اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لړم ۲۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د لړم د میاشتې ۹ نېټه

د مشرانو جرګې کمېسیونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د مولوی غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون په غونډه کې د عدليې وزارت اداری معین د ۱۳۹۷ مالي کال د بودجې د لګښت او د ۱۳۹۸ مالي کال بودجه کې د خپلو اړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، د وزارت له عادي بودجې څخه د روان کال د نهو میاشتو په موده کې ۴۸۴۰۲۹۱۲۲ افغانۍ لګول شوي چې د لګښت فیصدي دوه شپیته سلنه ښیی او د عدلیې وزارت اختیاري او غیر اختیاري پرمختیایي بودجه په ۱۳۹۷ کال کې د تزئیداتو او تنقیصاتو سره چې ترسره شوې د تلې تر پای پورې یې ۵۸ اعشاریه ۴۹ سلنه لګول شوې، نوموړي همدا راز د ۱۳۹۸ کال د بودجې څخه هم یادوونه وکړه او ویې ویل چې د عدلیې وزارت د نوي تعمیر د ساتنې په برخه کې اته څلویښت میلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوې وې خو په خواشینۍ سره د یاد رقم څخه اته ویشت میلیونه لیری شوي او د ټولنیزو چارو معینیت له پاره د بودجې ځانګړتیا چې په دې وروستیو کې د عدليې وزارت په تشکیل کې رامنځته شوی وو او هم هغه امتیازونه چې د مسلکي کارکوونکو له پاره د ۱۳۹۸ کال بودجه کې وو، حذف شوي ، د کمېسیون غړو د عدلیې وزارت د ادراي معین د رپوټ اوریدو وروسته د ۱۳۹۸ مالي کال د بودجې د اړتیاوو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه. د غونډې په بله برخه کې د ۱۳۹۵ مالي کال د  عوایدو قوانینو او مقرراتو د منلو د څیړونو په اړه د څارنې د عالي ادارې ریاست رپوټ مطالعه او وپتییل شوه چې یاد رپوټ دي په راتلونکو ناستو کې تر بحث لاندې ونیول شي.

 9-Aqrab97-Adli.JPG

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون په غونډه کې د هېواد د امنیتي وضعیت ا و د کندهار ولایت د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او عبدالجبار قهرمان د شهادت په اړه خبرې وشوې او وویل شول چې د دوی شهادت په هېواد کې یوه لویه ضایعه ده. د غونډې په بله برخه کې د سردار محمد داوود خان روغتون قوماندان او د پولیسو د درې سوه بستریز روغتون رئیس د خپلو کړنو او کمېسیون ته د راغلو شکایتونو په اړوند څرګندونې وکړې او ویې ویل، د سردار محمد داوود خان روغتون د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د چاودنو او حتی د ملکي خلکو د سملاسي پیښو د درملنې مسئولیت په غاړه لري او یو شمیر هغه ناروغان چې د هېواد په دننه یې د درملنې امکانات نه وي هندوستان او ترکیې هېواد ته د یاد روغتون له خوا لیږل کیږي خو په وخت سره د دوی د لېږد په موخه د الوتکو نه شتون یې خپلې عمده ستونزې یادې کړې، نوموړي د هېواد په اوو زونونو کې د کافي ظرفیتونو او ښي همغږۍ، د غوره خدمتونو وړاندې کول، د مجربو متخصصینو شتون او د ستندردو تعمیرونو له موجودیت څخه یادوونه وکړه او ویې ویل یو شمېر هغه افسران او سرتیري چې روغتیایي وضعیت یې نازک وي د جمهور رئیس له خوا ورسره شاوخوا څلویښت زره ډالر مرسته کیږي، همدا راز د پولیسو د درې سوه بستریز روغتون رئیس هم ناروغانو ته د غوره روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو او خپلو فعالیتونو په اړه څرګندونې وکړي او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د کمیسیون غړو سره شریک کړل چې د کمېسیون له خوا ورسره د همکارۍ ژمنه وشوه.

9-Aqrab97-Dfai.JPG

د کمېسیون د مرستیالې مېرمن طیبې زاهدي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون په غونډه کې د نن سهار ځانمرګې برید چې د څرخي پله د زندان ترڅنګ رامنځ ته شو او له امله یې یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول په کلکو ټکو وغندل شو او شهیدانو ته  فردوس جنت او ټپیانو ته د سملاسی روغتیا هیله وشوه او ټینګار وشو چې کشفي او استخباراتي چارواکي دي د دې برید د طرحه کوونکو د پيژندلو او قانون ته د سپارلو په برخو کې جدي هڅې وکړي.

همدا راز د کمېسیون غړو د تلې د اته ویشتمې نیټې پارلماني ټاکنو کې د تخلف او تقلب پر مواردو د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ روښانه کړه چې ټاکنیز کمېسیونونه دي د هېواد اوسنیو شرایطو او د خلکو ارادو ته په پام کې نیولو سره هڅې وکړي چې ټولو ټاکنیزو شکایتونو او تخلفاتو ته لازمه رسیدګي وکړي او د خلکو رضایت تر لاسه کړي .

ورپسې په غونډه کې د تقاعد خزینې ریاست د کاری اجراآتو په اړه بحث وشو او وویل شول چې راغلي شکایتونه جوتوي چې د تقاعد خزینې عمومي ریاست کې لازم اصلاحات نه تر سترګو کیږي او بیا هم ځینې افراد او اشخاص په یاد ریاست کې لیدل کیږي چې مراجعینو سره ناسم چلند کوي او د خپلو ورځنیو چارو په اجرا کې ځنډ او ناغیړي کوي.

د کمېسیون غړو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مشرتابه څخه وغوښتل ترڅو د تقاعد خزینې عمومي ریاست کې د لازمو اصلاحاتو د راوړلو په برخو کې لا زیاتي هڅې وکړي. دغه راز په غونډه کې د کمېسیون غړو په غیر قانوني ډول د کانونو راویستو، د کانونو قراردادونو د ترلاسه کولو په وخت کې د چاپيریال مسایلو ته د نه پاملرنې، د کانونو او پترولیم وزارت کې د ځینو نورو شکایتونو څخه خپلې اندېښنې وړاندې او په اړه یې لازمې پریکړې ترسره شوې.

9-Aqrab97-Rifai.JPG

د میرمنې لیلما احمدي په مشرۍ د دینی، فرهنګی، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسیون په غونډه کې د راغلو عریضو د څیړلو سربیره د کمیسیون غړو د مشرانو جرګې د دارالانشا د پخواني رئیس محمد کاظم ملوان د مړینې په نسبت خپل د خواخوږۍ مراتب د مرحومي کورنۍ، خپلوانو او پاتي کسانو سره څرګند کړل او د پاک خداي له دربار څخه یې مرحومي ته د فردوس جنت او او پاتي کسانو ته یې د جمیل صبر دعاګاني وکړي.

په بله برخه کې پر ټاکنو کمیسیون او د کابل د څرخي پله پر زندان ځانمرګی برید چې د زموږ یو شمیر بې ګناه هیوادولو د شهادت او ټپي کیدو سبب شو په کلکو ټکو وغندل شو او له امنیتي چارواکو وغوښتل شول ترڅو د ښاریانو د امنیت د ټینګښت په برخه کې لازم اقدامات ترلاس لاندې ونیسي . د غونډې پای کې د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه خبرې وشوې او د ټاکنیزو کمیسیونونو د مشترکې اعلامیې چې د کمیسیونونو غړو د ناپاکو رایو څخه د پاکو رایو پر بیلوالي ټینګار کړی خپل ملاتړ په ډاګه او د یاد ملي بهیر په روڼوالي یې تاکید وکړ .    

9-Aqrab97-Farhangi.JPG

د محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو او قبایلو  چارو د کمېسیون په غونډه کې د څرخي پله د زندان د کارکوونکو د لیږد پر موټر برید چې له امله یې یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو وغندل شوه او د امنیتي چارواکو وغوښتل شول ترڅو د هېوادوالو او ملکي وګړو د امنیت د ټینګښت په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي. دغه راز په غونډه کې د کمېسیون غړو د مشرانو جرګې د دارالانشا د پخواني عمومي رئیس محمد کاظم ملوان د مړینې له امله خپل ژور خفګان څرګند کړل او د مرحوم کورنۍ او پاتي کسانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه او مرحوم ته یې د فردوس جنت دعاګاني وکړې او هم په غونډه کې کمېسیون ته په راغلو عرض پاڼو بحث او د رسیده ګۍ په موخه اړوندو ادارو ته واستول شوې.

9-Aqrab97-Aqwam.JPG

د قاري میرحاتم تره خیل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو چارو د کمیسیون په غونډه کې، د راغلو عرض پاڼو د څیړلو سربیره، د ننګرهار ولایت د ۱۳۹۷ کال د درییمې ربعې کاري رپوټ مطالعه، کار او فعالیتونه یې وستایل شول . دغه راز د غونډې په بله برخه کې په بریالی توګه د ولسي جرګې د ټاکنو د پای ته رسیدو او په یاد بهیر کې د خلګو پر پراخ ګډون خبرې وشوې او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون څخه غوښتنه وشوه ترڅو په تفاهم، پوره همغږۍ او د بې طرفی اصل ته په پام کې نیولو سره ټوله شکایتونو ته په ښه توګه رسیده ګي وکړي او پرېنږدي چې د خلګو پاکو رایو ته د لاسوهنې زمینه برابره شي .

9-Aqrab97-Emtiazat.JPG

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې د هېواد په بازارونو کې د نفتی توکو او اوبلنو ګازو د بیو د لوړیدو په اړه بحث وشو د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د سوداګرۍ خونو او د هېواد د نفتو او ګازو ادارې د ریاست له چارواکو څخه وغوښتل شول تر څو په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او له یو شمېر هغو سوداګرو سره چې د هېواد په بازارونو کې د پلورلو وضعیت څخه ناوړه ګټه اخلي، قانوني چلند وکړي او هم وپتییل شوه چې موضوع دي د کمېسیون په راتلونکې ناسته کې د اړوندو چارواکو سره مطرح کړای شي.

د غونډې په بله برخه کې د جمهوري ریاست مقام د لارښوونې د پلی کیدو په موخه د کابل بانک قضایاوو د څیړنو کمیسیون د اجراآتو د رپوټ په اړه د جمهوري ریاست د چارو ادارې په هکله د یاد کمېسیون د لیک په هکله بحث وشو، وپتییل شوه تر څو د یاد کمېسیون د اجراآتو رپوټ د کمیسیون په راتلونکې ناسته کې تر بحث لاندې ونیول شي.

9-Aqrab97-Mali.JPG

د حاجی محمد حنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اوریدو د کمېسیون په غونډه کې د ریګرېشن شرکتونو د غیر قانوني فعالیت په تړاو د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ او د پنځمې ناحیې د اوسیدونکو شکایتونه چې د سیمې اوسیدونکو ته د مزاحمت او چاپیریال د خرابیدو سبب شوې بحث وشو، د یادوولو وړ ده چې دغه موضوع مخکې هم د کانونو وزارت معین سره مطرح شوې وه د کانونو وزارت چارواکو ویلی وو چې د یادو شرکتونو څخه هیڅ یو یې هم د فعالیت جواز نه لري او څو ځلي د امنیتي چارواکو او په ځانګړې توګه د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ څخه د دې شرکتونو د فعالیتونو د دریدو غوښتنه شوې خو تر اوسه کوم عملي اقدام نه دی شوی چې د یادې غونډې په تعقیب ټاکل شوې وه موضوع د نن ورځې  په غونډه کې د کابل ولایت د والي، امنیه قوماندان، د کانونو وزارت د معین، د کابل د چابیریال  ساتنې او اوبو رسولو رئیسانو په حضور کې مطرح شي چې د کابل د والي او امنیه قوماندان نه راتګ د نیوکې او نه څیړنې سبب شوه خو په غونډه کې د کابل د چاپیریال ساتنې او اوبو رسولو چارواکو د یادو شرکتونو د فعالت د ځنډولو په موخه د کابل د امنیه قوماندانۍ د نه همکارۍ څخه شکایت وکړ او ویې ویل، په کابل ولایت کې ۱۵۹ کانونه شتون لري چې زیاتره یې په غیر قانوني توګه راویستل کیږي، کمیسیون د یادو چارواکو د څرګندونو د اوریدو ترڅنګ پریکړه وکړه ترڅو د کابل والي دغه راز په غونډه کې د کابل ښار د اوومې ناحیې د تخنیکم د نوي سړک د اوسیدونکو شکایت چې مدعي دي یو تن خیر انډېښه هیوادوال چې خپل شخصي ملکیت یې د ښځینوو د صالون د فاتحې اخیستلو لپاره وقف کړې خو د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو د ریاست له خوا چې د ملکیت ادعا یې کوي او  د یاد ملکیت د رغاونې مخنیوی د یاد تخنیکم د ریاست له خوا کیږي، چې یاده موضوع د تخنیکي تعلیماتو د خپلواکې ادارې د ریاست د چارواکو او عارضینو په حضور کې ورباندې بحث وشو چې یادو مسؤلینو په خپلو توضیحاتو کې د موضوع په اړه وویل د ۱۲۴۳ کال را په دې خوا چې د تخنیکم د ادارې اداري ودانۍ له رامنځ ته کیدو تر منازعې لاندې وو چې وروسته یاده ودانۍ د روغتیایي خدمتونو لپاره وقف شوه او د وخت په تیرېدو سره ځینو کسانو د کلینیک ودانۍ ویجاړه او په غصبولو یې لاس پورې کړ .  

چې موضوع د دوسیې د پړاو وهلو وروسته د دولت د قضایاوو او حقوقو د ادارې څخه د څلورمې حوزې ابتدائیه محکمې ته محول شوې چې یادې محکمې د دولت په ګټه د حکم د صدرو سربیره د یاد کلینیک د ودانۍ د ویجاړولو د تاوان غوښتنه هم کړې . کمیسیون د اظهاراتو تر اوریدو وروسته موضوع د اړیکې له پلوه اړوندې محکمې ته محول کړه . د غونډې په پای کې د کابل ښار د محمود خان پله  د ۲۵۰ تنو دکاندارانو او کسبه کارانو ستونزه واریدل شوه او وپتییل شوه چې د کمیسیون راتلونکې غونډې ته د کابل ښاروالی مرستیال، د آسان خدمت ادارې رئیس، د کابل امنیه قوماندان او ډېری مسؤلین راوبلل شي ترڅو اړوندې پوښتنې ځواب کړي .  

9-Aqrab97-Shikayat.JPG

د مواصلاتو او مخابراتو د کمیسیون غونډه د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ جوړه شوه. په غونډه کې چې د اوبو او انرژۍ وزارت معین، د برېښنا شرکت عملیاتي رئیس، د لغمان ولایت د بریښنا آمر او د یاد ولایت یو شمیر مدني فعالانو هم حضور درلود او د یادو ولایتونو د برېښنا ستونزو په اړه یې بحثونه وکړل.

د اوبو او انرژۍ وزارت معین وویل څه موده وړاندې د حصارشاهي پارک د لمریزې سل میګاواټه انرژۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه او د یادو ولایت څلورم سب ستیشن ترانسفرمر پرانیستل شو چې د لمریزي انرژۍ پارک به د خصوصي سکتور له خوا ورغول شي چې د بریښنا د دغې انرژۍ څخه به په لومړي قدم کې صنعتي پارکونه او د نږدې استوګنو کورونه ګټه پورته کړي.

همدا راز ویې ویل، د شلو میګاواټو په ظرفیت د څلورم سب ستیشن ترانسفرمر هم ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او په افتتاح سره به یې د جلال آباد ښار او ترڅنګ ولسوالۍ د بریښنا له وړانګو برخمنې شي او د بریښنا د پریکون کچه به راټیټه شي او شاوخوا اتلس زره نوي ګډونوال به ورڅخه برخمن شي، او دغه پروژه د درې اعشاریه پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت پلي شوي او مالي پیسې یې د افغانستان برېښنا شرکت د پرمختیایی بودجې څخه ورکول کیږي چې د نصب او منتاژ چارې یی په دریو میاشتو کې پای ته رسیدلي او هم د نصب وروسته به ننګرهار ولایت ته د انتقالي بریښنا کچه د شپږ پنځوسو څخه شپږ اویا کیلو واټو ته لوړه شي.

حاضرو چارواکو وویل، د ننګرهار د بریښنا ستونو د تمدید له پاره شپاړس میلیونه ډالرو ته اړتیا ده تر اوسه دغه بودجه ترلاسه شوې نه ده، دوی د ننګرهار او لغمان ولایتونو د بریښنا انرژۍ د ظرفیت د لوړیدو او د دې د عادلانه ویش څخه یادوونه وکړه چې په عملي کیدو سره به یې زرګونه کورنۍ د بریښنا انرژۍ له وړانګو څخه برخمن شي.

د کمیسیون مشر ټینګار وکړ چې حکومت دي ژر تر ژره د ننګرهار ولایت د بریښنا په اړه رامنځته شوې کړکیچ او ستونزې حل  او اړوند چارواکي دي خپلې دندې او مکلفیتونه په سمه توګه ترسره کړي ځکه د میاشتو راهیسې د یاد ولایت بریښنا قطع شوې ده، چې د حاضرو چارواکو له خوا د همکارۍ ژمنه ورکړل شوه.

9-Aqrab97-Mukhabirat.JPG

د اوبو او انرژۍ وزارت معین او ورسره چارواکو همدا راز د غضنفر تولید برېښنا، ګمبیري دښتي د پروژو  او د ژمي په موسم کې د کابل ولایت د برېښنا ظرفیت د لوړیدو، بیلا بیلو ولایتونو کې د برېښنا بندونو د رغاونې د څرنګوالي او د دې بندونو د ډیزاین او سروې، د بیلا بیلو پروژو د عملي کار د چټکتیا په اړه د کمیسیون غړو ته معلومات وړاندې کړل او د کمیسیون د رئیس او غړو پوښتنو ته يې څرګندونې وړاندې کړې.همدا راز د مدني ټولنې استازو په غونډه کې د رابلل شویو چارواکو څخه د بیلا بیلو موضوعګانو په تړاو مشخصې پوښتنې مطرح کړې او یادو مواردو ته یې د دوی د پاملرنې غوښتنه وکړه.