اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لندۍ ۱۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د تلې اوومه نېټه

د مشرانو جرګې دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقي نن د خپل کار په دفتر کې د حکومتي بیلا بیلو  ادارو د ملکی او پوځي یو شمیر چارواکو له کړنو او کوښښونو څخه تقدیر وکړ.

 7-Mizan97-MUL1.JPG

په دي غونډه کې د مشرانو جرګې دویم نایب د خبرو په ترڅ کې د ورسپارل شویو دندو په اجرا کې د مکافاتو او مجازاتو اصل اثرګذاره وګڼه او د مشرانو جرګې د تقدیر لیکونو په ډالۍ کولو یې د لوي څارنوالۍ د حکمونو د تنفیذ د څارنې څارنوالۍ رئیس څارنپال محمد اسعد سافي او د یادې اداری یو شمیر نور چارواکي، د کورنیو چارو وزارت د روغتیاییی خدمتونو عمومي رئیس رنځور پوه پاسوال دوکتور قندهار شینواري، د یاد وزارت د جیلونو او توقیف خانو د عمومي ریاست د امنیتی چارو د مرستیال مل پاسوال سید محمد زمان احمد یار او د مالیې وزارت د تصدیو او شرکتونو رئیس محمد ابراهیم شمس کړنې وستایلې او دوي ته یې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله وکړه.