اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د زمري ۲۵ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د زمري ۲ مه نېټه

 د مشرانو جرګې دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقی نن د یوې ناستې په ترڅ کې د بریښنا د نشتوالي له پلوه د لوګر ولایت د خلکو ستونزې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست او د برښنا شرکت عمومي رئیس سره شریکې کړې.

2-Asad97-MUL1.JPG

په دې ناسته کې په داسې حال کې چې د بېلا بېلو قومونو ګڼ شمېر مشران، سپین ږیري، د ولایتي شورا غړي او ولسوالانو شرکت درلود، د مشرانو جرګې دویم نایب د برښنا وړانګو څخه د خلکو برخمن کېدل د حکومت له مکلفیتونو څخه وګڼل او ویې ویل چې دغه ولایت د پلازمینې سره تر ټولو کم واټن کې پروت دی خو دم ګړۍ د دې ولایت اوسېدونکې د برښنا د وړانګو څخه بی برخې دي.

همدا راز د لوګر ولایت د برکي برک، چرخ، خوشی، محمدآغه، خروار ولسوالیو او د ولایت د مرکز د اوسېدونکو استازو د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، په داسې حال کې چې خلکو خپل کورونه، بڼونه او ځمکې خوست او پکتیا ولایتونو ته د وارداتي برښنا د مزي د لېږد په موخه له لاسه ورکړي، خو خپله تر اوسه د برښنا له وړانګو بی برخې دي. همدا راز دوی د چرخ بند د رغاونې کار د ځنډېدو، د کډوالو ښارګوټي کې د برښنا او څښاک اوبو د نشتوالي، د بریښنا مزي د لېږد تګلوری د کورونو د استملاک د پنځوس سلنه پیسو د نه ورکړې، د برښنا د لېږد ستنو د بې کیفیتوالي او غیر معیاري والي، د لوګر ولایت د څلورسوه بستریز روغتون د برښنا ستونزه، صنعتي پارکونو کې د برښنا د نشتوالي او ځینو نورو مواردو څخه یادوونه وکړه او په دې برخه کې د چارواکو د رسیده ګۍ او پاملرنې غوښتونکې شول او څرګنده شوه په هغه صورت کې چې غوښتنو ته یې رسیده ګي ونه شي، وګړنیز پراخ لاریونونه به په لاره واچوي.

وروسته انجنیرمحمدګل خلمي د اوبو او انرژی وزارت سرپرست د کابل ولایت څخه تر لوګر او پکتیا ولایتونو د ارغندې ۲۲۰ کیلو واټه مزي د لېږد پروژه يې د ولایتونو ترمنځ لومړنی با اهمیته پروژه وبلله، ډاډ يې ورکړ چې د لوګر خلک به د یادې پروژې تر بشپړېدو مخ کې د برښنا له رڼا څخه برخمن شي همداراز یې زیاته کړه چې د هېواد د ټولو بندونو څېړنه او مطالعه د آلمان هېواد دوو کمپنیو ته چې په دې برخه کې د پام وړ تجربه لري سپارل شوې او هغه بندونه چې لومړیتوب لري؛ د کار چاري به یې پیل شي .

2-Asad97-MUL2.JPG

د اوبو او برښنا وزارت سرپرست زیاته کړه چې د استملاک ۵۰ سلنه پیسې اړمنو او زیانمنو کسانو ته ورکول شوي او پاته کسانو ته به  تر اداري پړاو وهلو وروسته ورکول شي او و یې ویل په هغه صورت کې چې مینه وال د برښنا د کوچنیو شبکو د جوړېدو په اړه د پانګوونې غوښتونکي وي دغه وزارت حاضر دی چې د جواز د ورکړې سربېره د دوی سره همکاري وکړي . وروسته امان الله غالب د برښنا د عمومي شرکت رئیس وویل یاده پروژه د غیراختیاري پروژو څخه ګڼل کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا پلي کیږي او و یې ویل د برښنا شرکت ژمن دی چې د انتقالي مزي په مسیر کې دیارلس زره کورنۍ د برښنا له رڼا څخه برخمنې کړي دغه راز د صنعتي پارکونو طرح بشپړه شوې او د تدارکاتي کار د پړاو وهلو وروسته به یې کار پیل شي . په پای کې وپتېیل شوه چې د وارداتي برښنا د ستنو د کیفیت او څرنګوالي د څېړلو په اړه د متختصصینو یو پلاوی، د لوګر ولایت ته سفر وکړي او دغه راز پرېکړه وشوه چې په راتلونکې ناسته کې به د ترسره شوو اجراآتو په اړه په مفصله توګه خبرې وشي .