اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۲۸ مه٬ ۱۳۹۷ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۷ کال د وږي ۲۰ نیټه

په ننګرهارولایت کي د تروریستي بریدونو د غندلو په اړه دمشرانو جرګې پیغام

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار، اداري پلاوي او غړو یې نن له غرمې وروسته په ډیري خواشینۍ سره خبر ترلاسه کړ، چې وحشي صفته ترهګرو د خپلو بادارنو په دستوردننګرهار ولایت د مومند درې په ولسوالۍ کې، ولسي لاریون چې دظلمونو او وحشتونو دمحکومولو په خاطریې خپل غږ پورته کړی وو ، په نښه کړ اود ځانمرګي برید په پایله کي ئي زیات شمیر بیګناه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان کړل، همداراز نن ورځ دپوهې ضد او دجهالت دلارې پیروانو په جلال آباد ښار او بهسودو ولسوالۍ کې د دریو ښونځیو مخې ته هم چاودنې کړې دي.

دملي شورا مشرانوجرګه دیادو ناوړه پیښو دسختوغندلو سربیره، څرګندوي چې پردیپالو او مزدورو تروریستانو یو ځل بیا ثابته کړه چې ترهګراو ویره اچونکي هیڅ ډول بشري ،دیني او ملې ارزښتونو ته وفادار نه دي او دتل په څیریې د افغانانو د قسم خوړلو دښمنانو په اشاره  زموږ بیګناه هیواد وال قربانې کړي.

د ملي شورا مشرانوجرګه ددې ترڅنګ چې دهیواد دامنیتي ځواکونو قربانیو ته دقدرپه سترګه ګوري، ټینګار کوي چې کشفي او استخباراتي ادارې دې خپل څارګرفعالیتونه پراخ او پیاوړي کړي او د دښمن دناولو موخو او توطيو مخه  دي ونیسي، ځکه په هیواد کې اوپه ځانګړي توګه په ننګرهار ولایت کي روان امنیتي وضعیت، هیواد والو ته سختې اندیښنې پیداکړي او دزغم څخه یې پورته ګڼي.

مشرانوجرګه دقربانیانو له کورنیو او دننګرهارولایت له ولسونو سره ځان په دې سترغم کې شریک بولي او د الله(ج) له دربارڅخه شهیدانو ته دفردوس جنت او ټپیانوته دسملاسي روغتیا هیله کوي.

 

 

دمشرانوجرګې رییس

فضل هادي مسلم یار