اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لندۍ ۱۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د تلې ۱۰مه

د مشرانو جرګې د سه شنبې ورځې په عمومي غونډه كې چې د جرګې د لومړي نايب محمد علم ايزديار تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، د قانون د تعديل د يوې طرحې پر تصويب سربيره، د كابل ښاروالۍ اړوندو مسوولينو د خپلو كړنو په اړه د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وويل.

10-Mizan97-JAL1.JPG

په غونډه كې د مالي چارو او عامه لګښتونو ادارې د قانون د ځينو مادو د تعديل او ايزاد طرحه چې د مشرانو جرګې په كميسيونونو كې څيړل شوې وه، د ملي اقتصاد، مالي او بودجې كميسيونونو د مرستيال او غړو له لوري وړاندې او د رايو په اكثريت تصويب شوه.

د غونډې په بله برخه كې سناتور محمد رحيم حسن يار او طيبې زاهدي د ځانګړو كميسيونونو په استازيتوب او د جرګې يو شمير نورو غړو د ښاروالۍ د سرپرست او ددې ادارې د تنظيف له رئيس څخه د پډولې د ښارګوټي د پلانونو د نه عملي كيدو، د روان كال د پروژو د كار د پرمختګ د څرنګوالي، د ناقانونه لوړپوړو ودانيو د نه مخنيوي، د عوايدو د راغونډولو، د ښار پاكوالي ته د نه رسيدګۍ، د شنو ساحوکمښت، د وزيراباد د كانال د جوړيدو د څرنګوالي، په ګومارنو كې  فساد، د شخصي ځمكو استملاك، د كابل په ښار کې ترافيكي ګڼې ګوڼې، د حشمت خان ډنډ خونديتوب ته نه پاملرنه، او يو شمير نورو مسايلو په اړه خپلې پوښتنې مطرح كړې.

ورپسې د كابل ښاروالۍ د مالي اداري چارو مرستيال او سرپرست احمد شعيب رحيم پوښتنو ته د ځوابونو د وړاندې كولو پر مهال په تير كال او روان كال كې ديادې ادارې د عوايدو زياتوالي ته په اشارې سره وويل، د كابل ښاروالۍ قانون مسوده چې اوسنيو اړتياوو ته ځواب ويونكې ده، د بشپړيدو په حال كې ده او ډيره ژر به د تصويب په موخه ملي شورا ته واستول شي، نوموړي زياته كړه، د كابل ښار د پډولې پروژې تداركاتي پړاوونه بشپړ شوي او تر راتلونكې يوې مياشتې پورې به يې د سړك د جوړيدو چارې پيل شي، نوموړي په كآبل ښار كې اړمنو خلكو ته د يادې پروژې د درېيم فاز د ويش ډاډ هم وركړ. 


10-Mizan97-JAL2.JPG

دكابل ښاروالۍ مرستيال د لاس پلورنكو لپاره د ځايونو د ټاکلو، د حشمت خان ډنډ د ساتنې، د زمان خان كلا د شپيته متره سړك د جوړيدو، د كابل ښار په دروازو كې د ودانيو او سړكونو د جوړيدو، د كاركوونكو او كارګرانو د ګومارنې، د اراضۍ ادارې له لوري په غير پلاني سيمو كې د قبالو د وركړې او يو شمير نورو مسايلو په اړه معلومات وړاندې او ويې ويل، د ترافيكي ګڼې ګوڼې د له منځه وړلو په موخه د كابل ښار د سراى شمالي او بګراميو نساجي په سيمو كې د چټك بسونو(ميترو بس) د سړكونو پر جوړيدو كار روان دى او ددې بسونو د پيرلو اسناد د ملي تداركاتو په كميټه كې دي. نوموړي دغه راز زياته كړه، د ودانيو په ځانګړي ډول لوړ پوړو ودانيو د كنټرول او څارنې او د كابل ښاروالۍ د عوايدو د ترلاسه كيدو په موخه له كورنيو چارو وزارت سره خبرې اترې روانې دي، څو د كابل ښاروالۍ په تشكيل كې په همدې موخه ځانګړي پوليس رامنځته شي.  

 ورپسې د كابل ښاروالۍ د تنظيف رئيس احمد بهزاد غياثي د خپلو خبرو په ترځ كې وويل، د كابل ښار د وزير اباد كانال د جوړيدو چارې په چټكۍ سره روانې دي او هڅه كيږي چې د ژمي له رارسيدو وړاندې د كورنيو چارو وزارت پورې د يادې پروژې چارې بشپړې شي. نوموړي زياته كړه، د ځمكې د سر د اوبو د مخنيوي په موخه همدا مهال په بيلا بيلو ناحيو كې د ويالو د پاكولو چارې روانې دي، څو په راتلونكې د ځمكې پر سره اوبو له امله كابل ښاريان له ستونزو سره مخ نه شي.

نوموړي د كثافاتو د ليږد او د كثافاتو د پاكولو په خاطر د تنظيف ادارې د وړتيا د لوړیدو يادونه وكړه او ويې ويل، دغه اداره اوسمهال په ورځ كې ۲۳۰۰ټنه كثافات له ښاره بهرباسي او د ښار د پاك ساتلو په موخه به ډير ژر د ښار په بيلا بيلو برخو كې زر دانې كثافت دانۍ ځاى پر ځاى كړي. هغه وويل، دې ادارې د كوڅه ډبو سپيو د عقيم كيدو او د هغو د واكسين كيدو په موخه وړ تدابير نيولي دي.

د خبرو په پاى كې د جرګې رئيس د كابل ښاروالۍ له هلو ځلو څخه د مننې څرګندولو ترڅنګ وويل، د كابل ښاروالۍ چارواکې بايد د ښاريانو د شكايتونو او غوښتنو په اړه د مشرانو جرګې د ځانګړو كميسيونونو په غونډو كې ګډون وكړي او په دې اړه شويو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې كړي.

10-Mizan97-JAL3.JPG

د غونډې په ازادو بحثونو كې يو شمير سناتورانو په افغانستان كې د جګړې د خصوصي كيدو او د بلك واټر كمپنۍ ته د جګړې د سپارلو طرح له زغم څخه وتلې وبلله او د ولسمشر له دريځ څخه يې چې دا طرح يې رد كړې ده، مننه وكړه. 

دغه راز د جرګې غړو پر شپنيو خپلسرو عملياتو د سختې نيوكې ترڅنګ، په ډاګه كړه چې د هيواد امنيتي ځواكونه دې د استوګنې په سيمو كې د پوځي عملياتو پر مهال د خلكو د ځان او مال د ساتنې په موخه جدي دقت او پاملرنه وكړي.

  د رايې وركولو مركزونو ته د بايمتريك دستګاوو پر ليږد ټينګار، د كابل – كندهار پر لويه لار د امنيت د نشتوالي،د روغتيايي پرسونل د نشتوالي له امله د زندانيانو د ستونزو او په زندانونو كې د روغتيايي خدمتونو پر وړاندې كيدو ټينګار،  د دموكراسۍ په نوم د يوه بنسټ پر كړنو نيوكې او ددې بنسټ په اړه پر څيړنو ټينګار، د جنرالانو د تقاعد، د پاكستان د علماوو د ناستې د غندنې په اړه پر طالب ترهګرې ډلې نيوكه او يو شمير نور مسايل مطرح شول.

د مطرح شويو مسايلو په جمع بندۍ كې د مشرانو جرګې لومړي نايب د خلكو له نظره په افغانستان كې د جګړې د خصوصي كولو طرح بنسټيزه حل لاره ونه بلله، ټينګار يې وكړ چې امنيتي هوكړه ليكونو ته په پاملرنې سره دې  چې له بيلا بيلو هيوادونو سره لاسليك شوي دي، د هيواد د دفاعي او امنيتي ځواكونو د سمبالښت په برخه كې دې لازم ګامونه پورته شي او زموږ امنيتي ځواكونه دې په ډول ډول جنګي الوتكو، رادار، دافع هوا، توپخانه او لرې واټن ويشتونكو درندو وسلو سمبال كړي.


10-Mizan97-JAL4.JPG

ايزديار په كونړ ولايت كې د شپنيو عملياتو پر څيړنه د ټينګار ترڅنګ چې ويل كيږي څو تنو پكې خپل ژوند له لاسه وركړى دى، وويل، ددې اړتيا شته چې په عملياتو كې له دقت څخه كار واخيستل شي او د هر ډول عملياتو په بهير كې بايد له سيمه ييزو مسوولينو سره همغږي رامنځته شي، څو په راتلونكي كې دداسې پيښو مخه ونيول شي.  

دغه راز ايزديار په غونډه كې مطرح شوي موارد اړوندو كميسيونونو ته راجع  كړل او ويې ويل، د مسلكي جنرالانو د تقاعد لړۍ به له ځان سره ستونزې ولري، بايد دغه بهير وځنډول شي، ځكه لا هم د افسرانو او بريدملانو د ذاتي چارو قانون له قانوني لارو څخه طى مراحل شوى نه دى.