اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لړم ۲۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

۱۳۹۷ کال د لړم دیارلسمه نیټه

د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې په غونډه کې چې په دوو برخو کې د مجلس د رئیس فضل هادي مسلم یار او دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقي په مشرۍ جوړه شوې وه، د هېواد   د روانو مسایلو په اړه بحثونه وشول.

13-Aqrab97-JAL1.JPG

د غونډې په آزادو بحثونو کې د کابل ښار خیرخواه مارکېټ کې د تیرې جمعې د اور لګیدوڅخه چې درانه  مالي زیانونه  لرل، سخته خواشیني څرګنده شوه او وویل شول چې یادې پېښه کې د قیمتي توکو د زرو زیات دوکانونه وسوځیدل چې د اټکل له مخې به میلیاردونه  افغانۍ هټیوالو ته زیان اوښتي وي چې په خواشینۍ سره د اطفایې ټیمونه نه دي توانیدلي تر څو اور په وخت سره مهار کړي نو له دې امله د دې اداری مهارتونه تل د پوښتنې وړ دي او اړتیا شته چې دغه پېښه او د اطفایې د کار د ظرفیت په ګډون ټول عوامل په جدي توګه وڅیړل شي او د هټیوالو سره مالي مناسبي مرستې وشي.

دغه راز یو شمېر سناتورانو د پاکستان د عالمانو ټولنې د رهبر او د طالبانو د معنوي پلار مولانا سمیع الحق د وژلو په اړه وویل، نوموړي په دي وروستیو کې د افغانستان سولې سره تمایل درلود او ممکن د نوموړي وژنه استخباراتي اړخ ولري تر څو د افغانستان د سولې بهیر ته خنډونه راولاړ شي، په هر حال باید د نوموړي وژنه د جګړو د تودوونکو لپاره یو درس وی تر څو د بیګناه خلکو په وژلو لاس پورې نه کړي.

همداراز ټینګار وشو چې ټاکنیز کمېسیونونه دې د ولسي جرګې د ټاکنو پاکې او ناپاکې رایې تفکیک او هغه بکسونه چې قرنطین شوي دي د ملي او نړیوالو ناظرینو په حضور کې وڅیړياو ټینګار وشو چې د مهالویش سره سم د ولسمشرۍ ټاکنې چې د راتلونکې کال د وري په نهه ویشتمه نېټه په لاره اچول کیږي، دغه نیټه د هېواد او په ځانګړي توګه د سړو سیمو د اقلیمي وضعیت پر بنسټ مساعده نه ده او د ټاکنو کمېسیون باید کامل تخنیکي چمتو والی ولري.

همدا راز په غونډه کې د شهید ستر پاسوال عبدالرازق له خپلوانو څخه سناتور رحمت الله اڅکزي د یاد شهید کورنۍ سره د خواخوږۍ د څرګندونو په موخه د نظام د مشرتابه او ټولو هېوادوالو څخه مننه وکړه، ټینګار یې وکړ چې باید د دې جنایت د عاملینو د پیدا کولو په موخه جدي څیړنې وشي او هم د ملي اتل د لقت د وړاندیز او د نوموړي شهید په نوم د پولیسو اکاډمۍ د نومولو د وړاندیز په موخه د مشرانو جرګې او  د پروان، بدخشان او کندز ولایتونو د خلکو او چارواکو څخه چې یو یو سړک یې د شهید عبدالرازق اڅکزي په نوم نومولې، مننه وکړه.

13-Aqrab97-JAL2.JPG

دغه راز د سولې په اړه د مسکو ناستې د جوړیدو د څرنګوالي او د سولې پر بهیر یې د اغیزو، کابل ښار سړکونو کې د نشه یانو د زیاتوالي او په آزاد ډول د نشه یی توکو د پلور، د ټاکنو د حزبی سیستم غیر موثر ګڼل، د غزنی ولایت د امن سیمو د ناامنه کیدو په موخه د دښمنانو هڅې، د جګړې مدیریت په موخه د ولسمشر له خوا د پوځي شورا د جوړیدو وړاندیز، د عمومي لارو د امنیت ټینګښت ته پاملرنه، د ارزګان ولایت کې د حکم شجاعي د جنایتونو په څیړلو ټینګار، په اساسي ډول د سید جمال الدین افغان د زیارت جوړول، فراه ولایت کې د یوې چورلکې د سقوط د علت په څیړنو ټینګار چې د درنو تلفاتو لامل شوه او د بدخشان په شیوه سیمه کې د حکومت او مخالفینو تر منځ د سختې جګړې د څرنګوالي او له دي سیمې څخه د خلکو د بیځایه کیدو او ځینې نورو مسایل وو چې د نن ورځې په غونډه کې مطرح شول.

د بحثونو په جمع بندۍ کې دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقي چې د غونډې د یوې برخې مشري یې کوله، وویل حکومت باید د شهید جنرال عبدالرازق د شهادت قضیه په جدي توګه وڅیړي او جزئیات یې د خلکو سره شریک کړي او زیاته یې کړه چې دغه موضوع او په فراه ولایت کې د چورلکې سقوط چې د یو شمېر ملکي او پوځي منسوبینو د شهادت سبب شو، په راتلونکې ناسته کې به د امنیتی سکتور مشرتابه سره مطرح کړاي شي.

نوموړي د نړیوالو همکارانو د رښتینولۍ د نشتوالي په اړوند هم خبرې وکړې چې په خواشینۍ سره دوي د خپلو ژمنو خلاف د هېواد د امنیتی او دفاعي ځواکونو په واک کې لازم او کافي وسایل نه ورکوي او د جګړو په لیکو کې په لازم ډول همکاري نه کوي.

دویم نایب زیاته کړه، هرکله چې د طالبانو اراده بدله شي او یا هم په حقیقت پوه شي د مولانا سمیع الحق په شان د استخباراتي کړیو له خوا وژل کیږي،  او له دوي وغوښتل شول تر څو د تحمیلی جګړې لاس په سر او سوله ییز ژوند ته لومړیتوب ورکړي، او هم د افغانستان جګړې په اړه د پاکستان د ځینو علماو په خبرو د نیوکې تر څنګ د یاد هېواد له حکومته وغوښتل شول تر څو د توطیه ګرو مخه ډب او د سوله ییز ګډ ژوند لپاره کوښښ وکړي او هم د دې غوښتونکې شو چې د افغانستان د علماوو شورا دې د دوي دا ډول د اسلام ضد موارد محکوم او پر وړاندې دې غبرګون وښایی.

ډاکټر صدیقي د ټولټاکنو د خپلواک کمېسیون طرحې څخه د ملاتړ تر څنګ وویل، باید د ولایتی شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو ټولټاکنې د ولسمشریزو ټاکنو څخه جلا ترسره شي او د ټاکنو بهیر کې د روڼوالي او عدالت د ټینګښت لپاره زمینې رامنځته شي، همدا راز د مسکو ناستې په اړه یې وویل، هره ناسته چې د هېواد د سولې په بهیر کې ګټوره واقع شي، د خلکو د ملاتړ وړ ده خو غوره به وي چې روسیه په داسی مواردو کې افغان حکومت په لازم ډول او هر اړخیزه توګه په جریان کې وساتي او نباید دا ډول ناستې د نورو هېوادونو د رول د کمزورتیا او سیاسی بیلا بیلو موخو له پاره جوړي شي.

13-Aqrab97-JAL3.JPG

په پاي کې اړوندو کمېسیونونو ته د ځینو مواردو دسپارلو تر څنګ یې له حکومته وغوښتل ترڅو په ارزګان ولایت کې رامنځته شوې جګړه ییزو ستونزو ته جدي رسیدګي وکړي او دخلکو اندیښنو ته دې د پای ټکی کیږدي.