اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د تلې ۳ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر

 د ۱۳۹۷ کال د وږی  ۱۸ نېټه

د شهيدانو اونۍ او د هېواد د ملي قهرمان احمد شاه مسعود د شهادت د اوولسمې کلیزی په اړه د ملي شورا د مشرانو جرګې پيغام 

بسم الله الرحمن الرحیم

18-Sunbola97-Payam.jpg

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار، اداري پلاوي، د جرګې غړو او د مشرانو جرګې دارالانشا د شهیدانو اونۍ د رارسېدو له امله د افغانستان مبارز، مجاهد او اتل ولس ته ډاډګېرنه وړاندې کوي او د هېواد شهیدانو ته چې هر یو یې د افغانستان د خاورې د آزادی د دین او ناموس په دفاع او د هېواد ساتنې او خپلواکی په لاره کې شهیدان شوي، دعا وکړه  او د دوی د یادوونې ترڅنګ یې د خاطرو څخه هم لمانځنه وکړه.

د ملی شورا مشرانو جرګه باور لري د افغانستان سوله غوښتونکې، مجاهد او مومن ولس د افغانستان د پاکو شهیدانو آرمانونو ته د رسېدو او سراسري سولې، ملی یووالی د ټینګښت، پرمختګ او ټولنیزی هوساینې ته د رسیدو له پاره هڅې کوي ترڅو د ګرانو شهیدانو لوړ آرمانونه تحقق ومومي. او هم یو ځل بیا د هغو کسانو څخه چې د دښمنانو له خوا غولول شوي او د افغانستان د له منځه وړو له پاره یې ملا تړلې، غواړي ترڅو د ورور وژنې او وینو تویولو څخه لاس واخلي، د سولې له بهیر سره یو ځای شي ترڅو له دې زیات د خپلوانو عزیزانو د وژلو، د هېواد ورانولو او خلکو د اندېښنو شاهدان ونه اوسو.

د ملي شورا مشرانوجرګه د ګرانو هېوادوالو څخه غواړي چې د شهیدانو اونۍ څخه د قرآنکریم په ختمونو، دعاګانو، یووالی او همغږۍ، یو بل ته په درناوي او روڼآنده ویناوو سره لمانځنه وکړي او د زورونې هر ډول خوځښتونو، د وسلو لیږد او استعمال  او ناوړه چلندونو څخه ډډه وکړي.

د ملي شورا مشرانو جرګه د دې پيغام په صادرولو سره يو ځل بيا د آزادۍ ، جهاد او مقاومت د شهيدانو يادوونه كوي او دوی ته د خداي (ج) له دربار څخه د فردوس جنت غوښتنه كوی.  ومن الله توفیق

 

د ملي شورا د مشرانو جرګې رئيس

فضل هادي مسلم يار