او د وزارت نور چارواکي دي د کمیسیون په راتلونکې ناسته کې معلومات وړاندې کړی.

د غونډې په پای کې د کمیسیون غړو په کابل ښار او ځینو نورو ښارونو کې د ژمي په موسم کې د سون او خوراکي توکو د بیو د لوړیدو څخه خپلې اندېښنې څرګندې کړې، وپتییل شوه ترڅو اړوند چارواکي د کمیسیون په راتلونکې ناسته کې د موضوع په تړاو څرګندونې وکړي.

14-Aqrab97-Rifai.JPG 

د کمیسیون د مرستیالي میرمن لیلما احمدي په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زده کړو چارو د کمیسیون په غونډه کې د هیواد اوسني وضعیت ته په کتو د خپرنیزو پالیسیو او نشراتو په اړه د بحث ترڅنګ  ټینګار وشو چې رسنۍ باید د خپلو ښو خپرونو په مټ هیوادوال د ملي یووالي د ساتلو، سولې او ورورولی لوري ته وهڅوي . د غونډې په بله برخه کې په خاصه توګه د سرد سیره سیمو د ښوونځیو او لیسو چې هوا هم مخ په سړیدو ده، په اړه یې ټینګار وشو چې د پوهنې وزارت باید د هغو ښوونځیو چې زده کوونکي یې د ودانۍ پرته خپلې زده کړې سرته رسوي د یادې ستونزې د حل په موخه باید جدي ګامونه پورته کړي . په پای کې راغلو عرض پاڼو ته هم لازمه رسیده ګي وشوه .   

 14-Aqrab97-Farhangi.JPG

د میرمن صدیقې بلخي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمیسیون په غونډه کې د حکومتي ادارو د روان کال د بودجې د لګښت د څرنګوالي او د راتلونکې کال د جندر په برخه کې د بودجې د زیاتوالي په اړه بحثونه وشول، وپتییل شوه چې د وزارتونو او خپلواکو ریاستونو د جندر چارواکو سره دي استماعیه غونډه جوړه شي او د اړوندو مسایلو په هکله دي بحثونه وشي.

د غونډې په بله برخه کې دولتي ادارو او په ځانګړې توګه د پکتیا ولایت په سیمه ییزو ادارو کې د ښخو لپاره د کاري زمینو د رامنځ ته کیدو څخه ستاینه وشوه.

 14-Aqrab97-Zanan.JPG

د میرمن نفیسی سلطاني په مشرۍ د معلولینو او شهیدانو د پاتې کسانو د چارو د کمېسیون په ناسته کې ټاکل شوې وه د معلولیت لرونکو افرادو او د شهیدانو وارثانو څخه د ملاتړ ادارې عمومي رئيس د ۱۳۹۸ کال د بودجې، د ۱۳۹۳ کال څخه تر ۱۳۹۶ کلونو پورې د معلولینو او شهیدانو د وارثانو د معاشونو په ورکړه کې د ستونزو، د تحصیلی بورسونو او ځینو نورو ستونزو په اړه څرګندونې وکړي، خو د نامعلومو دلایلو پر بنسټ نوموړي د کمیسیون په غونډه کې ګډون ونه کړ د کمیسیون د غړو له خوا پرې سختې نیوکې وشوې.

د غونډې په بله برخه کې د معلولیت لرونکو افرادو او شهیدانو د وارثانو څخه د ملاتړ ملي ادارې د ۱۳۹۸ مالي کال د بودجې، د ښوونې او روزنې په برخو کې د ستونزو، بورسیو، پلازمینې او ولایتونو کې د نه لیدونکو او نه اوریدونکو د مسلکي لیسو او ښوونځیو کې د ستونزو او ځینو نورو مواردو په اړه بحثونه وشول، وپتییل شوه چې د معلولیت لرونکو افرادو او د شهیدانو له وارثانو څخه د ملاتړ عمومي رئیس، د لوړو زدکړو وزارت د محصلانو چارو معین، د تخنیکی او مسلکي تعلیماتو د ادارې عمومي رئیس او د ښار د پوهنې رئیس دي د لړم د میاشتې د درویشتمې نیټې په غونډه کې د موضوع په تړاو څرګندونې وکړي.

د محمد آجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو چارو د کمیسیون په غونډه کې، د راغلو عرض پاڼو د څیړلو سربیره، د وروستیو جګړو له امله د تخار ولایت د ۱۵۰۰ بیځایه شویو کورنیو په اړه د بحث ترڅنګ ټینګار وشو چې د کډوالو او راستنیدونکو وزارت او د اړوندو حکومتي ارګانونو مسؤلین دي یادو بیځایه شویو هیوادوالو د ستونزې په حل کې عملي اقدام وکړي . دغه راز په غونډه کې د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه خبزې وشوې او ټینګار وشو چې د ټاکنو کمیسیونونه دي د ټاکنو د بهیر پاکي او ناپاکي رایي سره جلا هغه صندوقونه چې قرنطین شوي، د ملي او نړیوالو ناظرینو په حضور کې وڅیړل شي . 

په پای کې د کمیسیون غړو د کابل د ښار د نادر پښتون جادې په بازار کې د جمعې د شپې اورلګیدنه چې د هیواد سوداګریزې څانګې ته یې بې شمیره زیانونه واړول سخته خواشیني څرګنده شوه وویل شول د دې امکان شتون لري چې هټیوالو ته په ملیاردونو افغانۍ زیان رسیدلی وی یاده پیښه باید ژرترژره  ټوله عوامل او د اطفائیې کار دي په جدي توګه وڅارل شي . 

14-Aqrab97-Aqwam.JPG 

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمیسیون په غونډه کې، د ولایتونو د مخابراتو د رئیسانو بستونه چې آزادو سیالیو ته سپارل شوي په اړه یې خبرې وشوې دوی مدعي دي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون د پریکړې په اساس د مخابراتو د دوهمو واحدونو بستونه آزادې سیالی ته سپارل شوي چې ملکي کارکوونکو قانون د ۱۶ او ۱۹ مادې سره په ټکر کې دی په دې اړه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون د دارلانشا رئیس او د مخابراتو وزارت د بشري سر چینو رئیس معلومات وړاندې کړل او و یې ویل یاد کمیسیون د اړوندو اداراتو سره په همغږۍ د قانون د ټینګښت د عالي شورا د ۵ شمیرې پریکړې ته په کتو سره عمل کوي چې لاندې موارد په کې شامل دي.

 هغه ریاستونه چې یوه کس تر پنځو کلونو زیاته موده کار کړی وي، څوک چې د رشتې خلاف په نوموړي ریاست کې دنده ترسره کوي، هغه کس چې د تحصیل کچه یې تر لیسانس کښته وي، د دندو په لایحه کې یې تر ۳۰ سلنه ډیر بدلون راوړی وي د یادوونې وړ ده چې د هغو اداراتو چې عواید نلري اووه کال په نظر کې نیول شوي دي او هغه کس چې د عوایدو په لرونکو اداراتو کې تر اووه کاله زیات د ریاست په بست کې کار نشي کولای او یاد بست به اعلان ته سپارل کیږي .

کمیسیون د نوموړي د خبرو د اوریدو وروسته ټینګار وکړ یاد کمیسیون په افغانستان کې د قانون په رڼا کې د اصلاحاتو د طرحې، مسلکي جوړونې او د اداري سیستم د ټینګښت څخه ملاتړ کوي او د اعلان شوو بستونو د ستونزې په اړه به کمیسیون د قانون په رڼا کې پریکړه وکړي .   

 14-Aqrab97-Mukhabirat.JPG

د انجنیر احمد جاوید رووف په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمیسیون په غونډه کې، د عامې روغتیا وزارت د ځینو چارواکو په حضور کې د سرې میاشتې د ټولنې د مرستیالانو سره د هغو ناروغانو چې په افغانستان کې یې درملنه نه کیږي له هیواده بهر لیږل کیږي او د اقتصادي ستونزو له کبله د درملنې توان نلري بحثونه ترسره شول . په پیل کې د سرې میاشتې د ټولنې چارواکو وویل چې تر اوسه توانیدلي د ۸ زرو په شاوخوا کې هغه ماشومان چې د زړه سوری یې درلود او په هیواد کې یې دننه د درملنې زمینه نه وه برابره او یا یې هم د اقتصادي ستونزې درلودې له هیواده یې بهر د درملنې لپاره لیږلي او درملنه یې شوې؛ خو تر هغه ځایه چې یاد بهیر دروند لګښت غواړي د سرې میاشتې ټولنه باید د ملي او نړیوالو بنسټونو له خوا تمویل شي .

وروسته د عامې روغتیا وزارت چارواکو په دې اړه هراړخیز توضیحات وړاندې او ویې ویل صعب العلاجه او مزمنه ناروغان د یاد وزارت له لوري له هیواد څخه بهر د درملنې لپاره لیږل شوي .

دغه راز د هندوستان هیواد شاوخوا ۵ میلیونه ډالره او د عربستان هیواد ۱۸ میلیونه ډالره د هغو ناروغانو چې د درملنې امکان یې په هیواد کې شتون ونلري او د هغو ناروغانو په ګډون چې اقتصادي ستونزې ولري مرسته ورسره شوې د شفافیت په اساس او د تبعیض پرته یې له هیواد څخه بهر د درملنې لپاره لیږلي . د یادو چارواکو توضیحات د کمیسیون د غړو قناعت ترلاسه، او امیدواري څرګنده شوه چې یاد بشر دوستانه بهیر باید دوام ومومي . 

 14-Aqrab97-Bio.JPG

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمیسیون په غونډه کې، د تورخم بندر چارواکو د خپل کاري بهیر او د یاد بندر څخه هیواد ته د چاودیدونکو توکو د مخنیوي او ځینو نورو مسایلو په اړه معلومات وړاندې کړل او و یې ویل د مالیې وزارت د پالیسۍ د بدلیدو له امله شاوخوا پنځه زره وسایط بندر ته نژدې درول شوي او زیاته یې کړه د قاچاق او چاودیدونکو توکو د مخنیوي په موخه د یوې ورځې په موده کې شاوخوا ۲۰۰ باروړونکي موټرونه تر چک او څارنې لاندې نیول کیږي او زیاته یې کړه د یادې ادارې ظرفیت د تشکیلاتي پلوه محدود دی چې یاد تشکیل باید لوړ شي ترڅو په یوه وخت سره څو نقلیه واسطې تر څارنې لاندې ونیول شي له فساد څخه هم تر دیره حده مخنیوی وشي یادې ادارې د فساد څخه د مخنیوي په برخه کې څو تنه د پوښتنو او درویږنو لپاره د لویې څانوالی ادارې ته ور پیژندلي . دغه راز په یاده ناسته کې یوه تن د سوداګرو استازي د زورواکو د وسایطو د عبور او ځینو نورو مسایلو څخه شکایت وکړ په دې اړه یې د اړوندو چارواکو د کار د تیزوالي او جدي پاملرنې غوښته وکړه .    

وروسته د کمیسیون رئیس د سکنرونو د خرابوالي څخه یادوونه وکړه د چارو د ښه والي لپاره یې یو لړ هدایات وړاندې کړل . د غونډې په بله برخه کې د نیمروز ولایت د بندر کمیسار د خپل کاري بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل او و یې ویل په یاد بندر کې هیڅ ډول سکنر د وسایطو د چک او کنترول لپاره شتون نلري چې باید یادې برخې ته لازمه پاملرنه وشي نوموړي د ایران سره د سرحد د خلاصوالي یادوونه وکړه، او و یې ویل باید خلاص سرحدونه تر څارنې لاندې ونیول شي ترڅو د هیواد عایدات لوړ او د غیرقانوني توکو مخه ونیول شي .

د غونډې په پای کې د کابل ښار د شپږمې حوزې له آمر او مرستیال سره د یوه تن قاتل د نه نیولو موضوع مطرح او نوموړو په دې اړه د خپلو توضیحاتو په لړ کې وویل په هغه صورت کې چې اسناد او مدارک شتون ولري د مجرم په نیولو کې به جدي اقدام ترسره کړي . 

 14-Aqrab97-Dfai.JPG

د مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمیسیون په غونډه کې، د لویي څارنوالی  اداري مرستیال او د د یادې ادارې مالي او اداري چارو له عمومي رئیس سره د لويي څارنوالی د روان کال د بودجې د مصرف او د راتلونکي کال د اړتیاوو په اړه له یو بل سره نظریات شریک کړل .په پیل کې په ۱۳۹۷ کال کې د خپلو لاسته راوړنو په اړه یادو چارواکو معلومات وړاندې کړل او و یې ویل، په نورستان، دایکندي، کاپیسا، لغمان ولایتونو او ډیریو نورو سیمو کې د زیرساختونو په اړه وویل د یادې ادارې پراختیایي بودجه شاوخوا نوي سلنه په مصرف رسیدلې او زیاته یې کړه د هغو پراختیایي پروژو کار چې د ښارجوړونې وزارت له خوا پر مخ بیول کیږي ډیر پڅ او دا ایجابوي چې صلاحیت یې اړوندې ادارې ته وسپارل شي ترڅو پراختیايي پروژې په وخت او ښه توګه ترسره شي .   

دغه راز په راتلونکي مالي کال کې د اړتیاوو په اړه د لویې څانوالی په غونډه کې د ۲۱ او ۲۲ کودونو په اړه یې وویل څلویښت سلنه د بودجې کسر د ولایتونو د تحکیماتو لپاره چې د سولې او ثبات د دښمنانو له لوري تخریب شوي په پام کې نیول شوي او دغه راز یو څه پیسې د عدلي او قضایي کارکوونکو د لوړې کچې د تقاعد، د باالمقطع کارکوونکو د ګمارنې او اضافه کاری لپاره په پام کې نیول شوي .  

14-Aqrab97-Adli.JPG 

په پای کې کمیسیون د لویي څارنوالی د چارواکو د رپوټ د وړاندې کولو څخه خوښي څرګنده کړه یو لړ وړاندیزونه یې د څارنوالانو د امنیت د ټینګښت او ځینو نورو مسایلو په اړه مطرح کړل .