اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د تلې ۲۴ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۷ كال د تلې ۱۲ مه نېټه

د ښوونکي د نېکمرغه ورځې په ویاړ د ملي شورا د مشرانوجرګې د مبارکۍ پيغام :

بسم الله الرحمن الرحیم

12-Mizan97-Payam.jpg

د ملي شورامشرانوجرګه د تلې د مياشتې د ديارلسمي نېټې د ښوونکې د نيکمرغه ورځې له امله ټولو ګرانو ښوونکو ، استادانو او زده کوونکو ته مبارکي وايي او دوى ته د لوي خداى (ج) له دربار څخه د ديني او فرهنګي ارزښتونو په رڼا کې د هېواد د بچيانو د سالمي روزنې په لاره کې د لا زياتو برياليتوبونو هيله کوي .

د ملي شورا مشرانوجرګه د پوهنې د کمي اوکيفي ودې په لاره کې د حکومت د لنډ مهالو او اوږد مهالو پروګرامونو د تدوين او تحقق څخه ملاتړ کوي او د دې غوښتنه کوي چې دهيواد د پوهنې د کمي او کیفي وړتیا دلوړولو له پاره دي ګټوري مادي اومعنوي زمينې برابرې شي .

مشرانو جرګه ته دا د اندېښنې وړ ده چې دهيواد يو شمير ښوونکي د لږو حقونو په ترلاسه کولو سربېره په ناوړه امنيتي شرايطو کې ژوند کوي اوځينې هم دعلم او فرهنګ د دښمنانو له خوا په شهادت رسول کيږي او يا هم ښوونځي ويجاړ او تړل شوي دي، او په نا امنو او جګړه ځپلو سيموکې درسي نصاب په بشپړ اوميتوديک ډول نه دى تطبيق شوى ، ښوونځي يې تړل شوى اويا هم سوځول شوي دي، چې له بده مرغه دغه ماشومان د ښوونې او روزنې له نعمت څخه بې برخې پاتي شوي او دافغانستان د بېرحمه دښمنانو ښکار کيږي.

مشرانو جرګه له حکومت او د پوهنې وزارت څخه غوښتنه کوي تر څو د ملي شورا هغه طرحې او سلامشورې چې د ښوونکو له پاره د سيمه ييز معاش د ټاکلو او د استوګنې نمرو د وېش په برخو کې د پوهنې وزارت ته وړاندي کړي دي، په متوازنه توګه عملي کړي. ومن الله توفیق

د مشرانو جرګې رئيس

فضل هادي مسلم يار