دمشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر
د۱۳۹۷ کال د تلې ۲۷مه
کندهار کې د وروستي تروریستي برید په اړه د مشرانو جرګې
اعلامیه
دملي شورا د مشرانو جرګې رییس، اداري پلاوی او غړو يي په ډیري خواشینۍ
سره خبر ترلاسه کړ، چې دکندهارد والي په دفترکې د یوه پیچلي تروریستي برید له امله
د یاد ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمومن
حسین خیل شهیدان او د نوموړي ولایت د والي زلمی ویسا په ګډون د امنیتي ځواکونو
څو تنه نور منسوبین هم ټپیان شوي دي.
انا لله وانا الیه راجعون

مشرانو جرګه په داسي حال کي چې ځان په دي ویر کي شریک ګڼي؛ دا ناوړه
او نه بښوونکي جنایت په کلکو ټکو غندي او دلوی الله(ج) له دربار څخه شهیدانو ته
فردوس جنت؛ کورنیو، خپلوانو، امنیتي ځواکونو، د لوی کندهار دیندارو او پتمنو
ولسونو او ټولو افغانانو ته د تسلیت مراتب وړاندی کوي او ټپیانو ته د سملاسي
روغتیا غوښتنه کوي.
مشرانوجرګه باورلري چې د دښمن دا ډول غلچکي بریدونه به د افغانانو عزم
او اراده د هیواد ساتنې،سولې او پرمختګ لپاره نوره هم غښتلي کړي او د لوی احمدشاه
او میرویس نیکه د ټاټوبي سوله پال او زړور ولسونه به د ملي یو والي تر سیوري لاندي
نه یوازي د روانو ټاکنو ملي بهیر بریالی کړي؛ بلکه د افغان ملت د ذلیل او پردي
پاله دښمنانو په وړاندي به، د هیواد سانتي سنګرونو لا پیا وړي کړي او داستخباراتي
کړیو ناوړه او جنایت بښونکې توطیي به شنډي او له خاورو سره خاوري کړي.
مشرانوجرګه ټینګار کوي چې امنیتې ارګانونه اوپه ځانګړي ډول استخباراتي
او کشفي اداري دي، ددي بشري ضد جنایت ټول اړخونه او ابعاد وڅیړي اود پیښي څرنګوالی
دي روښانه او عاملین دی دقانون منګلو ته وسپاري، مشرانوجرګه جنرال رازق او جنرال
حسین خیل د امنیتي ځواکونو داتلو او هیوادپالو افسرانو په توګه پیژندل او د کندهار
او سويلي ولایتونو د امنیت په تامین کې د دوی اتلولۍ او رغنده رول نه هیریدونکی
دی. اروا دي خوشحاله وي.
د مشرانوجرګې رییس
فضل هادی مسلم یار