اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لړم ۳۰ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطوبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د لړم د میاشتې ۱۲

د ختیځ زون یو شمېر مدني فعالانو د هېواد په روانو قضیو او په ځانګړي توګه د ننګرهار ولایت کې د اسلامي پوهنتون د جوړیدو په برخه کې د مشرانو جرګې د رئیس له دریځ نیولو څخه قدرداني وکړه.

په دي ناسته کې چې دوی نن د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار سره درلوده، خپل ملاتړ یې د نوموړي له دریځ څخه اعلان کړه او ویې ویل چې نړیوال پوهنتون باید په مخکې ټاکل شوی ځاي یعنې ننګرهار ولایت کې جوړ شوي او په هغه صورت کې چې دغې موضوع ته پاملرنه ونه شي، په سوله ییزو لاریونونو به لاس پوري کړي او همدا راز دوي د مشرانو جرګې رئیس ته یوه پګړۍ او چپنه هم ډالۍ کړه او په ختیځ زون کې یې د ځونانانو له پاره د کاري زمینو د برابرولو غوښتنه وکړه.


12-Aqrab97-MUL1.JPG

د مشرانو جرګې رئیس د ځوانانو له احساساتو څخه ستاینه وکړه او ویې ویل، د ننګرهار ولسونو هیڅ وخت داسی غوښتنه نه ده کړي چې اسلامي نړیوال پوهنتون دي په یاد ولایت کې ورغول شي بلکې دغه پرېکړه مخکې د حکومت له خوا شوې وه چې د بنسټ ډبره یې په زر جریبه ځمکه کې ایښي وه، نو باید یاد پوهنتون په مخکې ټاکل شوی ځاي کې ورغول شي.

مسلم یار ډاډ ورکړ چې د دی پوهنتو اړوند اسناد او مدارک ژر تر ژره د هېواد جمهور رئیس سره شریک کړي تر څو نړیوال اسلامي پوهنتون د ننګرهار ولایت کې ورغول شي.

دغه راز د مشرانو جرګې رئیس د هېواد ځوانانو ته د کارموندنې د څرنګوالي په اړه رڼا واچوله او ویې ویل، حکومتي ادارو کې د اړو کسانو د جذب ظرفیت د پام وړ محدود دي، اړتیا شته چې کورني او بهرني پانګوال په بیلا بیلو برخو کې پانګونه وکړي تر څو له یوې خوا کورني تولیدات زیات او له بلې خوا کارونو ته د ځوانانو د جذب زمینه مساعده شي.