د مشرانوجرګې
مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۷ کال د
چنګاښ ۲۸ مه
د
ملت د بابا اعلحضرت محمد ظاهرشاه د مړینې له یوولسم تلین څخه د ملي شورا د الحاقیې
د غونډو په تالار کې د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې نمانځنه وشوه .

په یاده
غونډه کې فضل هادي مسلم یار د مشرانوجرګې رئیس وروسته له دې چې د ولسمشر د خواخوږی
پیغام د جمهور رئیس د سلاکار اسدالله غضنفر له خوا ولوستل شو وویل : اعلحضرت محمد
ظاهرشاه د هیواد د مشر په توګه چې د څلویښتو کلونو په قیادت کې یې په ټول
افغانستان کې ټولو قومونو د وړونو په څیر په سولې او رښتینولی کې ژوند کړی د هیواد
په تاریخ کې یې ساری لږ ترسترګو کیږي او زیاته یې کړه د ملت بابا که په هیواد کې
وو یا د هیواده بهر تل د خلکو او هیواد په فکر کې وو او زیاته یې کړه، که د پخواني
شوروي د سره پوځ سره د جهاد، د بن په کنفرانس، په موقت، انتقالي او انتخابي
حکومتونو، د اساسي قانون په لویې جرګې یا ځینو نورو مسایلو کې د نوموړي رول د پام
وړ او تاثیرلرونکی وو .

مسلم یار په
داسې حال کې چې د هیواد د پخواني شاه مړینه د افغانستان اوسیدونکو ته یوه ضایعه
بلله و یې ویل مرحوم محمد ظاهرشاه په هیواد کې تل د سولې او ثبات غوښتونکی وو او
په هیواد کې د وسله والو مخالفینو څخه هیله لرو ترڅو د وسله وال مخالفته لاس واخلي
او د سولې له بهیر سره یو ځای شي او له دې لارې خپلو مدني فعالیتونو ته دوام ورکړي
ولې چې جګړه او وینه تویدنه د حل لار نه او د هیواد اوسیدونکي له جګړې ستړي شوي
سولې او هوساینې ته سخته اړتیا لري .
وروسته فضل
احمد پوپل د شاهي کورنۍ پیغام ولوست چې په یوه برخه کې یې قومي اختلافات د ټولو
هیوادوالو په زیان بلل شوي د نظام د وسله والو مخالفینو څخه غوښتل شوي چې د جګړې
دوام د هیچا په ګټه نه حال دا چې د افغانستان اوسیدونکي تلپاتې سولې ته تږي دي او
نړیواله ټولنه هم باید د سولې په راتګ کې د افغانستان له خلکو سره رښتینې مرسته
وکړي .

د غونډې په
اوږدو کې سناتور عبدالباقي بریال د هیواد د پخوانیو سلاطینو په یاد یو شعر دکلمه
کړ چې د ګدونوالو له تود هرکلي سره مخ شو .
په پای کې د
مشرانوجرګې غړي او د پخواني شاه لمسي شهزاده مصطفی ظاهر د بیلابیلو دولتي بنسټونو
څخه چې د ملت د بابا د یوولسم تلین د مراسمو په جوړیدو کې یې د پام وړ آسانتیاوې برابرې
کړي وې د مننې ترڅنګ له ځوانانو وغوښتل ترڅو د دې خاورې تاریخ او فرهنګ هیر نه کړي
او ټینګار یې وکړ چې د هیواد اوسیدونکي عزتمندې سولې او د قانون پلي کیدو ته په
جدي توګه اړتیا لري .

غونډه د خیر
او کامیابۍ په دعا سره چې د سناتور مولوي غلام محی الدین منصف له خوا ولوستل شوه
پای ته ورسیده .
د یادونې ده
چې په یاده غونډه کې د مشرانوجرګې رئیس، دویم نایب، په ملي شورا کې د خلکو ځینې
استازو، ځینو لوړ پوړو دولتي چارواکو، د وسله وال پوځ جنرالانو او افسرانو، په
کابل کې د ځینو هیوادونو سفیرانو، بهرنیو سیاسي استازو او د مرحوم ځینو خپلوانو او
مینه والو ګډون کړي وو .
