اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د تلې ۲۴ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د تلې پنځلسمه نیټه

د مشرانو جرګې د رییس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د یادې جرګې د یکشنبې ورځې په غونډه کې د آزادو بحثونو سربیره، د پنجشیر ولایت څخه د دیني، فرهنګي اوپوهنې چارو دکمېسیون د پلاوي رپوټ وړاندې شوې.

15-Mizan97-JAL1.JPG

د غونډې په آزادو بحثونو کې یو شمیر سناتورانو د ولسي جرګې د ټاکنو د جوړیدو په مهال د بایمټریک دستګاو څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه خپلې نظریې وړاندې او ویې ویل، اړتیا شته چې دټاکنو خپلواک کمېسیون هغه اندېښنې چې د دې دستګاه څخه د ګټې اخیستنې په اړه شتون لري، حل کړي او خلکو ته ډاډ ورکړي تر څو رای ورکوونکې د تلې د اته ویشتمې نېټې په ټولټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي او هم دې حکومت په ټول هېواد کې د نوماندانو د ټاکنیزو مبارزولپاره ډاډمن امنیت تامین کړي، ځکه په دې وروستیو کې یوه ټاکنیزه غونډه په ننګرهار ولایت کې د ترهګرو له خوا موخه وګرځول شوه، چي له امله یې څوتنه شهیدان اوټپیان شول، او هم تیره شپه د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د رییس عبدالعزیز آریایی په کور باندې څو لاسي بمونه غورځول شوي دي.

همداراز په غونډه کې د ښوونکي د نړیوالې ورځې له امله د هېواد ټولو ښوونکو ته مبارکي وویل شوه، خو د ښوونکو له پاره د استوګنې نمرو د وېش او نورو اړتیاو دحل په لاره کې  د چارواکو په تشو ژمنو نیوکې وشوې، ټینګار وشو چې باید د ښوونکو د ژوندانه وضعیت ته لازمه او اساسي پاملرنه وشي.

دغه راز سناتورانو په هېواد کې د ناامنیو د پراخیدو له امله  خپلي اندېښنې په ډاګه کړې  او څرګنده یې کړه چې په تازه ګی د میدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ د ترهګرو لاس ته ولویده او حتی د کابل ولایت ځینې څنډې له ګواښ سره مخ دي چې باید امنیتی او دفاعي ارګانونه د ویره اچوونکو له شتون څخه د سیمو د پاکولو او امنیتی وضعیت د ښه والي په موخه اړین تدبیرونه  ونیسی.

همدا راز په غونډه کې د رسنیو د رپوټ پر بنسټ یادونه وشوه، د هرات دګاونډیو ولایتونو بیځایه شوې کورنۍ چې د دې ولایت په یوه کمپ کې ځای په ځای شوي د څښاک د اوبو، غذايي موادو، کیږدیو او روغتیایی خدمتونودنشتوالي له امله سختې ستونزې لري او حتی ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړ شوي چې دا حالت یو ټولنیز ناورین دی، باید مسئول ارګانونه ژر تر ژره له بیځایه شویوکورنیو سره اړینې مرستې وکړي.

15-Mizan97-JAL2.JPG

همدا راز وویل شول چې حکومت دنافذو قوانینو خلاف غواړي د ولسوالانو او د ریاستونو بستونه چې یو شخص په کې د پنځو کلونو زیاته دنده ترسره کړي وي، اعلان ته وسپاري چې په دې تړاو تقنینی، عدلي او قضایی چارو کمیسیون ته دنده ورکړل شوه چې د اړوندو چارواکو سره دا موضوع وڅیړي او رپوټ دې غونډې ته وړاندې کړي.

  ددموکراسۍ په نامه یو بنسټ باندې نیوکه؛چې په ټولټاکنو کې لاسوهنه کوي اود اړوندو ادارو له خوا د دوی د فعالیتونو په څیړنه ټینګار، ادارو کې د مجازاتو او مکافاتو د اصل په پلی کیدوتاکید، د سوداګرو د ستونزو په حل ټینګار چې ویل کیږي زرګونه موټره مالونه یې د هېواد په پولو کې بند پاتي دي، د نیمروز ولایت کې د پولیسو ځواکونو دتلفاتو څخه خواشیني، د نورستان ولایت د مندول ولسوالۍ د یوه سړک د رغاونې د څرنګوالي په اړه دمواصلاتو او مخابراتو کمېسیون کې د ټولګټو وزارت د معین د نه قناعت ورکوونکو څرګندونو څخه یادونه او د یاد ولایت د کارګرانو د حقوقو نه ورکول، د بدخشان ولایت د سرو زرو کان او د سرپل ولایت د بلخاب د مسو د کان د استخراج  قرارداد د لاسلیک په څیړنه ټینګار چې ویل کیږي د قانون خلاف ترسره شوې او ځینې نور موارد وو چې په غونډه کې مطرح شول.

د مواردو د یوې برخې په جمع بندۍ کې د مشرانو جرګې رئیس د ښوونکي د ورځې له امله مبارکي وویله او له حکومته یې وغوښتل تر څو د هېواد د ښوونکو جدي اړتیاو ته لازمه رسیدګي وکړي او ددوي د ژوندانه وضعیت د ښه والي له پاره عملي پروګرامونه په لاره واچوي.

فضل هادي مسلم یار د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د رئیس په کور برید پر آزادۍ او ډموکراسۍ برید وګاڼه او د غندلو تر څنګ یې ټینګار وکړ چې حکومت باید د ټاکنیزو کمېسیونونو د چارواکو د امنیت د ټینګښت په موخه لازم او کوټلي ګامونه پورته کړي او هم یې زیاته کړه چې د ټولټاکنو خپلواک کمېسیون دې د بایومتریک ځانګړتیا څخه د کار اخیستو د څرنګوالي په اړه د رامنځته شویو اندیښنو په اړه خلکو ته وضاحت وړاندي کړي تر څو خلک لا زیات ډاډ ترلاسه کړي او د ټاکنو بهیر کې په پراخه کچه ګډون وکړي.

د مجلس رئیس د هېواد د روان حالت د ښه والي په اړه د غړو د طرحې د نهایی کیدو څخه هم یادونه وکړه او ویې ویل، دغه طرحه به د حکومت له مشرانو سره شریکه کړي تر څو د شته ستونزو له پاره د حل لاري وپلټل شي.

فضل هادي مسلم یار د خبرو په ترڅ کې روښانه کړه چې اوسني حالت د افغانستان خلکو ته اندېښنې رامنځته کړي او دا د حکومت د مشرتابه مسئولیت دی چې په اوسنیو شرایطو کې داسی عمل وکړي چې له یوې خوا د هېواد ګټې له خطر څخه وژغورل شي او له بلې افغاستان د هېوادونو د ناسالمو سیالیو ډګر ونه ګرځي، همدا راز یې څرګنده کړه چې نباید یو شمیر کړۍ او سیمه ییز هېوادونه د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره زموږ هېوادوال انديښمن کړي او د جګړې د دوام سبب شي، نوموړي د خلکو او سیاسیونو څخه وغوښتل چي ددښمنانو هر ډول فریبونه درک کړي او خپل یووالی دې وساتي.

د غونډې په بله برخه کې لومړي نایب محمد علم ایزدیار سوله د خلکو اساسی اړتیا وګڼله او ویې ویل، باید د تلپاتي سولې له پاره پروګرامونه د خلکو د غوښتنو سره سم او په ښه توګه اجرا شي؛ خو په خواشینۍ سره د پاکستان ناسم او ناوړه سیاست د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د خرابیدو لامل ګرځیدلې چې باید په دی سیاستونو کې مثبت بدلونونه راوستل شي.

د مجلس لومړي نایب وویل، د ملي شورا دواړو مجلسونو د امنیتی تړونونو په اړه نظریې درلودې او له هغه ځایه چې په اوسنیو شرایطو کې د هېواد ګټې زیانمني شوي او زموږ د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی، باید پدې تړونونو باندې بیا کتنه وشي او د هېواد په قضایاو کې د امریکایانو او نورو ښکیلو اړخونوسره بحثونه او خبرې اترې وشي.

15-Mizan97-JAL3.JPG

د مجلس نایب د حکومت وغوښتل تر څو د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د کاری مصئونیت په اړه د قانون سره سم اقدام وکړي او په ولایتونو کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو شته اندیښنو ته د پای ټکې کیږدي، همدا راز اړوندو کمېسیونونو ته دنده وسپارل شوه تر څو په دې اړوند او د دموکراسۍ په نوم بنسټ د فعالیتونو د  څرنګوالي او د هېواد د سوداګرو ستونزې له اړوندو چارواکو سره وڅیړي.

په پاي کې د کانونو قراردادونو د تړلو څخه چې په دي وروستیو کې په واشنګټن کې لاسلیک شوي وویل، داسی آوازې دي چې دا قراردادونه د قانون سره په ټکر کې لاسلیک شوي او باید د کانونو او پترولیم وزارت چارواکي د مجلس په ځانګړي کمېسیون کې د یادو قراردادونو په اړه هر اړخیزې څرګندونې وکړي.

په پای کې د پنجشیر ولایت څخه د دینی، فرهنګي او لوړو زدکړو د چارو دکمېسیون رپوټ د کمېسیون د مرستیالې لیلما احمدي له خوا وړاندې شو چې تفصیل به یې د کمېسیونونو دخبرونو له لارې خپور شي.