اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لندۍ ۱۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۷ کال د وږی ۱۷مه نیټه

د مشرانو جرګې د روان کال د اجلاس دویم بهیر د غړو د دوبنیو تعطیلاتو وروسته د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلمیار په مشرۍ د فوق العاده غونډې په جوړیدو سره نن پیل شو.


17-Mizan97-JAL1.JPG

د مشرانو جرګې رئیس په خپلې پرانیستې وینا کې د دوبنیو تعطیلاتو وروسته د سناتورانو بیا ځلی حضور ته ښه راغلاست ووایه او څرګنده یې کړه چې اړوند کمېسیونونه د نن ورځې په ناسته کې خپل کاري پلانونه ترتیب او د روان تقنینی کال په جریان کې د دی پر بنسټ عمل وکړي او زیاته یې کړه سره له دي چې سوله او امنیت د ټولو هيوادوالو غوښتنه ده خو په خواشینۍ سره د هيواد په بیلا بیلو څنډواو په ځانګړي توګه د کابل لویدیځ کې د ترهګرو له خوا پرله پسې خونړۍ پیښې چې انساني ناورین یې رمنځته کړ چې کولای شو د میوند لوبغالي کې د یو شمیر ورزشکارانو او د طلوع تلویزیون د دوو کارکوونکو د شهادت څخه په خواشینې سره یادونه وکړو.

د مجلس رئیس د هېوادوالو د یووالی په ساتلو د ټینګار تر څنګ د وروستیو پیښو شهیدانو ته دعا وکړه او ویې ویل، امنیتي ارګانونه مکلف دي چې د اوسیدونکو د امنیت په ټینګښت کې تدابیر ونیسی او د ټپیانو په درملنه کې روغتیایی چارواکي مقتضی اقدامات وکړي.


17-Mizan97-JAL4.JPG

همدا راز په غونډه کې یو شمیر سناتورانو د شهیدانو اونۍ او د هېواد د ملي اتل احمد شاه مسعود د شهادت د اوولسمې کالیزي څخه د لمانځنې په ا ړه وویل چې د دی ورځې څخه په لمانځنه کې باید د دینی لارښوونو او د هیواد قوانینو سره سم عمل وشي او چاته اجازه ورنکړل شي چې عامه نظم ګډ وډ کړي او حکومت هم مکلف دي چې د شهیدانو اونۍ او عاشورا ورځو د لمانځنو مراسمو د امنیت په ټینګښت کې لازم امنیتی تدابیر ونیسی.

دغه راز سناتورانو په هيواد کې د غور، غزنی، فراه او ځینو نورو سیمو امنیتی وضعیت ناوړه وګڼه او ویې ویل، د هېواد وینې څښونکې دښمن د کابل لویدیځ کې د استوګنې سیمو کې د سیستماتیکو او تروریستی بریدونو په ترسره کولو سره غواړي د هیوادوالو تر منځ اختلاف رامنځته کړي چې هیڅکله به خپلو شومو مو ته ونه رسیږي ځکه د هیواد یو بل سره ورونه ولسونه د د ښمنانو د ناپاکو موخو څخه ښه پوهاوي لري او اړتیا شته چې د وینې څښوونکو ویره اچوونکو پر وړاندې په قوي ارادي سره جدی مباره وشی ځکه نور د خلکو صبر او حوصله پاي ته رسیدلي او امنیتی چارواکي چې د اساسی قانون له مخې د هيوادوالو د امنیت په ټینګښت کې مکلفیت لري یا دي د خلکو امنیت ونیسی او یا دي هم خپلې څوکۍ پریږدي او خلک دي نه اړباسی چې خپله وسلو ته لاس کړي او د ښار او هیواد حالات لا کړکیچن کړي.


17-Mizan97-JAL2.JPG

د مجلس غړو وویل، د امنیتی مناسبې طرحې د وړاندی کولو او د کابل- واشنګټن او کابل- ناټو تر منځ د امنیتي تړونونو د پلي کیدو د ځانګړتیا په موخه باید د ملی یووالی حکومت مشران او د هېواد د ملي امنیت شورا سره بشپړ او مفصل بحثونه وشی او هر وخت چې امریکا او ناټو نه شي کولاي یا نه غواړي د اړوندو امنیتی تړونونو ذکر شوي مواد پلی کړي باید په اړوند له سره هر اړخیز غور وشي.

د چین سفر کې د فضل هادي مسلمیار لاسته راوړنو څخه یادونه، د افغانستان او جنوب آسیا پر وړاندې د ډونالد ټرامپ د امنیتی ستراتیژي نه بریالیتوب، د امنیتی ځواکونو د عملیاتو په جریان کې د لغمان ولایت کې د یوولسو ملکي وګړو د شهادت د علل او عواملو په څیړنه ټینګار، د ارګ اداره کې د واکونو تمرکز څخه نیوکه او ځینو نور مسایل وو چې مطرح شول.


17-Mizan97-JAL3.JPG

د غونډې په پاي کې د مشرانو جرګې رئیس یو ځل بیا د هېواد امنیتی وضعیت ته اشاره وکړه او د اندېښنې وړ یې وګڼلې او څرګنده یې کړه چې د ریسانو کمېټه کې به د هېواد امنیتی سکتور مشرتابه سره د غونډو جوړولو د څرنګوالي په ا ړه بحث او خبری اتری وشي.

د مجلس رئیس د شهیدانو اونۍ او د هېواد د ملي اتل د شهادت د اوولسمې کلیزې د رارسیدو له امله د شهیدانو کورنیو ته ته ډاډګېرنه ورکړه او د امنیتی ځواکونو یې وغوښتل تر ځو د دي ورځې څخه د لمانځې په لړ کې غوره تدابیر ونیسی او زیاته یې کړه چې اړتیا شته د شهیدانو اونۍ مراسمو څخه د دینی لارښوونو او ښه توګه لمانځنه وشي او ټولو شهیدانو او د دوی پاکو هیلو ته درناوی وشي نه دا چې ځینې خلک د قانون خلاف کړنو باندی لاس پوري او خلکو ته ستونزې وزیږوي او د بی نظمیو د رامنځته کیدو په صورت کې باید د امنیتی ځواکونو له خوا د متخلفو افرادو مخه ډپ شي او هر هغه څوک چې په بلوا لاۍ پوري کوي د قانون منګولو ته دي وسپارل شي.

17-Mizan97-JAL5.JPG