اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د تلې ۲۸ مه٬ ۱۳۹۷ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۷ کال د زمري دمیاشتې ۹ نیټه

دمشرانوجرګې دخواخوږۍ او غمرازۍ پیغام

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار او اداري پلاوي په ډیري خواشینۍ سره خبر تر لاسه کړچې دننګرهار ولایت دروداتو دولسوالې قومي مخور، متنفذ او دولسي پاڅون کوونکو مشر حاجی حیات خان د خپلې کورنۍ ددریو تنو غړو سره یوځای د دښمنانو د تروریستي برید له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

انالله واناالیه راجعون

9-Asad97-Payam.jpg

مشرانوجرګه ددې ترڅنګ چې دشهید حیات خان کارنامې ستایي، خپل ځان دیاد شهید دکورنۍ، دوستانو او دننګرهار پتمنو ولسونو په غم کې شریک بولي او دلوی رب له دربارڅخه ورته دسترصبرغوښتنه کوي.

مشرانوجرګه څرګندوي چې دننګرهار اوسنی امنیتي وضعیت داندیښنې وړ دی او ټینګارکوي چې امنیتي ارګانونه په ځانګړي توګه کشفی او استخباراتي ادارې دې، دشهید حیات خان د شهادت او نورو تروریستي پیښو عاملین په ګوته او عدلي اوقضايي مراجعو ته ور وپیژني، حکومت او محلي اداره باید ددې ولایت خلکودامنیت په ټینګښت کې لازم تدابیرتر لاس لاندې ونیسي او ددښمن دبشریت اوانسانیت ضد کړنو مخه دې ډب کړي، ترڅو ولسونه په ډاډمنه فضا کې ساه واخلي

شهیدحاجی حیات خان دیوه خیرغوښتونکي مشراو سپین ږیري په توګه، تل دخپلو ولسونو دهوساینې لپاره هڅې کولي اود تروریستانو په مقابل کې يي نه هیریدونکې کارنامې پرې ایښي دي.  روح دې خوشحاله وي

 

دملي شورا دمشرانوجرګې رییس

فضل هادي مسلم یار