اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۲۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د وږي شلمه نیټه

د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د یادې جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د کاپيسا ولایت د رپوټ وړاندې کولو سربیره د هیواد د روانو مسایلو په اړوند نظریې وړاندې شوې.


20-Sunboal97-JAL1.JPG

په غونډه کې د مجلس  غړو د شهیدانو د اونۍ په مناسبت د هیواد د ټولو شهیدانو روح ته دعا وکړه، و یې ویل د کال په لړ کې د وږي اتلسمه چې د ملي اتل احمد شاه مسعود د شهادت او د افغانسان د شهیدانو له اونۍ سره سمون خوري، یو شمیر غیر مسئولو وسله والو اوباشانو د کابل ښار عادي  وضعیت خراب کړ او د ویرې  وحشت او د هوایی ډزو سربیره یې یو شمیر هيوادوال شهیدان او ټپیان کړل چې د دوی دغه کار د شهیدانو د آرمانونو  او د دیني لارښوونو او د هیواد د قوانینو خلاف دي او باید له دوی سره جدي چلند وشي او کوم کسان چې د دې قضیو په تړاو نیول شوي دي، د مسئولو ارګانونو له خوا دي تر عدلی او قضایي څار لاندې ونیول شي ترڅو په راتلونکې کې د دا ډول زړه بوږنوونکو پیښو له تکرار څخه مخنیوی وشي او هم د امنیتي چارواکو څخه د دې حالت د نه مهار په موخه د استجواب غوښتنه وشوه.

په غونډه کې سناتورانو د سرپل، فاریاب، کندز، بغلان، غزني او ځینو نورو سیمو د امنیتي وضعیت او د ترهګرو له خوا د هيواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو د زیاتو تلفاتو څخه په کلکه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل په یادو ولایتونو کې د مخالفینو د پراخو بریدونو له امله امنیتي ځواکونو ته د انساني تلفاتو کچه لوړه شوې او حتی د ځینو ولایتونو مرکزونه له لوړ ګواښ سره مخ دي او په هغه صورت کې چې سملاسی پاملرنه ونه شي او مخالفینو ته د ځمکې او هوا له لارې محاربوي ګټور تکتیکونو په بدلون سره درانه زیانونه وانه وړي، لیرې نه ده چې زیاتې سیمې به د ترهګرو لاس ته ولویږي نو انساني فاجعه او مالي پراخ تلفات به رامنځته شي. ځینو سناتورانو د هيواد د امنیتي وضعیت د خرابیدو په تړاو وویل، امنیتي هوکړه لیک چې د کابل- واشنګټن او کابل- ناټو تر منځ لاسلیک شوې، د امنیت په ښه کیدو کې ګټور نه دی، بلکې وضعیت ورځ تر بلې د خرابیدو خواته درومي، اړتیا شته چې په دې اړه د هيواد جمهور رئیس مشورتي جرګه جوړه او د هیواد د مشرانو نظریې واوري او د دې پر بنسټ بیا کتنه وکړي او یا هم د مشرانو جرګې غړي موضوع په کابل کې میشت د امریکا سفارت سره په جدي توګه تر بحث لاندې راولي.

20-Sunboal97-JAL2.JPG

د مشرانو جرګې غړو په خپلو خبرو کې وویل، اوولس کاله مخکې په همدې ورځ د سپتمبر په یوولسمه د القاعده شبکې له خوا نیویارک ښار کې د نړیوالې سوداګرۍ په دوو برجونو ترورریستي برید وشو او د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو یې د ترهګرۍ د لمنځه وړو په موخه افغانستان ته مخه کړه، خو څرنګه چې هیله کیده له تروریزم سره ګټوره مبارزه ونه شوه او اوس هم تروریزم افغانستان ګواښي چې باید امریکا او ملګري یې په هیواد کې د ویره اچوونکو ډلو پر وړاندې جدي مبارزه پیل کړي او د تروریزم په ملاتړو لازم سیاسي او اقتصادي فشارونه وارد کړي ترڅو دوی د ویره اچوونکو د ملاتړ څخه لاس پورته کړي ځکه د افغانستان ولس په څو لسیزو کې بی شمیره قربانۍ ورکړي او د کړکیج مدیریت او د سولې او هوساینې راتلو ته جدي اړتیا لري.

په ښکاره ډول د خلکو د موټرونو د غلا په ګډون کابل ښار کې د جنایي جرمونو او بی بندوباریو د ګراف لوړیدل، د هغو کسانو په محاکمې او څیړنو ټینګار چې د غزني ولایت په سقوط کې یې ناغیړي کړې ده، د حسیني عاشورا پاڅون څخه یادوونه او په ټولنه کې د دې د اغیزو، په ټاکلي وخت د کابل ښار د وزیر آباد پروژې په بشپړیدو ټینګار، د څو میاشتو راهیسې د فاریاب- جوزجان د مواصلاتي لارې بندښت، د ولسمشر د سوله غوښتونکو هڅو څخه هرکلی، د مشرانو جرګې د تلویزیون د خپرونو پر ښه والي او زیاتوالي ټینګار، ګرمو سیمو کې د درسي توکو کمښت، د بودجې د غیر متمرکزولو په موخه ولایتونو کې د خلکو استازو سره د مالیې وزارت د مشورو او د پروژو په تکمیل د دې د مثبتو اغیزو او ځینو نورو مسایلو په اړوند بحثونه وشول.

دغه راز په نننۍ غونډه کې ( د عامه او مالي چارو د مصرفونو اداره او په دې اړه د قانون د طرحې تعدیل او ډېرښت ) چې د ولسي جرګې له تصویب وروسته مشرانوجرګې ته رالېږل شوی معرفي او د مطالعې په موخه اړوندو کمېسیونونو ته واستول شو، همداراز سناتوره ګلالی اکبري د مجلس د غړو له خوا د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون مرستیاله وټاکل شوه .

د بحثونو په پای کې، د مجلس رئیس اوسنی وضعیت او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو تلفات د اندېښنې وړ او خواشینونکی وبلل، ټینګار یې وکړ چې د امنیتي سکتور مشرتابه باید د یاد وضعیت څخه د وتلو لپاره عملي او موثرې برنامې ترلاس لاندې ونیسي دغه راز د ډېریو ناامنو سیمو د امنیتي وضعیت په خاصه توګه سرپل ولایت ته لازمه پاملرنه وکړي او زیاته یې کړه د ګرمسېره ولایتونو د تعلیمي کال په پیل سره تروریستانو د ننګرهار ولایت د پوهنې برخه وګواښله او نن یې څو بابه ښوونځي په یاد ولایت کې وران کړل چې باید مسؤلین په دې اړه لازمې کړنې ترسره کړي .  

فضل هادي مسلم یار د امریکا او ناټو سره پر امنیتي هوکړه لیکونو، د امنیتي سکتور د مشرتابه د رابللو پر څرنګوالي او په دې اړه اړتیاوو، رسیده ګی او نیمګړتیاوو ته اشاره وکړه، څرګنده یې کړه د مجلس د رئیسانو د کمېټې په غونډه کې د سناتورانو پر اندېښنو بحثونه وشول او په دې اړه به د پام وړ پرېکړې وشي . د مجلس رئیس سربېره پر دې چې د جهاد او مقاومت په وخت کې د هېواد د شهیدانو څخه ستاینه وکړه، و یې ویل په خواشینۍ سره د شهیدانو د اونۍ په پیل کې ځینو کسانو د تاوترخوالي په اعمالو لاس پورې کړ د کابل ښار د نظم د ګدوډولو سربېره څو تنه ټپیان کړي چې د ښاریانو اندېښنه یې راپارولې او اړتیا شته چې په راتلونکو کې د دې ډول ناوړو اعمالو مخه ونیول شي دغه راز دي د مشرانو جرګې د دفاعي چارو او شکایتونو د اورېدو کمېسیونونه یاده موضوع د اړوندو مراجعو له لوري وڅاري .  

20-Sunboal97-JAL3.JPG

د غونډې په بله برخه کې سناتور مولوي غلام محی الدین منصف د کاپیسا ولایت څخه یو رپوټ وړاندې کړ، او و یې ویل د یاد ولایت د والي، د ولایتي شورا له غړو، د محلي ادارې له رئیسانو، د مدني ټولنو د استازو، د ښځو د حقونو له فعالانو، د یاد ولایت سپین ږیري او ځوانانو سره کومې کتنې چې درلودې پر بېلابېلو مسایلو مو خبرې او نظرونه سره شریک کړل چې مفصل رپوټ به یې سبا شپه د کمېسیونونو په خبري سرویس کې نشر شي .