د مشرانوجرګې
مطبوعاتی دفتر
د۱۳۹۷کال
دلړم شپږمه
د ملې شورا د مشرانوجرګې مطبوعاتي
اعلامیه
بسم الله الرحمن الرحیم

د ملې شورا مشرانو جرګې خبر تر لاسه کړی، د
امریکا دمتحده ایلاتو ځینو غړو سپنې ماڼۍ ته وړاندیز کړی چې د ډیورند کرښي تررسمیت
پیژندلو پوري دي، له افغانستان سره مرستې مشروطي شي.
د ملې شورا
مشرانوجرګه دا ډول نفاق او تفرقه
اچونکي وړاندیزونه په کلکه غندي او څرګندوي چې افغانستان یو آزاد او خپلواک هیواد
دی او دسیمي او نړي د ټولو قضایاو او مسایلو کي په وړاندي به د هیواد د لوړو ملي
ګټو په پام کي نیولو سره تصمیم نیسي.
د ملې شورا مشرانوجرګه څرګنده وي، چې د ډیورند
کرغیړنه کرښه د انګریزي استعمار په مهال زموږ په ولسونو تپل شوي او افغان ولس يي
په دوو ټوټو ویشلی، خو د هیواد اتل او زړور ملت د ددي منحوسي کرښې د غزولو له نیټې
راهیسي تر ننه د استعمار په وړاندي تل
پاتي سر ښندني کړي دي.
د ملې شورا مشرانوجرګه اعلاموي چې ددي تپل شوي
کرښي د رسمیت پیژندلو په اړه د امریکا او ځینو دښمنو هیوادونو او کړیو سپارښتني د
افغان ملت لپاره د منلو وړ نه دي او په دی هکله به یوازي او یوازي د کرښي د دواړو
خواو ولسونه پریکړه کوي.
د ملې شورا مشرانوجرګه په داسی حال کي چي دا ډول
پیشنهادونه د افغانستان په کورنیو چارو کي بر بنډه لاسوهنه ګڼي؛ ټینګار کوي چي د ملي وحدت حکومت
دي، د هیواد د باتور او مسلمان ملت د لوړو
ګټو خلاف وړاندیزونو او دي ته ورته هڅو په وړاندي باید خپل جدي غبر ګون ښکاره کړي .ومن
الله توفیق
د مشرانوجرګې رییس
فضل هادي مسلم یار