اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د تلې ۳ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د وږي نولسمه نیټه

د مشرانو جرګې کمېسیونونو نن په بیلا بیلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل .

د حاجی محمد حنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون په غونډه کې د ډاکټرانو، روغتیایی معایناتو او بستر خونو دلوړ فیس او د ځینو نورو مسایلو په اړه د فرانسویانو روغتون خدمتونو څخه د یو شمیر ناروغانو او پایوازانو راغلي شکایتونه وڅیړل شول او وپتییل شوه چې د عامې روغتیا وزارت معین او د یاد روغتون رئیس دې په راتلونکې غونډه کې په خپل ګډون سره د سناتورانو پوښتنې ځواب کړي.

 د غونډې په بله برخه کې  ورځ تر بلې د امنیتي وضعیت د خرابیدو او د پوځي مرکزونو او پوستو سقوط، د امنیتي ځواکونو د تلفاتو لوړوالی، ښارونو او ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ په اړوند بحثونه وشول ، د کمیسیون غړو د دا ډول نامطلوب وضعیت څخه د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ پریکړه وکړه چې د ملي دفاع وزارت مرستیال، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین، د ملي امنیت دلوی ریاست ولایتي مرستیال او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې معین دې په راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي ترڅو په دې مهمې مسلې بحثونه وشي.

همدا راز د هیواد په لویو لارو او په ځانګړې توګه د جنوب لویدیځ ولایتونو لویو لارو کې د ترافیکي زړه بوږنوونکو پیښو د ورځ تر بلې زیاتیدو موضوع، د ترانسپورټي شرکتونو له خوا په نشه یی توکو د روږدو کسانو او غیر مسلکي ډریورانو ګمارل او د دې بهیر څخه د ځمکنيترانسپورټ ادارې د دنظارت دنشتوالي په اړوند بحث وشو او پریکړه وشوه چې په دې اړوند دې په راتلونکې غونډه کې اړونده چارواکي ګډون او څرګندونې وکړي.

همدا راز د کابل د طبي پوهنتون د یو شمیر ښځینه محصلینو شکایت چې وایی په وروستیو تحصیلي کلونو کې قرار لري خو په ځینو مضامینو کې د کریدت د نه پوره کیدو له امله دایمی انفکاک سره مخ شوي چې اړتیا شته په دې برخه کې مناسبه حل لار وپلټل شي، کمیسیون وپتییله ترڅو د لوړو زدکړو وزارت مرستیال او د کابل طبي پوهنتون رئیس دې د کمیسیون په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

د غونډې په پای کې د افغانستان د شهیدانو د لوړ مقام سره سم د شهیدانو اونۍ څخه د لمانځنې د ټینګار ترڅنګ د ملي اتل دشهادت اوولسمه کلیزه کې د احساساتي ځوانانو له خوا د یو لړ خپلسریو او هوایی ډزو د رامنځته کیدو له امله د امنیتي ځواکونو د ناغیړیو او کم کاریو څخه په کلکه نیوکه وشوه او دغه کړنې د هیواد د آزادۍ د لارې د شهیدانو د لوړو آرمانونو او غوښتنو خلاف وګڼل شوې او ټینګار وشو چې اړوند چارواکي دې په دې اړه ځواب ووایی.

19-Sunbola97-Shikayat.JPG 

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمیسیون په غونډه کې د روان اجلاس د کاري راتلونکې پلان په اړوند د بحث ترڅنګ، پریکړه وشوه چې د دیارلسمې ناحیې رئیس، د پولیسو د دیارلسمې او اتلسمې حوزو آمرین او د کابل ښاروالۍ سرپرست دي د وږي د شپږویشتمې نیټې په غونډه کې د خپلسرو ودانیو د جوړیدو د څرنګوالي، د ترافیکي ګڼې ګوڼې، د کثافاتو د زیاتوالي او نورو ستونزو په اړوند راوبلل شي .

19-Sunbola97-Mukhabirat.JPG 

د مولوی غلام محې الدنی منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون په غونډه کې د کمېسیون د کاري اجندا د ټاکلو په اړه د بحث ترڅنګ، کابل ښار کې د تیرې ورځې د غیر مسئوله وسله والو افرادو او اشخاصو د ګرځیدو څخه چې د هېوادوالو د زورونې سبب شول، نیوکه وشوه او د امنیتي چارواکو وغوښتل شول چې د محرم په میاشت کې دې د هېوادوالو د امنیت د ټینګښت په موخه ځانګړي امنیتي تدابیر ونیسی.

 19-Sunbola97-Adli.JPG

د میرمن نفیسې سلظاني په مشرۍ د معلولینو او شهیدانو د چارو د کمیسیون په غونډه کې د شهیدانو اونۍ او په ځانګړې توګه د وروستیو شهیدانو څخه چې پرله پسې ترهګریزو بریدونو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی، یادوونه وشوه، د منان خدای ( ج ) له دربار څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته سملاسي روغتیا او پاتي کسانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وشوه.

همدا راز  واټونوته دخپل سرو افرادو راوتل او په ډزو لاس پورې کولو څخه چې د پلازمینې په ځینو برخو کې د رعب او وحشت د خپریدو سبب شول، خواشیني څرګنده شوه او وویل شول هر عمل چې د هیوادوالو د زورولو سبب شي، شهیدانو ته درناوی نه بلکې د حق د لارې شهیدانو ته سپکاوی دی او له بلې خوا د افغانستان قسم خوړلو دښمنانو د اشخاصو او افرادو له راټولیدو څخه چې سړکونو ته راوتلي وو، ګټه واخیسته، بی ګناه وګړي یې په خاورو او وینو ولړل.

د کمیسیون غړو له امنیتي چارواکو وغوښتل چې په مناسبتي ورځو کې د هيوادوالو د امنیت په ټینګښت کې ځانګړي تدابیر ونیسی.

او هم  د کمیسیون غړو د کندهار- هلمند په لویه لار دورستۍ ترافیکی پیښې له امله چې یوشمیر هیوادوال په کې شهیدان او ټپیان شول خواشیني وښوده  او د چارواکو یې وغوښتل ترڅو په دې برخه کې جدي تدابیر په پام کې ونیسي.

 19-Sunbola97-Malolin.JPG

د قاري میر حاتم تره خیل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو چارو د کمېسیون په غونډه کې د شهیدانو اونۍ د لمانځنې څخه قدرداني وشوه او ټینګار وشو چې د شهید له اونۍ څخه دې داسې لمانځنه وشي چې د شهیدانو موخې او آرمانونه پوره کړي نه دا چې د ملي او انساني ارزښتونو خلاف اعمل په کې ترسره شي او د امنیتي مسئولینو وغوښتل شول تر څو په راتلونکو کلونو کې د شهیدانو اونۍ لمانځنه کې د خلکو امنیت ته خاصه پاملرنه وشي.

دغه راز په غونډه کې د ښار او کور جوړونې قانون په اړه د جمهور رئیس تقنیني فرمان مطالعه او وپتییل شوه چې یاد قانون دې په راتلونکې غونډه کې تر څیړنو او بحثونو لاندې ونیول شي.


19-Sunbola97-Emtiazat.JPG

د ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو چارو د کمیسیون په غونډه کې د شهید د اونۍ او دهیواد د ملي اتل احمد شاه مسعود دشهادت د اوولسمې کلیزې څخه د یادوونې ترڅنګ د هیواد د ټولو شهیدانو له کورنیو سره غم رازي څرګنده شوه.

 همدا راز د کمیسیون غړو کابل ښار کې د وسله والو تګ راتګ او د دوی له خوا هوایی ډزې  په کلکو ټکو وغندلې او د امنیتي ځواکونو يې وغوښتل ترڅو دا ډول کسان وپیژني او تر عدلي او قضایي څار لاندې یې ونیسي. او هم پرونۍ ځانمرګی برید چې د یو شمیر وګړو د شهادت او ټپي کیدو سبب شو، وغندل شو او وویل شول چې امنیتيځواکونه دې د خلکو د امنیت په نیولو کې لا زیاتې هڅې وکړي.

19-Sunbola97-Aqwam.JPG 

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کميسیون په غونډه کې د ۱۳۹۷ مالي کال د عادي او پراختیایې بودجې ضمیمه چې د مالیې وزارت له خوا رالیږل شوې وه، تر څیړنې لاندې ونیول شوه.

دغه د بودجې ضمیمه کې دوه میلیارده افغانۍ د دولتي بانکونو د عصري کولو، کابل ښار کې د ترانسپورت سیستم د ښه کیدو، د دولتي کارکوونکو د ظرفیت د لوړیدو، د کابل ښار د حلقوي سړک د ډیزاین او ساختمان او ځینې نور مسایل رانغاړي شاملیدې چې د کمیسیون دغړو له خوا تائید شوه. د غونډې په بله برخه کې د نیمروز ولایت سناتور د خبرو ترڅنګ وویل په همدې ورځو کې د یاد ولایت د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې ریاست د چخانسور ولسوالۍ د څښاک د اوبو پروژه چې یوه ناکامه پروژه ده افتتاح او خلکو ته ښودلې چې دغه پروژه ګټوره او د استفادې وړ ده چې باید دغه مسله تر څیړنې لاندې ونیول شي او دې ستونزې ته لازمه رسیدګي وشي.

19-Sunbola97-Mali.JPG 

د ښځو چارو او مدني ټولنې کمیسیون د تقنیني روان کال ددویم اجلاس خپله لومړۍ غونډه د صدیقې بلخي په مشرۍ د هيواد د سولې او امنیت د ټینګښت او بډاینې په دعا سره جوړه کړه.

په غونډه  کې د کمیسیون د راتلونکو څلورنیمو میاشتو د پلان په اړه بحث وشو چې په کې د اړوندو چارواکو په حضور سره د جلا استماعیه غوندو له جوړیدو څخه خبری وشوې او په پام کې ده چې په دې غونډو کې به د سولې او امنیت او د ۱۳۹۸ کال ملي بودجې مسوده کې د جندر بودجې د تدارک د څرنګوالي په اړه مفصل بحثونه ترسره شي.

 19-Sunbola97-Zanan.JPG

د عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زده کړو  چارو د کمیسیون په غونډه کې د راغلو عریضو د څیړلو سربیره، د شهیدانو اونۍ او د هيواد د ملی اتل احمد شاه مسعود د اوولسمې کلیزي لمانځنې او د شهیدانو د بریالیو مبارزو د بیلا بیلو اړخونو په اړه خبرې وشوې، د غونډې په بله برخه کې د کمیسیون د راتلونکې کاري پلان په اړه د خبرو سربیره په هیواد کې د وروستیو ناامنیو او تروریستی بیلا بیلو پيښو کې د هیوادوالو د شهادت په اړوند خبری وشوې او د امنیتي چارواکو وغوښتل شول چې د خلکو د امنیت په نیولو کې لازم اقدامات وکړي.

 په پای کې د ټولټاکنو د ارزښت او د نوماندانو امنیت ته د پاملرنې په اړه خبرې وشوې اوڅرګنده شوه  چې د ستونزو څخه د وتو یوازینۍ لار د آزادو او عادلانه ټاکنو په لاره اچول دي او باید حکومت د خلکو رایو ته درناوی وکړي.

 19-Sunbola97-Farhangi.JPG

د کمیسیون د مرستیالې میرمن طیبې زاهدي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمیسیون په غونډه کې د شهیدانو اونۍ او د هيواد د ملي اتل شهید احمد شاه مسعود دشهادت اوولسمې کلیزې او د اسلام او آزادۍ د لارې ټولو شهیدانو څخه د یادوونې ترڅنګ د خلکو ستونزو ته د رسیدګۍ، د امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ او په هيواد کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت په موخه د دې کمیسیون د پخوانی رئیس نثار احمد حارس د رښتینو خدمتونو او هڅو څخه قدرداني څرګنده شوه.

 د غونډې په بله برخه کې د کمیسیون غړو د دوبنیو تعطیلاتو په ورځو کې د اړوندو ولایتونو څخه د خپلو کتنو رپوټ وړاندې کړ، د ټیکاو او د حکومت بنسټیزو پروژو  امنیت په ټینګښت کې د هيواد د امنیتي ځواکونو له هڅو څخه قدرداني څرګنده کړه.

 19-Sunbola97-Rifai.JPG

د کمیسیون د مرستیال محمد عثمان رحماني په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمیسیون په غونډه کې کابل ته د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر د وروستی سفر او د ملی یووالی حکومت مشرانو سره د نوموړي د کتنو په اړه خبرې وشوې، هیله څرګنده شوه چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت له پاره د د یپلوماتیکو هڅو سره سره په هيواد کې د سولې د ټینګښت له پاره د خبرو اترو زمینې برابرې شي.

د غونډې په بله برخه کې د هیواد د شاوخوا څلور میلیونو هیوادوالو د ناوړه وضعیت په اړه چې نړیوال سازمان یې هم په اړوند اندیښنه څرګنده کړې، خبرې وشوې او روښانه شوه چې دغه شمیر هیوادوال بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري ځکه دوي د جګړې د دوام، فقر او بیکارۍ له امله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

19-Sunbola97-Bio.JPG 

د کمیسیون غړو د ګاونډیو هيوادونو او په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان څخه وغوښتل ترڅو دافغان کډوالو د بیرته راتګ بهیر به تدریجی ډول تنظیم کړي او هم د اروپایی هیوادونو غواړي چې د افغان کډوالو د اخراج په برخه کې له سره غور وکړي، همدا راز د کمیسیون غړو هیله څرګنده کړه چې مرستندویه هیوادونه دې خپلې مرستې د افغانستان سره چټکې کړي ترڅو په هیواد کې د فقر او لوږې کچه را ټیټه شي .