اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لندۍ ۱۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتې دفتر

   د۱۳۹۷ کال د تلي دمیاشتې ۱۷مه

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار، نن دیو شمیر  ولسوالانو شکایتونه واوریدل.

په دي ناسته کې دوی دخپلو کړنو د یادولوترڅنګ وویل، چې موږ د اداري اصلاحاتو د پروسي له لاري او د جمهوري ریاست له منظورۍ سره سم دهیواد په مختلفو ولسوالیو کې د ولسوالانو په توګه ګمارل شوي یو؛ خو په دي وروستیو کې حکومت تصمیم نیولی،  په هغو ولسوالیو او ریاستونوکې  چي یو شخص پنځه کاله دنده ترسره کړي وي؛ اعلان ته دي وسپارل شي اوزیاته يي کړه چي  په دي ډله کي ځیني ولسوالان چي د کارموده يي له پنځو کلونو څخه کمه ده، هم اعلان ته ورکړ شوي دي.

17-Mizan97-MUL1.JPG

وروسته دمشرانوجرګي رییس په خپلو خبرو کي وویل چي د دولتي کارکونکو ټاکنه او تبدیلۍ، د نافذه قوانینو په پام کې نیولو سره د حکومت له صلاحیتونو څخه دي او د مشرانوجرګې د تلي دمیاشتي د پنځلسمي نیټي په عمومي غونډه کي هم په دي موضوع باندی بحث تر سره شو او غونډي دتقنینی، عدلي او قضايي چارو کمیسیون ته دنده وسپارله چي یاده موضوع دي له اړونده چارواکو سره د نافذه قوانینو او مقررو په رڼا کي وڅیړي او رپوټ دي عمومي غونډی ته وړاندي کړي، چي پدي هکله به مجلس دحکومت له وړاندي شویو دلایلوڅخه وروسته خپل دریځ روښانه کړي.