اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د تلې ۲۴ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۳۰ مه

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار نن له غرمې مخکې په کابل کې استوګن د اندونیزیا سفیر ښاغلي عارف رچمان سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د اندونیزیا سفیر د دواړو مسلمانو هېوادونو تر منځ د تاریخي او پخوانیو اړیکو څخه یادونه وکړه او د دغه اړیکو د لا پیاوړتیا او ښه والي تر څنګ یې روښانه کړه چې متبوع هېواد یې د افغانستان خلکو د رنځونو په درکولو سره چې هر ورځ د ویره اچوونکو له اړخه ورسره مخ دي، د سولې د ټینګښت له پاره هڅې په لاره اچولي چې کابل ته د یاد هېواد د لوړ پوړو چارواکو راتګ او په اندونیزیا کې د علماو د درې اړخیزه ناستې جوړیدل یې څرګندونه کوي.

30-Saratan97-MUL1.JPG

ښاغلي رچمان زیاته کړه، اندونیزیا ځکه غواړي د سولې خبرو اترو منځګړې و اوسي چې په دې لاره کې لازمه تجربه لري ، نوموړي په داسې حال کې چې اندونیزیا ته د سفر په موخه د خپل حکومت رسمي بلنلیک د مشرانو جرګې رئیس ته تقدیموه، څرګنده کړه چې د یاد هېواد حکومت علاقمند دی تر څو د افغانستان سره د سوداګرۍ، تعلیم او تحصیل په برخو کې لازمې مرستې وکړي او هم په پام کې ده تر څو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراخیدو په موخه د کابل- جاکارتا تر منځ مستقیمې الوتنې پیل شي.

فضل هادي مسلم یار د دوست هیواد اندونیزیا دمرستو څخه دمننې ترڅنګ ، روښانه کړه چې د افغانستان د سولې بهیر پر وړاندې ستاسو د حکومت اخلاص او نوښت لازمې پایلې لرلي او د افغانستان خلک  پوه شوي چې یاد لوی اسلامي هېواد  دافغانستان دسولې په بهیر کې مثبتې هلې ځلې کړي او دې هڅو ته به دوام ورکوي.

د مشرانو جرګې رئیس د پلاویو تګ راتګ د اړیکو په لا نږدې کیدو کې ګټور وګڼه او ویې ویل، هیله لرو چې د یاد هېواد پارلماني او لوړپوړي حکومتي پلاوي به په مناسب وخت کې کابل ته راشي تر څو د سولې په بهیر او په ټولو برخو کې د لازمو لاسته راوړنو شاهدان پاتې شوو.