اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لړم ۲۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر 
د ۱۳۹۷ کال د لړم ۱۲ مه نیټه

د مشرانو جرګې کمېسیونونو نن په بیلا بیلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې، د کابل ښار په دوهمه ناحیې د جاده نادر پشتون په بازار کې له اورلګیدنې څخه خواشیني څرګنده شوه او وویل شول، هټیوال وایی چې د اطفائیې کارکوونکو د ناوخته رارسېدو له امله د سوداګرو او هټیوالو زیاتره مالونه سوځیدلي او یا هم غلا شوي چې باید اړوند چارواکي ځواب وړاندې او د دې تر څنګ ورسره مرستې وشي ترڅو ژر تر ژره دوکانونه ورغول شي او د دوی په واک کې ورکړل شي.

کمېسیون په دې برخه کې پریکړه وکړه چې په دې ورستیو کې په پلازمینه او ولایتونو کې دوکانونه او سرایونه سوځیدلي او د پام وړ مالي زیانونه یې پر ځای پریښي، اړتیا شته چې د کابل امنیه قوماندان، د اطفائیې رئیس، د صنعت او سوداګرۍ خونو رئیس، د افغان ملي بیمې رئیس او د زیانمنو د استازو سره مشورتي ناسته جوړه شي.

12-Aqrab97-Mali.JPG

د کمېسیون د مرستیالې میرمن طیبې زاهدي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې کمیسیون په غونډه کې، د کمېسیون غړو د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د خیرخوا او شاوخوا پرتو مارکیټونو د اورلګیدنې پر څرنګوالي او د اطفائیې او ځینو اړوندو چارواکو پر ناغیړی او د اورلګیدنې پر مهارولو، د ځینو کسانو له خوا د دوکاندارانو او سوداګرو د توکو چور او تالاو دغه راز د دکاندارانو د اموالو د ایستلو پر مهال نوموړو ته د پولیسو له لوري مزاحمت باندې خبرې وشوې او ټینګار وشو چې حکومت دي د قضیې د څیړنې په موخه د پلاوي د ګمارلو ترڅنګ سوداګرو او هټیوالو ته په پور ورکولو سره دوی ته یو ځل بیا د کار لازمې آسانتیاوي برابرې کړي.  

د غونډې په بله برخه کې د کمیسیون غړو په غیر منظم ډول د کابل ښار د برېښنا د پریکون په اړه بحث وکړ، ټینګار وشو چې د بریښنا شرکت چارواکي د لا زیاتو څرګندونو د وړاندې کولو په موخه د کمیسیون په راتلونکي ناسته کې ګډون وکړي.

همدا راز په غونډه کې د ټولنیزو پاڼو د ګټې اخیستو د څرنګوالي او د مبهمو آدرسونو په اړه خبرې وشوې او وویل شول چې باید په ټولنیزو پاڼو کې د مشرانو ملي اوسیاسی شخصیتونو د سپکاوي څخه مخنیوی وشي او مسئول بنسټونه دي د هغو افرادو او اشخاصو د پيژندلو په برخه کې چې د تفرقې او تعصب مسایلو ته لمن وهي، جدي اقدام وکړي.

همدا راز په غونډه کې د تلې د اته ویشتمې نیټې د پارلماني ټاکنو او په یادو انتخاباتو کې د ځینو ستونزو په اړه د بحث ترڅنګ ټینګار وشو چې باید د ولایتي شوراګانو ټاکنې د جمهوري ریاست ټاکنو سره په یوه وخت ترسره شي او ټاکنیز کمیسیونونه نباید د ټاکنو قانون تر پښو لاندې کړي او ټاکنیزو کمیسیونونو ته لازمه ده چې د شته ستونزو په حل کې اقدام وکړي او پرینږدي چې په راتلونکو ټاکنو کې ستونزې تکرار شي.

په پای کې د متقاعدینو د حقوقو د نه ورکړې، د خصوصی اوبو رسولو شرکتونو له خوا د پیرودونکو څخه د زیاتو پیسو اخیستو، د څښاک اوبو څخه ناوړه ګټه اخیستنه او ځینو نورو موضوعګانو په اړه راغلي شکایتونه مطرح او په اړه یې لازمې پریکړې وشوې.

 12-Aqrab97-Rifai.JPG

د میرمن صدیقې بلخي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې، د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک د پلی کیدو د میکانیزم د څرنګوالي په اړه بحث وشو او همداراز د یاد پرېکړه لیک له مخې هڅه کیږي ترڅو د رهبرۍ، پرېکړو مدیریت، سولې او ځواکمنتیا په برخو کې د ښځو ګډون پياوړی کړي.

همدا راز د غونډې په بله برخه کې د هېواد د څلوردېرشو ولایتونو څخه د ښځو چارو ریاستونو د پنځلس تنو رئیسانو د بی برخلیکۍ په اړه بحث وشو او د موضوع په تړاو راتلونکې غونډې ته د ښځو چارو وزیره او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون رئیس راوبلل شول. همدا راز د غونډې په پای کې د نجونو د ښوونځیو په چارو کې د امتیازونو، امکاناتو، وسایلو او نورو مواردو په اړه بحث وشو او په پایله کې پرېکړه وشوه چې د ښځینه لیسو د مدیرانو څخه دې څو تنه د یوې استماعیه غونډې په ترڅ کې راوبلل شي.

12-Aqrab97-Zanan.JPG

د میرمن نفیسې سلطاني په مشرۍ د معلولینو او شهیدانو د پاتي کسانو د چارو د کمیسیون په غونډه کې د هوایی زړه بوږنوونکې پیښې څخه چې په کې د ملي اردو یوې چورلکې سقوط کړی وو، خواشنیی څرګنده شوه او د شهیدانو له پاره د فردوس جنت او پاتي کسانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه او دعاګاني وشوې.

د غونډې په بله برخه کې د معلولیت لرونکو افرادو او د شهیدانو د وارثانو د ملي ادارې د عمومي رئیس د معرفي په موخه د ولسمشر څخه مننه څرګنده شوه او د یاد رئیس څخه وغوښتل شول چې د ګمارنو په برخه کې په خاصه توګه د یادې ادارې د مشرتابه څانګې ته پاملرنه وکړي چې معلولیت لرونکي کسان وګمارل شي . د غونډې په پای کې د معلولیت لرونکو کسانو د ملي ادارې او د شهیدانو د ورثوو د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودجې پر څرنګوالي بحث او خبرې وشوې او وپتییل شوه ترڅو د یادې ادارې رئیس د لړم په څوارلسمه نېټه د کمیسیون په غونډه کې ګډون وکړي .  

12-Aqrab97-Malolin.JPG

د قاري میر حاتم تره خیل په مشرۍ د ولایتی شوراګانوو، خوندیتوب او امتیازونو چارو د کمېسیون په غونډه کې د کنړ ولایت د ولایتي شورا لیک واوریدل شو. په یاد لیک کې راغلي چې د اتو کالو را په دې خوا د اسمار، ناړې او غازي آباد ولسوالیو تګلوری ناامنه شوی او تل مسافرین د نامسئولو کسانو له خوا ځورول کیږي او حتی یو شمیر خلکو په دې لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې باید ورته پاملرنه وشي.

کمیسیون د کنړ ولایت د اوسیدونکو اندېښنې او ستونزې پر ځای وګڼلې او ډاډ یې ورکړ چې موضوع به د اړوندو چارواکوو سره مطرح کړي.

12-Aqrab97-Emtiazat.JPG

د محمد آجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو چارو کمیسیون په غونډه کې، د غور، بادغیس او فاریاب ولایتونو څخه بې ځایه شوي کورنۍ چې د جګړو او وچکالیو له امله په هرات ولایت کې میشت شوي او شمیر یې ۱۱۹۵۴ تنو ته رسیږي، د هوا په سړیدو د بد وضعیت سره لاس او ګریوان دي چې د کمیسیون غړو د پیښو سره د مبارزې د عالي ادارې څخه وغوښتل ترڅو د یادو اړمنو کسانو سره د څښاک د اوبو، خوراکي توکو او نورو موادو په برخه کې مرستې وکړي .

 د غونډې په اوږدو کې د کمیسیون غړو هغه ستونزې چې کوچیان ورسره مخ دي لکه، وچکالي، روغتیایي، اقتصادي، حکومتولي، پوهنه، مالداري، امنیت او ډیریو نورو اړخونو باندې خبرې وکړې او وویل شول کوچیان په کوم قوم او ولایت پورې تړي نه دي حال دا چې په ټول افغانستان پورې ټړي دي او د هېواد په ملي ثبات دغه راز د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لري . وروسته د کمیسیون غړو یاد ګام چې هر وزارت ته دنده سپارل شوې ترڅو په خپله ملي بودجه کې ځانګړې ونډه د کوچیانو د ستونزو د حل لپاره جلا او په ښه توګه یې په مصرف ورسوي او دغه راز د ولسي تړون په برنامو کې د کوچیانو د ونډې د شامیلیدو څخه هرکلی وکړ . په پای کې پر راغلو عرض پاڼو او مکتوبونه بحث ترسره او د اجراآتو په موخه اړوندو مراجعو ته واستول شول .

 12-Aqrab97-Aqwam.JPG

د کمیسیون د مرستیال محمد حسن هوتک په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمیسیون په غونډه کې، د راغلو عرض پاڼو د څیړلو سربیره د څیړنې د عالي ادارې د ریاست رپوټ، د ۱۳۹۵ مالي کال د مقرراتو او قوانینو د څیړنې او رعایتولو په اړه مطالعه د لا زیات تدقیق په موخه راتلونکې غونډې ته وځنډید او دغه راز له مالیې وزارت څخه وغوښتل شول ترڅو د هغو اداراتو چې په رپوټ کې ورته اشاره شوې د دوی د پاته شوو عوایدو د حصول او راټولو په برخه کې  لازمه توجه وکړي .  

 12-Aqrab97-Adli.JPG

د کمیسیون د مرستیالې لیلما احمدي په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو چارو کمیسیون په غونډه کې، د ۱۳۹۸ کال په پسرلي کې د ولسمشریزو ټاکنو د تقویم پر اعلان، د ولسي جرګې د ټاکنو د بهیر پر پړاووهلو او ځینو نورو مواردو خبرې وشوې، د افغانستان د ټولو قشرونو او د ښوونکو په ګډون چې د ټاکنو یاد ملي بهیر یې پای ته ورساوه ستاینه وشوه . د غونډې په بله برخه کې په هیواد کې د سرتاسري سولې د هلو ځلو او د یاد بهیر څخه ملاتړ د سیاسیونو او د سولې د عالي شورا د هڅو څخه قدرداني څرګنده او دغه راز په غونډه کې راغلوعرض پاڼو ته هم رسیده ګي وشوه .   

12-Aqrab97-Farhangi.JPG 

د محمد حنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون په غونډه کې، د ابو ذر سخی یار شرکت د تضمین لاندی جایداد د بیه کولو او تخلیې په اړوند د کابل د تصفیې ریاست د فشار په اړه د بلخ ولایت د منتخب سناتور شکایت د کابل بانک د کمیسیون رئیس محمد نعیم حقمل او د کابل بانک د تصفیې مرستیال سوله مل سره په بحث کې مطرح شو.

دوي د څرګندونو د وړاندی کولو تر څنګ وویل، د جایداد د قیمت ګذارۍ کمیټه د کابل بانک چارواکو له خوا د ستونزې د حل په موخه ګمارل شوې تر څو شکایتونو ته رسیدګي وشي.

د شکایتونو د اوریدو کمیسیون د دواړو لورو د څرګندونو د اوریدو وروسته ټینګار وکړ چې رامنځته شوې ستونزې ته دي د نافذو قوانینو سره سم رسیدګي وشي.

د غونډې په بله برخه کې درېیمه درجه ولایتونو کې د متخصصه ډاکټرانو د نه شتون په اړه د ښځو چارو وزارت د مسلکي پالیسۍ د معین سپوږمۍ وردک او  د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د اداری د عمومي رئیس مسعود ټوخي سره بحث وشو.

چارواکو د څرګندونو د وړاندی کولو تر څنګ وویل، د ښځو چارو وزارت او د اداری اصلاحاتو کمېسیون تل پوهنتونونو کې د ښځینه برخې د تحصیل د دوام او تشو بستونو کې د دوي د ګډون په موخه مناسبې د مناسبو حل لارو د لټولو په کوښښ دي او په دي برخه کې مرکز او ولایتونو کې د پالیسیو د جوړیدو په کوښښ کې دي چې د ښځو د حقه حقوقو څخه دفاع وشي.

12-Aqrab97-Shikayat.JPG 

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي او کورني امنیت چارو کمیسیون په غونډه کې،  د څو میاشتو راهیسې د پولیسو د معاشونو د نه ورکړې ستونزه، د رخصتیو د نه اجرا کیدو، د محبوسینو ستونزې، د تبدیلو په برخه کې مشکلات او ځینو نورو موارد وه چې د توقیف خونو او محابسو د عمومي رئیس، د پیژنتون رئیس او د کورنیو چارو د خاصو قطعاتو د قوماندان سره  مطرح شول . د توقیف خونو او محابسو عمومي رئیس لوی پاسوال عبدالعلیم کوهستاني وویل د تبدیلیو په برخه کې هغه محبوسین چې د بند موده یې تر پنځو کلونو کم وي او په خپله خوښه حاضر و اوسي ترڅو ولایت ته تبدیل شي د دوی په شخصي مصرف یاد کار ترسره کیږي او هغه بندیان چې د بند موده یې تر لسو کلونو کمه وي په وار سره خپلو ولایتونو ته تبدیلیږي؛ دغه راز د ۵۰ بستریز روغتون د رغاونې او صعب العلاجه ناروغانو ته د آسانتیاوو د برابرولو په اړه توضیحات وړاندې او و یې ویل هغه محبوسین چې په اعدام محکوم شوي د قوانینو د کمیټې په غونډه کې د ولسمشر د دوهم مرستیال په مشرۍ پریکړه شوې ترڅو د نوموړو اعدام په حبس تبدیل شي .

د کمیسیون رئیس د رپوټ د اوریدو وروسته د پاسوال کوهستاني څخه وغوښتل ترڅو هغه چارواکي چې په محبس کې د محبوسینو سره ناوړه او تبعیض آمیزه چلند کوي پر نوموړو قانون پلی او د دا ډول اقدامانو مخه ونیول شي .

وروسته د کورنیو چارو د پیژنتون رئیس پاسوال نعمت الله حیدري وویل په یاده اداره کې ډیرې ستونزې شتون لري او څیړنې یې په اړه روانې دي ترڅو یادو ستونزو ته تر یو بریده پاملرنه وشي؛ او په یاده برخه کې یې د کمیسیون د همکاری غوښتنه وکړه نوموړي دغه راز د منسوبینو پر تقاعد، د ځینو پر روټیشن، پیژندلو او د فعاله احتیاط په اړه کمیسیون ته  معلومات وړاندې کړل .   

 12-Aqrab97-Dfai.JPG

/په پای کې د پولیسو د خاصو قطعاتو قوماندان مل پاسوال میراحمد عظیمي د منسوبینو د لاسته راوړنو د فعالیتونو، تشکیل، وسلو، تجهیزاتو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل . 

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابرانو د کمیسیون په غونډه کې، ځینې موضوعات د دولتي مراجعو د خبرونو پر نشرولو، د نشرولو د وخت نه رعایتول، د مشرانوجرګې د کمیسیونونو خبرونو ته نه پاملرنه او ځینو نورو نیمګړتیاوو په اړه د ملي تلویزیون د خبري شبکې له مسؤل سره مطرح شوې . خو په پیل کې د ملي راډیو تلویزیون د عمومي رئیس له نه راتګ څخه نیوکه وشوه او وویل شول په هغه صورت کې چې ملي تلویزیون د مشرانوجرګې د کمیسیونونو د خبرونو د نشرولو لپاره کافي وخت ونلري ښه به وي چې یاد خبرونه د اتو بجو د خبري سرویس وروسته نشر کړي په غیر صورت کې یې ځنډ د منلو وړ نه دي .  

د ملي راډیو تلویزیون د خبرې شبکې مسؤل د ځینو کمیو او کاستیو په منلو سره ژمنه وکړه چې هڅه به وکړي ترڅو پرتو ستونزو ته لازمه پاملرنه وشي .   

په بله برخه کې د مخابراتي خدمتونو د موضوعاتو پر محدودیتونو، د انټرنیټي خدمتونو ټیټوالی، د مشترکینو نه رضایت، د فعالیت د سیمو محدودیتونه، په بیلابیلو سیمو کې د مخابراتي نوو ستنو نصبول په خاصه توګه د ننګرهار ولایت د روداتو او غزني ولایت د مالستان په ولسوالیو کې د افغان تیلیکام او سلام مخابراتي شبکو د مسؤلینو سره تر بحث لاندې راغلې .   

یادو چارواکو په خپلو ځوابونو کې د تدارکاتي اوږد بهیر سربیره زیاته کړه چې د امنیتي ګواښونو سره سره د هیواد په ډیریو سیمو کې د دوی فعالیتونه جریان لري او هڅه شوې ترڅو ټوله آنتنونه فعاله او خلګو ته خدمات وړاندې کړي، او ژمنه یې وکړه هغه آنتنونه چې د تخنیکي ستونزو سره مخ دي ژرترژره به بیاځلي فعاله شي .  نوموړو زیاته کړه په پام کې ده هغه سیمې چې د مخابراتي خدمتونو څخه محروم دي هلته ۵۰۰ نوي آنتنونو نصب شي ترڅو د خدمتونو د وړاندې کولو سربیره د دولت په عوایدو کې هم زیاتوالی راشي .

12-Aqrab97-Mukhabirat.JPG 

په پای کې د روشن او ام ټی ان د مخابراتي شبکو د مخابراتي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې پر پرتو ستونزو  بحث او پریکړه وشوه چې د یادو شبکو چارواکي به د کمیسیون یوې غونډې کې راغلي شکایتونه او اندیښنې ځواب کړي .