اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لندۍ ۱۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۷ کال د  تلې ۱۱ مه

د مشرانو جرګې کمیسیونونو نن په بیلا بیلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د کمیسیون د مرستیالي میرمنې طیبې زاهدي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون په غونډه کې د کرهڼې وزارت د ساتل شویو سیمو او طبیعي ذیرمو د رئیس، د کابل ښاروالۍ د اتمې ناحیې د رئیس، د اتمې حوزې د آمر او د کول حشمت خان د آمر په حضور سره د کابل ښار د حشمت خان کول سیمه کې د ستونزو په اړه بحث وشو.

په پيل کې د کرهڼې وزارت د ساتنې سیمو رئیس د یاد کول د تاریخچې په اړه معلومات وړاندی کړل او ویې ویل:‎ دغه سیمه د ۱۹۱ هکتاره جریبه ځمکې په مساحت د کابل ښار جنوب لویدځه برخه کې موقعیت لري چې د تاریخ په اوږدو کې د ملي او سیمه ییزو شاهانو او حکمرانانو د ښکار ځای وو او دغه سیمه د چاپیریال ساتنې له نظره د ځانګړي اهمیت څخه برخمنه ده. همدا راز په دي سیمه کې د اوبو شتون د ښار د ځمکې لانداي اوبو او د سطحي اوبو په تقویه کې او د چاپیریال ساتنې او د کابل د آب هوا په برخو کې مهل رول لري. نوموړي د حشمت خان کول کې د اړوندو ستونزو او غصب شویو ځمکو د بیا ترلاسه کولو په اړه د جمهوری ریاست د عالي مقام د حکم د تحقق موندو او د دی کمیسیون د پخوانۍ پریکړې په اړه هم مفصل توضیحات وړاندي کړل.

همدا راز د اتمې ناحیې رئیس وویل، د رواني اونۍ په لړ کې د دی ناحیې شاوخوا سل تنه پرسونل د کول حشمت خان سیمې د پاکولو په موخه ګمارل شوی چې تر اوسه یوسلو شپیټه مترمکعبه کثافات راټول او انتقال شوي او دغه بهیر دوام لري. ورپسې د امنیتی حوزې آمر د یادې سیمې د ښه امنیت نیولو په موخه د تیاریو د څرګندولو تر څنګ وویل، ټول امنیتی پرسونل ته لارښوونه شوی چې تل یاده سیمه تر خپلې څارنې لاندي ونیسی او هیچاته دي اجازه نه ورکوي چې له دي وروسته په دي ملکیت تعرض وکړي، خو چارواکو د ځمکې اداري له خوا د سیمې د بشپړي نه تصفیې څخه یادونه وکړه، زیاته یې کړه چې د ځمکې ادارې په دی برخه کې اقدام او د کول حشمت خان سیمه دي د کول آمریت په واک کې ورکړي، اړونده اداری دي په خپل وخت ا جراات وکړي.

د غونډې په پاي کې د کمیسیون غړو د کول ملکیت د نه تثبیتیدو، سیمه کې د اوړي فصل او خزان لومړيو کې د اوبو د نشتوالي، د سیمې د اوسیدونکو له خوا د خاورو او کلکو کثافاتو غورځول، د ملکیت د لا غصب په موخه د سړکونو او فرعي سړکونون د شتون، د مستان لښتي په اوږدو کې د کثافاتو ګڼه ګوڼه چې د کول سیمې داخل کې د اوبو د بندیدو سبب ګرځي، د کول شمال لویدیځه هسیمه کې د خپلسرو غرفو ځای پرځای کول، د کول دننه ته د استوګنې کورونو د فضوله اوبو ورتګ او ځینې نور موارد د سیمې د ستونزو څخه یاد کړل، او په دی برخه کې د خلکو د اندیښنو د څرګندولو تر څنګ کاری استقامتونو کې د چارواکو له خدمتونو او کوښښونو څخه قدرداني څرګنده شوه او زیاته یې کړه چې د ځمکې اداره مکلفه ده تر څو ژر تر ژره د حشمت خان کول تصفیه کړي او هم پریکړه وشوه چې د کورنیو چارو وزارت دي د د وو پوستو د جوړیدو پوري د سیمي د امنیت په موخه د پولیسو یو شمیر ځواکونه سیمه کې وګماري او د کابل ښاروالۍ د ت نظیف ریاست دي د کثافاتو د انتقال په موخه یو شمیر موټول د اتمې ناحیې په واک کې ورکړي او مسئوله اداري دي په سیمه کې د خپلو اجرااتو بشپړ رپوټ کمیسیون ته وړاندي کړي.

11-Mizan97-Rifai.JPG 

د حاجی محمد حنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون په غونډه کې د کابل ښار د امنیتی لسمې او نولسمې حوزو د آمرینو په حضور کې  دولسی جرګې د یوه وکیل د خپلوانو او ساتونکو له خوا د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ د وګړنیزی شورا د یوه غړي د وژنې او د دوي د ملکیتونو د غصب په ا ړه د یادې شورا د یو شمیر غړو شکایت په بحث کې مطرح شو.یادو چارواکو د معلوماتو د وړاندي کولو تر څنګ وویل چې د ادعاو جزایی برخه د اړوندو ا دارو له خوا تر بحث لاندی نیول کیږي او حقوقی اړخ یې د کابل والي د دفتر په منځګړیتوب د شنبې په ورځ د دواړو خواو د ناستي په جوړیدو او اسنادو په شتون څیړل کیږي. کمیسیون د عارضینو د قناعت د ترلاسه کیدو او د موضوع د حل او فصل بهیر په چټکتیا د ټینګار تر څنګ امنیتی ځواکونو ته دنده وسپارله تر څو دواړو خوا سره د بی طرفي په ساتلو د نافذو قوانینو له مخې اجراات وکړي.

د غونډې په بله برخه کې د غور ولایت د فیروز کوه ښارګوټي د څو تنو اوسیدونکو شکایت د پوهنې وزارت د املاکو او مالي ریسانو سره مطرح شو. دوي وایی چې د دغې ولایت د غلمین سیمې د لس خونیز ښوونځي د رغاونې پروژه کې يې د عمر خیل ساختماني شرکت سره کار کړي خو د یاد شرکت چارواکي د پنځو کالو راهیسي دوي ته پیسي نه دي و رکړي. د پوهنې چارواکو د څرګندونو د وړاندی کولو تر څنګ د یاد شرکت سره د قرارداد د فسخې څخه یادونه وکړه او ویې ویل چې یوازي د شرکت د تضمین پیسي وزارت سره پاتي دي. د کمیسیون غړو د چارواکو د څرګندونو په اوریدو سره پریکړه وکړه چې د پوهنې وزارت دي د عارضینو د قناعت د ترلاسه کیدو او د یاد شرکت څخه د دوي د پیسو د ترلاسه کولو پوري د تضمین شویو پیسو د بیا ورکړي او تامیناتو څخه مخنیوي وکړي.

 11-Mizan97-Shikayat.JPG

د عبدالطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړوزده کړو چارو کمیسیون په غونډه کې، د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د یوه نوماند د ټاکنیز کمپاین په مراسمو کې ځانمرګۍ برید چې له کبله یې زموږ ۲۱ تنه بې ګناه هیوادوال شهیدان او د ۴۰ تنو په شاوخوا کې ټپیان شول په سختو ټکو د غندنې ترڅنګ شهیدانو ته فردوس جنت او ټپیانو ته بشپړه روغتیا او زیانمنو کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه وشوه . د غونډې په بله برخه کې په هیواد کې پر تحصیلي او ښوونیزو چارو په خاصه توګه د لوړوزده کړو خصوصي عالي موسساتو، لوړوزده کړو او پوهنې وزارتونو پر عمومي ښوونیز وضعیت خبرې وشوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول . د غونډې په پای کې د مجلس د عمومي غونډې د پریکړې پر بنسټ دي په ولایتونو کې د ښوونکو پرتې ستونزې وڅیړل شي او د اړوندو چارواکو سره په همغږی دي د حل لارې ور ته ولټول شي .

 11-Mizan97-Farhangi.JPG

د محمد رحیم حسن یار په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمیسیون په غونډه کې د اترا اداری چارواکو او د روشن، اتصالات، افغان بیسیم او ام ټی ان مخابراتي شرکتونو چارواکو د غزني ولایت په ښار او کلیو کې د مخابراتي خدمتونو د ستونزو په اړه څرګندونې وړاندې کړي او ویې ویل د پنځوسو زیات مخابراتي سایټونه په یاد و لایت کې د جګړو له امله زیانمن شوي او لمنځه تللي او شرکتونه نه شي کولای د حکومت د همکارۍ پرته د نوی سایټ پروژې پیل کړي، دوي په غزني کې د امنیتی لوړ ګواښ څخه یادونه وکړه او ویې ویل که چیری د ناامنیو مخه ونه نیول شي امکان شته مخابراتی سایټونه د دښمنانو له خوا وسوځل شي. کمیسیون د چاراواکو د څرګندونو د اوریدو وروسته وپتییله چې د اترا اداری او مخابراتي شرکتونو مسئولین دي په دي موخه طرحه ترتیب او جمهوری ریاست ته دي وړاندي کړي تر څو ژر ترژره دي ستونزې ته لازمه رسیدګي وشي.

دغه راز په غونډه کې د نورستان ولایت د مندول ولسوالۍ د دویم لاټ پروژې په اړه د ټولګټو وزارت مالي او اداری معین او د آن آر هي پی پروګرام رئیس، د یادې ولسوالۍ ولسوال او د یادي ولسوالۍ د خلکو د استازو په ګډون سره بحثونه وشول او وپتییل شوه چې موضوع د عمومي غونډې د پریکړې پر بنسټ د ریسانو کمیټي ته  ولیږل شي.

11-Mizan97-Mukhabirat.JPG 

د مولوی غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمیسیون په غونډه کې د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون د تعیناتو بورد اجراایه رئیس او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې اداری ولایتی رئیس د پنځه ویشت تنو ولسوالانو د شکایت په اړه چې بستونه یې آزادي سیالۍ ته وړاندي شوي، څرګندونې وړاندي کړړي او ویې ویل چې د قانون حاکمیت د عالي شورا مصوبی او د  اداری فساد پر وړاندی د مبارزي او ملکي خدمتونو پر بنسټ یو شمیر هغه بستونه چې متصدیان یې د کمو تحصیلاتو(دولسم پاس) او یا هم د رشتي خلاف وي ژر تر ژره به د آزادي سیالۍ له لاري اعلان ته وسپارل شي، دوي زیاته کړه چې د دویمو واحدونو د اجرااتو او د خدمتونو د وړاندي کولو د ښه والي په موخه د کلیدی، عایداتي او پرمختیایی ادارو واحدونو د ریاستونو بستونه چې د خدمت له مودي یي پنځه کاله اوړي، د دندو د لایحې په تعدیل سره د سی بی آر پر نتایو مبتني د ظرفیت لوړیدو پروګرام له لاري اعلان ته وسپارل شي او همددا راز د ولایتونو د یو شمیر ریاستونو بستونو څخه د خدماتو یو شمیر بستونو ته د ښاریانو د مساویانه لاسرسي د تامین او خدمتونو د ښه والي په موخه چې د اوسنیو متصدیانو د خدمت موده د اوو کالو زیاته وي، د دندو د لوایحو د تعدیل وروسته رقابتي ازموینې ته ورکړل کیږي او اوسنی متصدیان کولای شي د شرایطو د تکمیلیدو په صورت کې رقابت کې ګډون وکړي خو د کامیابۍ په صورت کې دوي نه شي کولای په عین ولایت کې په کار وګمارل شي.

 11-Mizan97-Adli.JPG

د میرمن صدیقې بلخي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمیسیون په غونډه کې، د تلې ۱۳ مه د هیواد د ښوونکو ورځ چې نوموړي خپلې دندې په میړانه او صداقت سره ترسره کوي مبارکي وویل شوه او ټینګار وشو ترڅو اړونده چارواکي د ښوونکو د ستونزو د حل لپاره خپل لازم او مقتضي اقدامات ترسره کړي . د غونډې په بله برخه کې د ننګرهار ولایت د کامې  پر ولسوالۍ ځانمرګۍ برید چې زموږ یو شمیر بې ګناه ملکي هیوادوالو په یوه ټاکنیز کمپاین کې سره راټول شوي وه شهیدان او ټپیان شول د خواشینۍ د څرګندولو ترڅنګ ټینګار وشو چې حکومت باید د ټولو هیوادوالو د امنیت په ټینګښت کې په خاصه توګه د ټاکنیزو ټاکنو د کمپاینونو مراسمو ته پاملرنه وکړي . د غونډې په پای کې د مشرانوجرګې اصلاحي طرح چې  د ټاکنیزو، امنیتي او سیاسي کړکیچونو څخه د وتلو په اړه وه مطالعه شوه .  

11-Mizan97-Zanan.JPG 

د انجنیر احمد جاوید رووف په مشرۍ د بهرنیو چارو د کمیسیون په غونډه کې، د ترکیې هیواد د ویزې په اړه د هیوادوالو ستونزې د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعات او کلتور وزارتونو او د افغان ملي بیمې شرکت له چارواکو سره بحثونه ترسره شول . د کمیسیون غړو د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو ته دنده وسپارله ترڅو په دې برخه کې د همکاریو د جلب او د ترکیې د ویزې په بیه او نورو مصرفونو په اړه د یاد هیواد د سفارت له باصلاحیته چارواکو سره په کابل کې ملاقات وکړي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه وغوښتل شول تر څو هغه خصوصي شرکت چې د ترکیې د ویزی د طی مراحلو مسئولیت په غاړه لري او د یاد شرکت د فعالیت جواز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت صادر کړي باید تل د یاد شرکت د فعالیتونو څخه څارنه وکړي.

11-Mizan97-Bio.JPG 

د کمیسیون د مرستیالي میرمن روشن آرا الکوزۍ په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو د چارو د کمیسیون په غوڼده کې د مجلس د غړو د وړاندیز طرحې په اړه چې د هېواد د سیاسی، امنیتی او ټاکنیز وضعیت د ښه کیدو په موخه یې مشخصي او هر اړخیزه نظریې وړاندي کړي وي بحث او یو لړ پیشنهادونه مطرح شول.

د غونډې په بله برخه کې د ننګرهار ولایت د کامی ولسوالۍ کې د پرون ورځې ځانمرګي برید چې د څوارلسو تنو د شهادت او یوڅلویښتو وطنوالو د ټپي کیدو سبب شو، په کلکو ټکو وغندل شو او د قربانیانو کورنیو سره د ډاډګیرنې د څرګندولو تر څنګ د امنیتی چارواکو څخه وغوښتل شول تر څو د ټاکنیزو راټولیدو  د امنیت د ټینګښت په موخه هڅې وکړي او هم له نوماندانو وغوښتل شول تر څو د خپلو مبارزو په وخت کې امنیتی چارواکي په جریان کې ونیسی.

11-Mizan97-Aqwam.JPG