اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د لندۍ ۲۲ مه٬ ۱۳۹۷ ل

 د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۷ کال د زمري لومړۍ نېټه

د مشرانو جرګې دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقي نن د یوې ناستې په ترڅ کې د کابل ښار د پوهنې رئیس کاري رپوټ واورېد.


1-Asad97-MUL1.JPG

په دې ناسته کې چې یو شمېر سناتورانو هم حضور درلود، د کابل ښار د پوهنې رئیس ډاکټر ضمیر ګوارا د خپلو اجراآتو او اداري فساد سره د مبارزې د څرنګوالي په اړه رڼا واچوله او و یې ویل، د کابل ښار د ټولو ښوونځیو د ارزونې په وخت د دوی اړتیاوې پیژندل شوي او د تعلیمي بنسټونو د ستونزو د حل او اړتیاوو په حل کې اقدامات ترسره شوي دي او هم هڅې روانې دي چې د مالي امکاناتو په پام کې نیولو سره د زده کوونکو او ښوونکو غوښتنو ته رسیده ګي وشي .

د مشرانو جرګې دویم نایب د هېواد پوهنې ته پاملرنه او پانګونه د ټولنې د ټیکاو او هوساینې له پاره مهم ګام وګاڼه، ټینګار یې وکړ چې د پوهنې وزارت مسئولین دي د پوهنې د متوازن پرمختګ او په هېواد کې د تړل شویو ښوونځیو د پرانیستو په برخو کې جدي پلتنې وکړي .