اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د تلې ۳ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د وږي ۱۷ نېټه

د مشرانوجرګې د دیني، فرهنګي، پوهنې چارو او شکایتونو د اورېدو د کمېسیونونو غونډې د ملي شورا د غړو د دوبنیو تعطیلاتو وروسته ترسره شوې .    

د عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، کلتوري او پوهنې چارو کمېسیون په غونډه کې، د هېواد پر امنیتي وضعیت او په استوګنیزو سیمو په خاصه توګه ښوونځیو، مسجدونو،ورزشي کلپونو، تفریحي سیمو او ډېریو نورو ودانیو باندې د ځانمرګو بریدونو زیاتوالی په سختو ټکو وغندل شو، شهیدانو ته فردوس جنت ټپیانو ته سملاسي روغتیا او زیانمنو کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه وشوه .

د غونډې په بله برخه کې د لوړوزده کړو وزارت پر هغه مکتوب چې د افرادو د تحصیلي بورسونو د معرفي کولو او توزیع په اړه  خبرې وشوې او لازم تصامیم ونیول شول . 

17-Sunbola97-Farhangi.JPG

د حاجي محمد حنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون په غونډه کې، د کابل ښار په لوېدیځ کې تروریستي چاودنه په سختو ټکو وغندل شوه شهیدانو ته د دعا ترڅنګ پر امنیتي مسؤلینو نیوکه وشوه او ټینګار وشو چې په راتلونکو غونډو کې به د کابل ښار د امنیت د ښه والي په خاصه توګه په هېواد کې د عاشورا د مراسمو د ترسره کولو په اړه د کورنیو چارو امنیتي مرستیال او د کابل ښار ډېری نور امنیتي مسؤلین ګډون وکړي . 

دغه راز په غونډه کې د قانوني وسلو د لېږد پر بهیر او توزیع، دغه شان د اړوندو اداراتو له خوا د یاد بهیر پر درېدو بحثونه ترسره شول او وپتېیل شوه چې د کورنیو چارو وزارت د جنایی جرمونو سره د مبارزې او د تروریزم سره د مبارزې رئیسان دي د کمېسیون په یوې غونډه کې په خپل ګډون سره په دې اړه ځوابونه وړاندې کړي .

د غونډې په پای کې یاد کمېسیون ته په تېر اجلاس کې د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر پر څو ځلي نه ګډون نیوکه وشوه او یو ځل بیا ټینګار وشو چې نوموړی دي د کمېسیون په راتلونکي غونډه کې په خپل ګډون سره د اړوندو موضوعاتو په هکله د سناتورانو پوښتنې ځواب کړي . 

17-Sunbola97-Shikayat.JPG