اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۲۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د وږي دمیاشتې ۲۰ نیټه

دمشرانوجرګې دویم نایب ډاکټرمحمدآصف صدیقي نن  د یوې ناستې په ترځ کې دلوګرولایت دمستوفي او دیادولایت د یو شمیر نورو ادارو درییسانوکاري رپوټونه واوریدل.

پدې ناسته کې دلوګرولایت  مستوفي اویوشمیر رییسانودخپلو خبرو پرمهال ددې ترڅنګ چې دخپلو کړنو په اړه یې دجرګې دویم نایب ته معلومات وړاندې کول؛ ژمنه یې وکړه چې شته امکاناتو ته په کتو سره به، ددې ولایت میشتو ولسونوته په خپلو کاري ساحو کي وړ خدمتونه تر سره کړي.

20-Sunboal97-MUL1.JPG

دمشرانوجرګې دویم نایب په خپلو خبروکې وویل، خلک ترهرڅه دمخه سولې ته اړتیا لري او دبیکارۍ دکچې راټیټیدل دسولې اوثبات سره مستقیمي اړیکي لري، باید اړونده ادارې خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې اړین اقدامات وکړي.

ډاکټرصدیقي په داسي حال کي چي د یادو چارواکو کړنې ئي ستایلې، دمشرانوجرګې تقدیرلیکونه یې دلوګر ولایت مستوفي او ددې ولایت د یو شمیر ادارو رییسانو ته وړاندې کړې.