اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د تلې ۲۴ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د تلې د میاشتې ۱۴

د مشرانو جرګې کمېسیونونو نن په بیلا بیلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د میرمنې صدیقي بلخي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې د کمېسیون غړو د ابو علي سینا بلخي دری سوه شپیته بستریز حوزوی روغتون د افتتاح او د زون فعالانو سره د کتنې او دولتی ادارو کې د ښڅو د حضور په اړه د هېواد د جمهور رئیس اقداماتو څخه قدرداني څرګنده کړه. د غونډې په بله برخه کې دولتی ادارو او خپلواکو ریاستونو کې د ښځو او ماشومانو د زورونې د منع قانون د پلي کیدو د میکانیزم د څرنګوالي په اړه هر اړخیز بحث وشو، وپتییل شوه چې حکومتي اداري دي په خپلو ادارو کې د ښځو  او ماشومانو د زورونې د منع کمیټو د جوړیدو څخه کمېسیون په لیکلي ډول ډاډمن کړي.

14-Mizan97-Zanan.JPG 

د کمېسیون د مرستیال محمد عثمان رحماني په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون په غونډه کې د افغانستان خلکو سره د اروپا اتحادیې د شل میلیون یورويی بشردوستانه مرستو څخه قدرداني څرګنده کړه او یادې مرستې یې په اوسنیو شرایطو کې چې افغانستان له وچکالۍ سره مخ دي، پرځاي او مناسبې وګڼلې او د اړوندو ادارو څخه وغوښتل شول تر څو زیانمنو له پاره د دی مرستو د ویش په اړه بشپړه همغږي شتون ولري تر څو کومه نیمګړتیا ونه لیدل شي. او هم د حکومتي چارواکو څخه وغوښتل شول چې د سعودی عربستان او عربی متحده اماراتو هېوادونو څخه د زیاتو مرستو د جلب په برخه کې کوښښ وکړي.

14-Mizan97-Bio.JPG 

د قاری میر حاتم تره خیل په مشرۍ د ولایتی شوراګانو، مصئونیت او امتیازونو د کمېسیون په غونډه کې د اوسپنې پټلۍ د نړیوال حمل او نقل کنوانسیون په اړه خبرې او د بحث پاتي برخه راتلونکو ناستو ته وغځول شوه. د غونډې په بله برخه کې څرګنده شوه چې د روان کال د تلې په اته ویشتمه نېټه د ملي شورا د ولسی جرګې ټاکني جوړیږي، اړتیا شته په شرایطو برابر هېوادوال په دي ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي او خپل ملي دین ادا کړي.

د غونډې په پاي کې د لغمان ولایت ځینو څنډو کې د نړیوال ائتلاف ځواکونو او د هېواد د کورنیو ځواکونو له خوا ړندې بمبارۍ چې د پراخو ځاني او مالي تلفاتو سبب شوې، خبرې وشوې او ټینګار وشو چې باید د دا ډول بریدونو مخه ونیول شي او د عملیاتو په وخت دي د کامل دقت څخه کار واخیستل شي.

14-Mizan97-Emtiazat.JPG 

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون په غونډه کې د ملي دفاع وزارت پیژندوال تورنجنرال عبدالوکیل او د یاد وزارت د ځینو نورو منسوبینو له کړنو څخه د تقدیر لیکونو په ورکولو سره ستاینه وشوه.

خو د غونډې په پیل کې د ملي دفاع وزارت پیژندوال د خبرو په ترڅ کې وویل، د ملي دفاع وزارت پلان لري چې د امنیتی ګواښونو د حل په موخه یوه نوی قول اردو رامنځته کړي او زیاته یې کړه چې د  غویی د میاشتې راهیسې په دي دنده ګمارل شوې او په همدې موده کې یې د پنځلسو زرو زیات بریدملان او یو شمیر افسران به مناسبو بستونو کې ګمارلي دي. نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د ملي اردو شهیدان د درناوي وړ دي او د دوي د په وخت حقوقو د ورکړي په موخه د میرمنو څخه یوه کمیټه په پیژنتون کې جوړه شوې او د شهیدانو د اسنادو په طی مراحلو بوختي وي تر څو د شهیدانو حقوق د دوی وارثانو ته په ټاکلي وخت ورسیږي او د دوي د ستړیا څخه مخنیوي وشي. کمیسیون د نوموړی د څرګندونو په اوریدو سره روښانه کړه چې ځینې اړوند مسایل دي د کمېسیون په یوې ناسته کې د ملي اردو لوی درستیز او نورو اړوندو چارواکو سره شریک کړاي شي تر څو حل لاري یې وموندل شي.

14-Mizan97-Dfai.JPG 

د کمېسیون د مرستیالي طیبې زاهدي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون په غونډه کې  کمیسیون غړو د تلې د یارلسمې د ښوونکې د نړیوالې ورځې له امله ټولو ښوونکو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، په داسی حال کې له دي ورځې څخه لمانځه کیږي چې زموږ ښوونکې د خپل قدم د حقوقو د نه ورکړې، لوړ بست ته د نه ارتقا، د ښوونکو د ښارګوټو نه ویش او رغاونې، د میاشتیني امتیاز کمښت، د اضافه بست په پلمه هر کال د ګڼ شمیر ښوونکو د برطرفۍ، ښوونکو له پاره پلازمینه او ولایتونو کې د ظرفیت لوړیدو د مرکزونو د نشتوالي، په ټاکلي وخت د دوی د میاشتینو معاشونو د نه رسیدو او ځینو نورو مواردو په ګډون ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د کمېسیون غړو ټینګار وکړ چې د پوهنې وزارت دي د ښوونکو د ستونزو د حل په برخه کې هر اړخیزې هڅې وکړي او ددی ستونزو څخه د وتو په موخه دي مناسبی طرحې ترلاسه لاندي ونیسی. دغه راز د کمیسیون غړو د ښوونکو او د ښوونکو ځایګاه ته د درناوي د نه کولو په برخه کې د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو له پاره د ښوونکې د ورزې څخه د لمانځنې په پلمه د ځینو نوماندانو د ګټې اخیستنې په هکله نیوکه وکړه، د پوهنې وزارت له مسئولینو یې وغوښتل تر څو د دا ډول مواردو مخه ونیسی او د دا ډول اشخاصو سره قانوني چلند وکړي.

د غونډې په بله برخه کې راغلو عریضو ته د رسیدګۍ سربیره، روغتیایی خدمتونو وړاندي کولو کې د ستونزو او په ځانګړي توګه غیر ضروری معایناتو ته د ناروغانو د لیږد، روغتیایی مرکزونو کې د بی کیفیته او کم کیفیته درملو د شتون او ځینو نورو مهمو موضوعګانو څخه یادونه او انديښنه څرګنده شوه، وپتییل شوه چې د کمیسیون پلاوی دي په نږدي راتلونکې کې د خصوصی روغتیایی مرکزونو څخه لیدنه وکړي.

14-Mizan97-Rifai.JPG 

د محمد نادر صفري په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې د مالیې وزارت د ګمرکونو چارواکو پالیسیو او لارښوونو کې د بدلونونو په نسبت د هېواد بندرونو کې د لسګونو زرو کانتینري مالونو د توقف موضوع په بحث کې مطرح شوه. کمیسیون په دي برخه کې د اندېښنې د څرګندولو تر څنګ روښانه کړه چې دغې مسلې منفی اغیزی پر ځای پریښودي او باید ژر تر ژره چارواکي د یادې موضوع حل لاري وپلټي او دي ستونزې ته د پاي ټکې کیږدي او د دی تر څنګ وپتییل شوه چې د ماليې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین دي یوې ناستې ته راوبلل شي.

14-Mizan97-Mali.JPG 

د حاجي محمد حنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د ا وریدو د کمیسیون په غونډه کې د ډاکټر ګل محمد رسولي شکایت د ملي امنیت د لسم ریاست مرستیال او نورو ا ړوندو چارواکو سره مطرح شو. نوموړي وایی چې د روان کال د زمري په ۳۱ نېټه هغه وخت چې د جمهوری ریاست لومړي مرستیال له بهره هېواد ته راتله، په تروریستی پیښه کې د نوموړي ورور او ساتونکې شهید او د دی شته وسلې ورکې شوې چې باید دغه موضوع تر څیړنې لاندي ونیول شي.

یادو چارواکو د څرګندونو د وړاندی کولو تر څنګ وویل، یادې پیښه کې د دی اداری د پرسونل د پنځلسو تنو د ټپي کیدو او دوو تنو د شهادت سربیره ګڼ شمیر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي وو چې د کمیسیون د مکتوب د راتګ سره سم دغه موضوع د پیښې د سیمې ټیم اړوند مدیرانو سره شریکه شوې خو تر اوسه کوم معلومات نه دي ترلاسه شوي خو د کابل د ملي امنیت د پنځلسمې حوزې د آمریت د چارواکو د څرګندونو سره سم د پيښې د ځاي څخه یو میل وسله ترلاسه شوي او د راتلونکو اجرااتو په موخه د کابل امنیت ریاست ته لیږل شوې. کمیسیون د یا دو چارواکو د څرګندونو د اوریدو تر څنګ په دي ډول حالاتو د امنیتی او استخباراتي ځواکونو په همغږۍ ټینګار وکړ او پریکړه یې وکړه چې موضوع دي په راتلونکو ناستو کې د کابل د ملي امنیت رئیس سره وڅیړل شي.

د غونډې په بله برخه کې د ښځو چارو او کار او ټولنیزو چارو وزارتونو معینانو او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې اداري اړوندو ریسانو د ځوانانو او په ځانګړي توګه ښځینه برخې له پاره د کاری فرصتونو د نشتوالي او د اړوندو ادارو د لمس وړ نه اجرااتو په اړوند خبری او بحثونه وشول.

یادو چارواکو په خپل وار سره زیاته کړه، ښځینه برخې له پاره د کاري فرصتونو د زمینو برابرول د امنیتی وضعیت سره مستقیمه اړیکه لري، څرنګه چې دم ګړۍ هیڅ یوه متخصصه میرمن حاضره نه ده چې په لیری ولایتونو کې دنده ترسره کړي، ټول متقاضیان په مرکز کې د تقرر غوښتنه کوي خو په مرکز کې د جذب ظرفیت د پام وړ کم دي خو زیاته یې کړه چې ټولو دولتی بستونو کې د ښځینه برخې د جذب په موخه پنځه نمري د مثبت تبعیض په موخه ښځینه برخې ته په پام کې نیول شوي او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره په هر ولایت کې د ټولنیزو چارو یو بست تاسیس کړي چې په دی بستونو کې د تقرر لومړیتوب ښځینه برخې ته ورکړل شوې دي، کمیسیون د یادو چارواکو د څرګندونو د اوریدو تر څنګ پریکړه وکړه تر څو د یادو چارواکو د حضور سربیره د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د اداری مشرتابه هم راوبلل شي او د کارا او ګټوري طرحې په اړه بحث او خبری اتری وشي.

 14-Mizan97-Shikayat.JPG

د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمیسیون په غونډه کې د ښځو چارو وزارت د مسلکي پالیسۍ د معین، د څارنې او همغږۍ د آمر او د جیلونو او توقیف خانو د اداری مرستیال په حضور سره د یاد وزارت د حمایوي مرکزونو ریاست د راستول شوي رپوټ په ا ړه بحث وشو.

په پیل کې د محبس ا توقیف خانو اداری مرستیال وویل: د ښځینه وو محبس او توقیف خانه د دوو بلاکو په منځ کې په موقتي ډول فعالیت لري او د ۱۷۶ تنو ښځینه زندانیانو او تورنو په شمیر په کې ساتل کیږي او پنځه څلویښت تنه بندیاني په کې د جمهوری ریایست د مقام د فرمان په اساس د مذهبي او ملي ورځو په مناسبتونو بخښل شوي دي او پنځلس ت نه یې د کورنی او خپلوانو د نه شتون له امله د ښځو چارو وزارت د امن کور ته معرفي شوي دي او زیاته یې کړه چې د محبوسینو د سالم مصروفیت په موخه د یوې موسسې په مرسته د تعلیم القرآن، انګليسی، سواد زدکړي، کامپیوټر، بیک ګنډل، مري وبدل، غالۍ وبدل او کالو ګنډلو په برخو کې روزنه ورکول کیږي چې د قرارداد په تکمیل سره یې فعالیت ځنډیدلې او د پروژې د بیا پیل له پاره هڅې رواني دي.

نوموړي په ناعلاجه ناروغیو د اخته او ډیر عمر لرونکو ښځو بندیانو د نشتوالي څخه ډاډ ورکړ، خو ویې ویل چې لسګونه تنه په ناعلاجه ناروغیو اخته او د زیات عمر لرونکې نارینه زندانیان په بندي خانو کې شتون لري چې په خواشینۍ سره په دي برخه کې د مسئولو ارګانونو له خوا پریکړه نه ده شوې.

14-Mizan97-Adli.JPG 

ورپسې د ښځو چارو وزارت معین د خبرو په ترڅ کې زیاته کړه، د هرات، کندهار او بامیانو ولایتونو زندانونه د هغو جیلونو له جملې څخه دي چې د ښه امکاناتو څخه برخمن دي او هغه زندانونه چې د کمو امکاناتو او نامناسبو ځایونو لرونکې دي، د بدخشان، تخار او کابل ولایتونو څخه دي.

د غونډې په پاي کې د اوسپنې پټلۍ د نړیوالو حمل او نقل کنواسیون په اړه بحث وشو او د موضوع په ا ړوند لازمې پریکړې وشوې.