اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لندۍ ۱۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د تلې د میاشت ۱۶

د مشرانو جرګې ځینو کمېسیونونو نن په بیلا بیلو موضوعګانو بحثونه او غونډې وکړي.

د مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون په غونډه کې د اوسپنې پټلۍ(ریلی کتیف) نړیوال حمل و نقل کنوانسیون په اړه بحث او د کمیسیون د غړو له خوا تائید شو.

 همدا راز د غونډې په بله برخه کې د مشرانو جرګې د نایب منشي له خوا اصلاحي پیشنهادي طرح چې د هېواد د ټاکنیزو، امنیتی او سیاسی کړکیچونو څخه د وتو په موخه ترتیب شوې وه، مطالعه او وروسته تائید شوه.

د غونډې په پاي کې د ټولټاکنو چارو کې د دیموکراسۍ بنسټ د لاسوهنې او د خوښې وړ نوماندانو څخه د دغه بنسټ د ملاتړ په اړه د نوماندانو شکایتونه وڅیړل شول او پریکړه وشوه تر څو د ا قتصاد وزارت واکمن استازی او د دې بنسټ رئیس دې د کمیسیون په یوې غونډه کې څرګندونې وکړي.

 16-Mizan97-Adli.JPG

د الحاج محمد حنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون په غونډه کې د پغمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د شپي له خوا د ډزو په اړه د خلکو پرله پسی شکایتونه چې د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو اندیښنې یې راپارولي د پغمان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د مرستیال په حضور، بحث کې مطرح شو چې نوموړي د ځینو اوسیدونکو د خوښیو په مراسمو کې د خپلسرو ډزو او نورو خپلسریو د منلو تر څنګ زیاته کړه، په دې وروستیو کې یې دغه موضوع د یادې ولسوالۍ د ټولنیزي سراسري شورا سره شریکه کړي چې له دې وروسته به د خپلسریو پر وړاندي پریکنده ګامونه واخلي.

نوموړي د بیلګې په توګه د کلي د یو ملک د نیولو څخه نوم واخیست چې نن شپه یې په خپل سر ډزې کړې وې.

د نوموړي د څرګندونو له مخې د کابل امنیه قوماندانۍ هم د امنیتی پلوه د دې ولسوالۍ زیانمنیتا ته په پاملرنې سره د عملیاتي پلان د طرحې په کوښښ کې دی چې ژر تر ژره به اجرا ته وړاندي شي.

کمېسیون د نوموړي د څرګندونو د اوریدو تر څنګ د امنیتی چارواکو د جدي او قانوني کړنو څخه پریکنده ملاتړ وښود او زیاته یې کړه چې د سیمې د امنیت ټینګښت او د جنایی جرمونو او نورو تخطیو مخنیوی د خلکو د ملاتړ او همکاریو د جلب پرته شونې نه دي او کمېسیون د کابل د امنیتی ټیم نوی سیاست چې په ولس یې د پام وړ تکیه وهلې، وستایه او د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ دامنیه قوماندان مرستیال سره یې د کانونو وزارت د چارواکو له خوا د جدي څارنې د نه شتون او چاپیریال ساتنې د ککړتیا په اړه د ځینو ریګریشنونو د خپلسرو کړنو په اړوند راغلي شکایتونه مطرح کړل، وپتییل شوه تر څو په راتلونکې ناسته کې دغه موضوع د کانونو وزارت د معین او د یاد وزارت د اړونده رئیس په حضور کې مطرح شي.

همدا راز د غونډې په بله برخه کې د بی اسناده او یو کیلي موټرو د یو شمیر مالکینو د شکایت موضوع د کابل ترافیکو مدیریت د اړونده برخې د آمر په حضور مطرح شوه چې نوموړي د یادو موټرو د قانوني ثبت او راجستر د پروسیجر د وړاندې کولو تر څنګ زیاته کړه، د وزیرانو شورا د ۸۹ ګڼه پریکړې له مخې د افغانستان لاس نقلیه موټرو مالکینو یواځي شپږ میاشتي وخت درلود تر څو خپلې موټري ثبت او راجستر کړي چې د یادې مودې د پوره کیدو وروسته د یادو موټرو د ثبت له پاره کوم مهلت نه شته.

همدا راز د غونډې په وروستۍ برخه کې د کابل ولایت د چهارآسیاب ولسوالۍ د خلکو د امنیت د ټینګښت په برخه کې د یادې ولسوالۍ د امنیه قوماندان عبدالباری باقي زوی د فعالیتونو او کړنو څخه ستاینه او قدرداني وشوه، او پریکړه وشوه تر څو نوموړی د کمیسیون په یوې راتلونکې غونډه کې تقدیر کړاي شي.

16-Mizan97-Shikayat.JPG

د میرمنې صدیقې بلخي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې په هېواد کې د سولې د ټینګښت او ټاکنو د جوړیدو په اړه بحث او وویل شول چې د افغانستان خلک د هرې هغې پریکړې څخه چې د سولې د ټینګښت له پاره د بنسټونو، سیمه ییزو هېوادونو او نړیواله کچه وي قدرداني کوي، ځکه د جګړو دوام خلک ستړي کړي او د سولې ټینګښت یې اساسي اړتیا ده.

د کمېسیون غړو زیاته کړه، اړتیا شته چې د سولې په خبرو اترو کې د ښځو رول ته پاملرنه وشي او د دې بهیر په بیلا بیلو برخو کې د دوی د تجربو څخه ګټه واخیستل شي او هم په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په موخه د یو شمیر هېوادنو له هڅو او د ترهګرو تر فشار لاندي راوړلو څخه چې د ملګرو ملتونو سازمان دری اویایمه عمومي ناسته کې پری بحث وشو، په نیکۍ یادونه وشوه.

 د غونډې په بله برخه کې د ټولټاکنو د ملي بهیر د امنیت د لا ټینګښت او په دې بهیر کې د روڼوالي په اړه بحث او وویل شول چې دغه موارد به سبب شي تر څو خلک خپل تللې باور بیا ترلاسه او په په ټولټاکنو کې پراخ ګډون وکړي، همدا راز په ټولټاکنو د ښځو رول او حضور هم د اهمیت وړ وګڼل شو چې ښځې په خپل حضور سره کولای شي د حکومت مشروعیت او د کړنو کچه لوړه کړي او هم د ملي یووالی د پیاوړتیا او د سیاسی نظام د ستنو د ټینګښت سبب ګرځي.

16-Mizan97-Zanan.JPG

د میرمنې نفیسی سلطاني په مشرۍ د معلولینو او شهیدانو د پاتي کسانو د چارو د کمېسییون په غونډه کې د کمېسیون د کاري پلان او ولایتي څارنیزو پروګرامونو په اړه بحث او پریکړې وشوې.

د غونډې په بله برخه کې د ۱۳۹۳ څخه تر ۱۳۹۶ کلونو تر منځ د معلولینو او شهیدانو د وارثانو د حقوقو او امتیازونو د نه ورکړې، کارموندنې، تعلیم، لوړو زدکړو او روغتیا په برخو کې د معلولینو ستونزې وڅیړل شوې او په اړه یې بحثونه وشول او پریکړه وشوه چې د کمېسیون غړي دي خپل سفرونه په خپل ټاکلي وخت ترسره کړي.

په پاي کې د  عدلیې وزارت کې د معلولینو او شهیدانو د وارثانو بنسټونو د ثبت او راجستر د څرنګوالي په برخه کې بحث او پریکړه وشوه چې د یاد وزارت د ټولنیزو سازمانونو د انسجام رئیس دې د تلې د درویشتمې نیټې د دوشنبې ورځې په غونډه کې د موضوع په اړوند څرګندونې وړاندې کړي.

 16-Mizan97-Malolin.JPG

د انجنیر احمد جاوید روف په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون په غونډه کې د هر یو ډاکټري نسیمي، ډاکټر زینب او انجنیر عبدالعزیز نومو ستونژ او شکایتونه چې په دي وروستیو کې هېواد ته راستنې شوي او د بیکارۍ او استوګنې کور د نشتوالي شکایت لري واوریدو شو او د راتلونکو اجرااتو په موخه د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت او د افغانستان د علومو اکاډمي ته ولیږل شوه او له دي ادارو وغوښتل شول تر څو د دوي ستونزو ته د درسید ګي په ا ړه د خپلو اجرااتو د څرنګوالي څخه د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو کمیسیون په جریان کې وساتي.

 16-Mizan97-Bio.JPG