اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د تلې ۲۴ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۳۱ مه

د مشرانوجرګې د رییس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د یادې جرګې د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د یوه عنوان تقنیني فرمان د تصویب سربېره د شپاړسمې تقنیني دورې د اتم کال د لومړي اجلاس کاري رپوټونه واورېدل شول.

31-Saratan97-JAL1.JPG

په غونډه کې د ښار او کور جوړونې  د قانون د طرحې په اړه دولسمشر۱۵۶ ګڼه تقنیني فرمان چې د مشرانوجرګې کمېسیونونو کې تر څېړنې لاندې نیول شوی وو د مواصلاتو او مخابراتو دکمېسیون د رییس او مرستیال له خوا وړاندې او د رایو په اکثریت تصویب شو، د یادوونې وړده چې یاد قانون د ولسي جرګې له خوا رد شوی او مشرانوحرګې د یاد قانون د تصویب ترڅنګ د ګډ پلاوي غړي هم وټاکل ترڅو د ولسي جرګې له پلاوي سره د دې مهم او حیاتي قانون په برخه کې غونډه وکړي چې مطلوبې او ګټورې پایلې ته ورسیږي.

ورپسې د آجنډا سره سم د مشرانوجرګې د تقنیني شپاړسمې دورې د اتم کال د لومړي اجلاس د کړنو لنډ رپوټ د جرګې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار او منشي استاد محمد طیب عطا له خوا په لاندې شرحې سره وړاندې شو، په دې موده کې څلوېښت عمومي غونډې، ۵۳۲ د کمېسیونونو غونډې او یوولس د رئیسانو د کمېټې غونډې جوړې شوي، یوولس عنوانه قوانین او نهه عنوانه نړیوالې معاهدې، میثاقونه، پروتوکولونه او هوکړه لیکونه تصویب او تائید شوي دي.

همدا راز په دغې موده کې عمومي غونډو او کمېسیونونو کې د وزیرانو او حکومتي چارواکو په ګډون ۵۷۷ ځلې مسئولان استجواب شوي او د خلکو او حکومتي ادارو سلګونه عرض پاڼو او شکایتونو ته رسیدګي شوې ده، د دې رپوټ سره سم مشرانوجرګې په بیلا بیلو برخو کې ۳۴ پیغامونه، اعلامیې او پرېکړه لیکونه صادر کړي او ۲۷ ځلې د مجلس پلاویو د ولایتونو او کابل ښار ادارو څخه څارنه کړې ده.

31-Saratan97-JAL3.JPG

د پورته رپوټ په وړاندې کولو سره مشرانوجرګه د اساسی قانون له مخې د زمري د لومړۍ نېټې څخه د یوې نیمې میاشتې له پاره خپل د دوبي تعطیلات اعلان کړل ترڅو په دې موده کې سناتوران خپلو ولایتونو ته سفر وکړي او د خلکو د وضعیت او ژوندانه د حالاتو څخه دخبریدو ترڅنګ د دوی نظریې راټولې کړي.

همدا راز په غونډه کې سناتور حاجی محمد حنیف حنفي د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون د روان تقنیني کال د لومړي اجلاس کاري رپوټ وړاندې او و یې ویل، د دې اجلاس په اوږدو کې نهه څلویښت غونډې جوړي شوي او په کې د وزیرانو، معینانو، والیانو، ښاروالانو او امنیه قوماندانانو په ګډون ۱۸۷۷ تنه حکومتي چارواکي استجواب شوي او د خلکو ستونزو او شکایتونو ته رسیدګي شوې ده، همدا راز د څوارلس تقنیني اسنادو د بحث او مطالعې سربېره ۲۹۴ عرض پاڼو ته رسیدګي او هم ۳۴۸ قطعې مکتوبونه حکومتي بېلا بېلو ادارو ته لیږل شوي دي، سناتور حنفی زیاته کړه، په دې موده کې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون  نیمروز ولایت ته رسمي سفر درلود او د هېواد پلازمینه کې یې د پاسپورټ، تقاعد خزینې، د څرخي پله زندان او د کاماز تصدۍ  د ادارو څخه څارنیزې کتنې درلودې.

دغه راز د نن ورځې په غونډه کې د عبدالقادر نورزي د پیژندنې ترڅنګ چې پدې وروستیو کې د هېواد دولسمشر له خوا د انتصابي سناتور په توګه ټاکل شوی ده، دنوموړي د تحلیف مراسم د مشرانوجرګې د رییس فضل هادي مسلم یار له خوا پر ځای شول، سناتورانو د نوموړي انتصاب څخه د هرکلي ترڅنګ د پخوانۍ سناتورې میرمن رڼا ترین د ښو کړنو څخه په قدردانۍ یادوونه وکړه.

31-Saratan97-JAL2.JPG

په غونډه کې د لوی اختر په ورځو کې د حکومت له خوا د دویم ځلې اوربند د اعلان پر احتمال هم خبری وشوې خو وویل شول په هغه صورت کې چې رښتینې ژمنې او د دولت د مخالفینو له خوا مصالحې ته د تللو له پاره ډاډمنې مخکې تر مخکې زمینې شتون ونه لري دا ډول اوربند ګټه نه بلکې د پام وړ زیانونه لري، ځکه چې په کوچني اختر کې د دواړو خواوو د اوربند د نافذیدو سره سره د دولت مخالفینو د دې موقع ترلاسه کړه چې د خلکو په عام وژنه او د هېواد په ورانولو کې جګړو ته زور ورکړي او په ځانګړې توګه د اوربند په ورځو کې مخالفین خپل سنګرونه پیاوړي کوي چې له امله یې ښوونځي تړي او خلکو ته ګڼې ستونزې زیږوي، د دوی مطلب دا وو چې حکومت باید د سولې بهیر د کامل احتیاط او مخکې له مخکې شرطونو سره یو ځای پر مخ یوسي نه په تصادفی توګه چې د حکومت مخالفین موقع ترلاسه کړي چې په اومو او بی پایلو اوربندونو سره لا زیاتې پوځي او سیاسي ګټې ترلاسه کړي او خلکو او حکومت ته ضربه وارده کړي.

هېواد ته د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم د بېرته راتګ څخه هرکلی او د هېواد په شمال کې د رامنځ ته شویو ستونزو د حل هیلې، د ولسوالیو په شوراګانو کې د نارینه او ښځینه یو شمېر افرادو د نوماندۍ په موخه د ټولټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د مناسبو طرحو په جوړېدو ټینګار چې نوماندانو تر اوسه نوم لیکنه نه وي کړې، د کابل ښار د لب جر سیمه کې د نن ورځې د چاودنې غندل چې د انساني تلفاتو لامل شو او ځینې نور مسایل مطرح شول.

د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار د غونډې په جمع بندۍ کې د چارواکو او په ځانګړې توګه د هیواد د جمهور رئیس څخه وغوښتل ترڅو د دښمن د ناوړه ګټې اخیستنې او د سیمه ییزه استخباراتو د شومو موخو په پام کې نیولو سره د پخواني اوربند څخه چې د مخالفینو سره شوې وو، کوښښ دې وشي ترڅو په راتلونکو اوربندونو کې د هېواد او خلکو مصالح او ګټې په دقیقه توګه په پام کې ونیول شي او د مثبتو مقدمو پرته او په یو اړخیزه توګه دي د اوربند اعلان نه کیږي او زیاته یې کړه چې د راتلونکې احتمالي اوربند په برخه کې د مجلس د غړو وړاندیزونه، اندیښنې او نظریې به د حکومت مشرتابه سره مطرح شي.

31-Saratan97-JAL4.JPG

دمجلس رییس د دې مجلس د پخوانۍ غړې رڼا ترین د غوره خدمتونو او کړنو څخه په نیکۍ یادوونه وکړه او نوموړي ته یې د لا زیاتو بریالیتونو د څرګندولو ترڅنګ په ډاګه کړه چې مشرانو جرګه به د مېرمن ترین خدمتونو څخه د درناوي په موخه د نوموړي له کړنو څخه ستاینه وکړي .