اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لړم ۲۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د لړم د میاشتې ۸ نېټه

د مشرانو جرګې د نن ورځې په غونډه کې د مجلس  یو نوی غړی معرفي او د تحلیف مراسم یې ترسره کړل او د تیفا چارواکو د ولسي جرګې د ټاکنو وضعیت څخه خپل د سترګو لیدلې رپوټ وړاندې کړ.


8-Aqrab97-JAL1.JPG

دغه غونډه چې د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ جوه شوې وه، احمد شاه خان تره کې چې د سناتور الله داد اندړ پرځای انتصاب شوی وو د مجلس غړو ته وپیژندل شو او نوموړي د تحلیف مراسم ترسره کړل.


8-Aqrab97-JAL4.jpg

ورپسې د ( افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ) تیفا رئیس محمد نعیم ایوب زاده د ولسي جرګې ټولټاکنو د څرنګوالي څخه د دغه بنسټ رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، یاد بنسټ د اووه زرو زیاتو ناظرینو په واسطه د تیرو ټاکنو د بیلا بیلو مراحلو څخه څارنه وکړه چې د خلکو ګډون، د ښه امنیت ټینګښت، د بنسټونو څارنیز رول، د نوماندانو ناظرین او د رسنیو د پام وړ فعالیتونه یې کولای شو د ټاکنو له مثبتو اړخونو څخه یاد کړل. خو د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون عملیاتي، مدیریتي او مشرتابه کې يې کمزورتیاوي د ګڼو انديښنو سبب شوې او د ټاکنیزو کمیسیونونو تر منځ ستونزې او نه همغږي هم د پوښتنې وړ موضوع ده او زیاته یې کړه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون باید وخت په پام کې نیولی وای ترڅو د رایو د شمیر په اړه تخنیکی چارې ترسره او شکایتونه هم پرتله شوي وای وروسته یې خپله فیصله صادره کړې وای. نوموړي د ټاکنو د ترسره کیدو مخکې او وروسته د زرګونو کمزورتیاوو او تخطیو د ښکاره کیدو څخه چې ناظرینو د دري دیرشو ولایتونو څخه راټولي کړي وې، یادوونه وکړه او د څیړنو په موخه یې د ټاکنیزو کمیسیونونو سره مطرح کړي دي.


8-Aqrab97-JAL3.JPG

ورپسې د مجلس یو شمیر غړو د ولسي جرګې ټاکنو، د ټاکنیز نظام د سیستم د ښه والي او پیاوړتیا څخه د شته ستونزو د حل لارو د موندلو په موخه یو لړ وړاندیزونه هم مطرح کړل.

د غونډې په آزادو بحثونو کې سناتورانو د ټاکنیزو کمیسیونونو تر منځ د پام وړ ناهمغږیو څخه خپلې اندېښنې څرګندې کړې او ویې ویل، ټاکنیز کمیسیونونه باید خپل کارونه د نافذو قوانینو او کړنلارو سره سم پرمخ یوسی ترڅو پاکي رایې د ناپاکو څخه جلا شي، ځکه د ټاکنو په لاره کې د نویو جدي کمزورتیاوو سربیره، یو شمیر زورواکو د خپلې خوښي وړ نوماند په ګټه پراخ تقلب ترسره کړی دی.

همدا راز په غونډه کې یو شمیر سناتورانو د ارزګان په ولایت کې د یوه غیر مسئول قوماندان حکیم شجاعي د ظلم، ستم او قانون ماتونو څخه یادوونه وکړه او ویې ویل، باید یاد شخص د اړوندو ارګانونو له خوا ګرفتار او د قانون منګولو ته وسپارل شي او په دې برخه کې چپه خوله پاتي کیدل به د ارزګان ولایت د میشتو قومونو تر منځ د اختلافونو سبب وګرځي او هم سناتورانو د افغانستان د سولې بهیر کې د زلمي خلیلزاد د هڅو په اړوند وویل، هر ګام چې د سولې د ټینګښت په اړه پورته شي د ټولو هیوادوالو له خوا یې هرکلی او ملاتر کیږي خو خلک حق لري چې د یاد بهیر د پرمختګ څخه پوهاوی ترلاسه کړي او هم سناتورانو د طالبانو د پخواني رژیم د بانفوذه شخض ملا عبدلغني برادر خوشی کیدل ګټور وګڼل او د سولې د ټینګښت په برخه کې د نوموړي د فعال رول غوښتونکې شول.

همدا راز وویل شول چې په دې وروستیو کې د پاکستان د استخباراتو پخواني رئیس ویلی چې د یاد هیواد دولت د طالبانو ملاتړ کړی او کوي یې چې دغه اعتراف د ترهګرو څخه ملاتړ وګڼل شو، ټینګار وشو چې د امریکا متحده ایالات دي دغه مسله په جدي توګه وڅیړي او په یاد هیواد دي لازم سیاسی او اقتصادي فشارونه وارد کړي ترڅو پاکستان اړ شي د ترهګرو د ملاتړ څخه لاس واخلي.

دغه راز په غونډه کې یو ځل بیا د پکتیکا په ولایت کې د شپنیو ړندو عملیاتو څخه چې د انسانی تلفاتو لامل ګرځیدلې، جدي نیوکه وشوه او له پایلو څخه یې اندېښنه څرګنده شوه او هم د ترینکوټ- کندهار د مواصلاتي لارې د بندښت او یاد ولایت ته د هوایی الوتنو د ځنډیدو څخه اندېښنه څرګنده شوه او د بیځایه شویو لپاره د جاپان هیواد د نویو مرستو څخه قدرداني څرګنده شوه.


8-Aqrab97-JAL2.JPG

 همدا راز په غونډه کې د مشرانو جرګې د دارالانشا د پخواني رئیس محمد کاظم ملوان روح ته دعا وشوه او د دارالانشا د رئیس په توګه د نوموړي د ماموریت په وخت کې د مرحوم ملوان له کړنو او کوښښنو څخه ستاینه وشوه.

د مشرانوجرګې رئیس د بحثونو په جمعبندی کې د سولې په اړه هر راز خبرې د افغانستان د حکومت تر نظر لاندې ګټورې وبللې او و یې ویل د پاکستان هیواد د استخباراتو د پخواني رئیس خبرې زموږ د هیواد په کورنیو چارو کې واضیح او روښانه لاسوهنه ګڼل کیږي او د کلونو را په دې خوا مو ږغ پورته کړی چې پاکستان او ځینې نور هیوادونه تل د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي هر څه یې چې په توان کې وي وضعیت لا ترینګلی کوي چې باید لازم سیاسي او اقتصادي فشارونه پر لاسوهونکو هیوادونو باندې اعمال شي او زیاته یې کړه هیله مندي شتون لري چې د پاکستان له زندانه د ملا عبدالغني ( برادر ) خوشي کیدل او په هیواد کې د سولې په اړه د زلمي خلیلزاد خبرې اترې موثرې تمامي شي .

 د مشرانوجرګې رئیس د تیرو ټاکنو په اړه وویل د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون له دې لپاره رامنځ شوی چې شکایتونو وڅیړي او موږ د ټاکنو له کمیسیونونو غواړو چې پاکې او ناپاکې رایې سره جلا کړي او پرېنږدي ترڅو د خلګو پاکې رایې ضایع شي . د مشرانوجرګې رئیس اړوندو کمیسیونونو ته د ځینو مطروحه مواردو د ارجاع په اړه وویل بیلابیلې آوازې د حکیم شجاعي د روغتیایې وضعیت په هکله شتون لري خو دا ایجابوي چې حکومت نوموړی ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري او زیاته یې کړه شپني عملیات باید په دقیقه توګه ترسره شي او هغه کسان چې د ملکي او بې ګناه کسانو په وژنه لاس پورې کوي مجازات شي او مشرانوجرګه هوډ لري چې یاده موضوع د سبا ورځې د رئیسانو د کمیټې په غونډه کې تر بحث لاندې ونیسي .

په پای کې د مشرانوجرګې رئیس او ډېریو غړو په کابل او میدان وردګو ولایتونو کې د وروستیو ورځو ځانمرګي او چاودیدونکي بریدونه وغندل او ټینګار یې درلود چې باید د یادو حوادثو په مخنیوي کې لازم امنیتي تدابیر ونیول شي د غونډې په پای کې د محمد فیصل سمیع په مشرۍ د کندهار ولایت د سفر د پلاوي رپوټ د سناتور مولوي غلام محی الدین منصف له خوا ارایه شو . په رپوټ کې وویل شول چې پلاوي د شهید ستر پاسوال عبدالرازق خان، شهید عبدالجبار قهرمان، شهید ډګرجنرال عبدالمؤمن حسین خیل او د ملي ټلویزیون د یوه تن کارکونکي د فاتحې د ترسره کولو په موخه ګډون وکړ د نوموړو له کورنیو سره یې غمشریکي څرګنده او د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه

8-Aqrab97-JAL5.JPG .

ورپسې د پلاوي رئیس او غړو د مشرانو جرګې د رئیس او غړو د ډاډګیرنې مراتب د شهید جنرال عبدالرازق او ټولو شهیدانو کورنیو ته وړاندې او د نوموړي شهادت یې یوه نه جبرانیدونکې ضایعه وګڼله او هم د جنرال عبدالرازق او د نوموړي د اتلو ملګرو له سرښندنو او اتلولیو څخه ستاینه وکړه او په نیکۍ یې ورڅخه یادوونه وکړه.