اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لندۍ ۲۰ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۲۷ مه

د مشرانوجرګې کمېسیونونو نن په بېلابېلو موضوعګانو بحث او څېړنې وکړې .

د کمېسیون د مرستیالې مېرمن سهیلا شریفي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې د ښار او کور جوړونې قانون د توشیح په اړه د جمهو ر رئیس تقنیني فرمان مطالعه او د غړو له خوا تائید شو. د غونډې په بله برخه کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د علت او عواملو په اړه بحث وشو، څرګنده شوه چې  شاوخوا د څلورو لسیزو جګړه د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عمده عواملو څخه ګڼل کیږي، باید مسؤل ارګانونه د دې شومې پدیدې څخه د مخنیوي په موخه مناسبې حل لارې ترتیب او په دې اړه خپل اجراآت وړاندې کړي ترڅو د تاوتریخوالي د کمښت سربېره په واټونو کې د ښځو زورول له منځه ولاړ شي.

همدا راز د مشرانو جرګې په پرونۍ عمومي غونډه کې میرمن شفیقې نوروز خېل د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون رپوټ وړاندې کړ او و یې ویل دغه کمېسیون د تقنیني چارو د کمېسیون په همکارۍ د روان کال د چنګاښ په دیارلسمه نېټه د افغانستان د سولې د بهیر استماعیه غونډه د حکومتي اړوندو چارواکو په حضور کې جوړه کړه او هم د پنځه کلنې ستراتیژۍ او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړو پروګرام په اړه بله غونډه جوړه شوې ده، همدا راز په دې اجلا س کې ۵۵ غونډې چې په زیاترو کی یې د مېرمنو او ماشومانو د ژوندانه د مسایلو په اړه بحثونه ترسره شوي او هم د دیارلس عنوانه قوانینو، تقنیني فرمانونو، نړیوالو اسنادو او لسګونو عرض پاڼو په برخه کې بحث او لازمې پریکړې شوي دي. سناتورې نورزو خیل زیاته کړه، د کمېسیون مشر او غړو یو شمېر نړیوالو کنفرانسونو کې چې په بیلا بیلو سطحو کې د میرمنو د رول اړوند موضوعګانې په کې څېړل کېدې سفرونه کړي چې کولای شو د هندوستان او لتوانیا سفرونو څخه یادوونه وکړه چې یوه ترسره شوي سفر د کتنې وړ پایلې درلودې، په همدې اجلاس کې راغلو عرض پاڼو ته لازمه پاملرنه شوې ، نوموړي زیاته کړه چې د ښځو چارو کمېسیون غړو تل د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړو، د مېرمنو د امنیت د ټینګښت او ناامنیو مسلې او د ملکي تلفاتو څخه په پرله پسې غونډو کې یادوونه کړې او په اړوند یې مفصل بحث او څېړنې کړي او د اړوندو مسئولینو غوښتل شوي ترڅو د ښځو او ماشومانو د امنیت ټینګښت ته لازمه پاملرنه وکړي

27-Saratan97-Zanan.JPG.

د نثار احمد حارس په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون په غونده کې د موکلینو ستونزو ته د رسیدګي او اړوندو ولایتونو څخه د اوړي د تعطیلاتو پر مهال د ملي شورا د غړو د مسئولیتونو په اړه د خبرو ترڅنګ، په هیواد کې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه بحث وشو او وویل شول چې د کمېسیون معلومات ښیي چې په لیرې پرټو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول د قناعت وړ نه دي او په ځینو سیمو کې روغتیایي مرکزونه شتون نه لري چې د عامې روغتیا وزات مکلفیت لري ترڅو د ټولو سیمو څخه په سمه توګه سروې وکړي او هغه سیمې چې خلک یې د روغتیایي مرکزونو د نشتوالي څخه کړیږي، لازم اقدامات وکړي او هم ټاکل شوې وه چې په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د املاکو او محیطي روغتیا رئیسان د ځینو راغلو شکایتونو په اړه څرګندونې وکړي خو دوی د ناڅرګندو دلایلو پر بنسټ غونډې ته حاضر نه شول.

همدا راز د پرون ورځې عمومي غونډه کې د عامه هوساینې، طبیعي سرچینو او چاپیریال ساتنې د کمېسیون د تقنیني شپاړسمې دورې د اتم کال د لومړي اجلاس کاري رپوټ د کمیسیون د رئیس نثار احمد حارس له خوا وړاندې شو. د نوموړي په وینا د کمیسیون غړو د اتلس عنوانه قوانینو، تقنیني فرمانونو او نړیوالو اسنادو د څیړنې سربیره د طبی عالی شورا په اړه د عامې روغتیا قانون د لومړۍ ګڼه ضمیمی او د تنباکو او دخانیاتو قانون ځینو موادو کې د تعدیل په اړه د غړو پر طرحې باندې اختصاصی کار کړی او زیاته یې کړه، اته دیرش ځلې یې حکومتي چارواکي د غیر ضروري معاینو د لارښوونې، لوړ فیس، بی کفیته درملو، د کوچني کار د قرارداد د څیړنې، د کانونو او پترولیم وزات کې د سرپرستانو د شتون، د ملکي خدمتونو د مامورینو د قانوني رخصتۍ په ورځو کې د حقوقو د نه ورکړې، د کابل بیلا بیلو څنډو او په ځانګړې توګه چنداول کې د څښاک د اوبو کمښت، مرکز او ولایتونو کې د روغتیایی مرکزونو د ستونزو د څیړنې، په خپل وخت د تقاعد حقوقو د نه ورکړې په اړه د متقاعدینو ستونزو ته رسیدګي، د بیړنیو حالاتو کمیټې د مخکې له مخکې پلان، د ولسي تړون د ملي پروګرام د کاري اجراآتو د څیړنې، په هیواد کې د تیر تاریخ او بې کیفیته خوراکي توکو د شتون او پلور، کابل ښار کې د ۴۵۰ لاس پلورونکو د ستونزو، د روزنتونونو د وضعیت او ځینو نورو مواردو د څیړنې په موخه راغوښتي او د هر یوه په اړوند یې ورسره جلا جلا بحثونه کړي دي. همدا راز د عامه هوساینې د کمیسیون په رپوټ کې یادوونه شوې چې د دې کمیسیون پلاویو د علاوالدین او تهیه مسکن روزنتونونو، مرکزي مرستون د قصبې ښارګوټي روغتون د وداني د بیا رغاونې، د معتادینو د ۱۵۰۰ بستریز روغتون او ځینو نورو ځایونو څخه لیدنه کړې ده او د چارو د ښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې کړي دي. همدا راز په رپوټ کې د کمیسیون د لاسته راوړنو څخه د یادونې ترڅنګ د  تاریخ تیره او بې کیفیته توکو د راتګ څخه د مخنیوي، د خوراکي توکو د بیو د ثابت ساتلو، د روزنتونونو ستونزو ته د رسیدګۍ، د پرله پسې وچکالیو او په هیواد کې د اوبو کچې د ټیټیدو څخه اندیښنې او د ژورو او نیمه ژورو ځاګانو د کیندلو څخه د مخنیوي، د اوبو د بې ځایه لګښت څخه د مخنیوي او ځینو نورو مواردو په ا ړوند وړاندیزونه وړاندې شوي دي

27-Saratan97-Rifai.JPG.

د مولوی غلام محې الدین منصف په مشرۍ تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمیسیون په غونډه کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو عمومي رئیس د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو کې د ماشومانو د ژوندانه وضعیت د ساتلو او څرنګوالي د ډول په اړه معلومات وړاندې کړل او و یې ویل دم ګړۍ ۵۳۰ تنه ماشومان د اصلاح په مرکزونو کې ساتل کیږي او د دوی اعاشه د ۱۳۸۶ کال راهیسې په دریو وختونو کې د یوه کس لپاره نوي افغانۍ د مالیې وزارت ل خوا منظور شوي دي او زیاته یې کړه چې د مناسب ځای د نشتوالي پر بنسټ د ماشومانو د اصلاح او روزنې اوولس مزکزونو کې ماشومان د کرایې په ودانیو کې ساتل کیږي او همدا راز حقوقي او ټولینزو خدمتونو په برخه کې ماشومانو لپاره مدافع وکیلانو ته د دوی د لاسرسي درلودل د نه قناعت وړ دی او د مرستون حقوقي خدمتونه د عدلیې وزارت د حقوقي آمریت او موسسو په همکارۍ ترسره کیږي، نوموړي ولایتونو کې د ودانۍ نشتوالی، د نقلیه واسطو نشتوالی، د پوهنې تعلمیي نصاب نه پلی کیدل، د سالمو مصروفیتونو او حرفوي روزنو پروګرامونو نشتوالی، معیاري طبی خدمتونو ته د ماشومانو د نه لاسرسي، د امنیتي ساتونکو کمښت، د ولایتونو اختصاصي څارنوالۍ تشکیل کې د ښځینه څارنوالانو نشتوالی، نوي افغانۍ د درې وخته ډوډۍ لپاره ستونزه او لږوالی، د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو کې د حرفې د رامنځته کیدو او ټولنیزو کارکوونکو د ګمارلو په برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت نه همکاري او ځینې نور موارد د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو د فعالیتونو په لاره کې خنډونه دي چې ورڅخه یې یادوونه وکړه. په پای کې د کمیسیون غړو د شته ستونزو په پام کې نیولو سره د رپوټ د اوریدو ترڅنګ پریکړه وکړه چې خپلې اړتیاوې دي په لیکلي ډول اړوندو ادارو ته ولیږي ترڅو په راتلونکو غونډو کې د مسؤلو ادارو سره په هوکړه د یادو موضوعګانو په اړوند بحث وشي

27-Saratan97-Adli.JPG.

دغه راز عزیزې مصلح د پرون ورځې په عمومي غونډه کې د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمیسیون رپوټ مطرح کړ او و یې ویل په روان اجلاس کې ۵۱ غونډې جوړي شوي او په شلو مواردو قوانینو، تقنیني فرمانونو او هوکړه لیکونو، نورو تقنیني او نړیوالو سندونو په اړوند بحث او پرېکړې شوي دي، همداراز په تقنیني اسنادو کې د اختلافونو د حل په موخه د ملي شورا د دواړو مجلسونو د کمیسیوونونو ګډو کمیټو کې ګډون او ګډې پرېکړې شوي دي او په دې موده کې د عدلیې وزارت د تقنیني رئیس، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې د مرستیال، د اقتصاد وزات اداري مرستیال، د پوهنې وزارت سرپرست، د تقاعد خزینې رئیس، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، د کابل ولایت د ښاروالۍ مالي او اداري رئیس، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رئیس، د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت لوی ریاست چارواکو، د محبسونو او توقیف خونو عمومي رئيس، د مالیې وزارت د مالي معینیت سرپرست او سکتوري آمر، د عامي روغتیا او ټولنیزو چارو وزیران او د بهرنیو چارو وزارت اداري معین په ګډون د دولتي ادارو مسئولینو ته بلنه ورکړل شوې او د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې ورسره اوولس توضیحي او استجوابیه غونډې جوړي شوي دي او د اداري فساد څخه د مخنیوي، د اسنادو د اجرایي لارښونو، د متقاعدینو د اسنادو طی مراحلو کې د وخت د ضایع کولو، هیواد کی د تاریخی آثارو د خوندیتوب، د ولسوالیو شوراګانو بهیر کې د ولایتونو او مرکزونو د شمولیت، ولایتونو کې د بریښنایی پیژندپاڼو د ویش او نوم لیکنې بهیر د پڅوالي، د رای ورکونې د مرکزونو او سیمو د امنیت د ټینګښت، محبوسینو له پاره د اعاشې ناڅیزوالی، هیواد کې زندانیانو له پاره د روزنیزو ورکشاپونو د جوړیدو، تاجکستان هیواد کې د افغان زندانیانو د خپلوانو شکایت او یاد هیواد څخه د زندانیانو د استرداد د پلي کیدو د څرنګوالي او د قوانینو د پډاینې په اړه د ځینو مسئولینو څرګندونو په ا ړه د دوی نظریې او کاري اجراآت اوریدل شوي او په اړوند یې غور شوی دی. سناتور مصلح څرګنده کړه چې د همدې اجلاس په لړ کې یو پنځوس حقوقي عرض پاڼې څیړل شوي او د اړتیا په صورت کې اړوند مسئولین د اجراآتو په موخه استجواب شوي دي.

درجلسه کمیسیون امورشوراهای ولایتی، مصونیت وامتیازات به ریاست قاری میرحاتم تره خیل، موافقتنامه همکاری های ترانزیتی وترانسپورتی(لاجورد) میان کشورهای افغانستان آذربایجان، گرجستان، ترکیه وترکمنستان وکنوانسیون حمل ونقل بین المللی خط آهن مطالعه وتصامیم اتخاذ شد. دربخش دیگرجلسه معاون مالی واداری دارالانشای مشرانوجرگه درمورد امورمالی واداری دردارالانشا معلومات ارایه نمود که ازسوی اعضای کمیسیون بخاطربهبود امورمشوره های لازم ارایه شد.

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون په غونډه کې د ملي دفاع وزارت د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قوماندان ډګر جنرال بسم الله وزیري د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو قطعاتو قوماندان مل پاسوال میراحمد عظیمي د هیواد د امنیتي وضعیت به اړه معلومات وړاندې کړل او و یې ویل د دوی دوه برخې منسوبین د هیواد د امنیتي او دفاعي اتلو او زړه ورو ځواکونو ترڅنګ په لووړ مورال سره یو شمیر سیمو او په ځانګړې توګه فراه، ارزګان، فاریاب او غزني ولایتونو کې د دښمنانو سره په جګړه بوخت دي او د دې خاورې دښمنانو ته یې درانه زیانونه اړولي دي او زیاته یې کړه چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې څانګړي قطعې د سیاسي هر ډول تعلقاتو پرته د قانون په چوکاټ کې خپلې دندې ترسره کوي او دښمن ته به د دې وخت ورنه کړي چې خپلو شومو موخو ته ورسیږي. د کمیسیون غړو په داسې حال کې چې د هیواد د دفاعي او امنیتي زړه ورو ساتونکو څخه خپل ملاتړ اعلان د یادو منسوبینو او د ځانګړو قطعاتو د قوماندانۍ د پيژند مدیر ډګروال اسلام الدین او د ۵۵۵ قطعې د روغتیایی څانګې آمر محمد اکرام هاشمي د کړنو څخه د ستاینلیک په ورکړې سره ستاینه وکړه

27-Saratan97-Dfai.JPG.

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمیسیون په غونډه کې د سوداګریزو محاکماتو د اصولو قانون دویمه ګڼه ضمیمه مطالعه او وپتییل شوه چې د بحث په موخه دې عمومي غونډې ته وړاندې شي. همدا راز د غونډې په بله برخه کې د افغانستان او هند تر منځ مسافر وړونکو، شخصي او باروړونکو موټرو د تګ راتګ د تنطیم په اړه د ماشین لرونکو نقلیه واسطو هوکړه لیک، د افغانستان اسلامي جمهوریت او آذربایجان، ګرجستان، ترکیې او ترکمنستان تر منځ د لاجوردو ترانزیتي او ترانسپورټي همکاریو هوکړه لیک او د اوسپنې د حمل و نقلل کنوانسیون مطالعه او د کمیسیون د غړو له خوا تائید شول.

په پای کې د شپاړسمې تقنیني دورې د اتم کال د لومړي اجلاس د رپوټ په اړه بحث در سره شو

27-Saratan97-Mali.JPG.

د محمد حنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو کمېسیون په غونډه کې، د بدني روزنې د عمومي ریاست د مالي او اداري چارو د رئیس الطاف حسیني شکایت چې نوموړی د رشتې خلاف په بل بست ته معرفي شوی د الطاف حسیني شکایت د بدني روزنې د مرستیال او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له استازي په حضور کې ترڅېړنې لاندې ونیول شو . په غونډه کې د بدني روزنې د مرستیال توضیحات د کمېسیون قناعت حاصل نه کړای شو خو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو استازي ډاډ ورکړ چې یاده موضوع به وڅاري او له یاد جریانه به کمېسیون په رسمي توګه خبر کړي . د غونډې په بله برخه کې د حاجي محمد هاشم، مېرمن پروین او عبدالخلیل شکایت د ملي امنیت د عمومي ریاست له استازو سره مطرح شو . دوی مدعي دي چې د ملي امنیت عمومي ریاست له خوا نوموړو ته استوګنیزې نمرې توزیع شوي خو یادې نمرې د ډګروال شیرین او انجنیر محمد افضل له خوا غصب او په نورو کسانو پلورل شوي . یادو چارواکو د دې مسلې په تائید سره وویل یاده موضوع څو ځلې په اداره کې تر څارنې لاندې نیول شوې د پام وړ پایله مو نه ده ترلاسه کړې، کمېسیون په دې اړه دا ډول پرېکړه وکړه په داسې حال کې چې غاصبین د ورځني نرخ سره سم د یادو نمرو بیې ته حاضر وي ژرترژره دي پیسې تحویل د نه ورکړې په صورت کې به موضوع څارنوالۍ ته محول شي . د غونډې په بله برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی مالي او اداري مرستیال، د اترا او افغان تلیکام د ادارو مرستیالان، د نه راجسترشوو سیم کارتونو د توزیع پر څرنګوالي، د غیرقانوني سیم کارتونو پر پلورلو او ځینې نور مسایل مطرح شول . یادو چارواکو د خپلو خبرو په ترڅ کې د اترا د ادارې له خوا د راجستر شوو سیم کارتونو په اړه وویل د انټرنیټ او نوري فایبر لېږد په اړه د چین او تاجکستان هېوادونو سره په اړیکه کې یو ترڅو د انترنیټ په بیه کې کموالی راشي

27-Saratan97-Shikayat.JPG.

د قاري میر حاتم تره خیل په مشرۍ د ولایتی شوراګانو،خوندیتوب او امتیازونوچارو د کمیسون په غونډه کې د افغانستان، آذربایجان، ګرجستان، ترکیې او ترکمنستان هیوادونو تر منځ د لاجوردو ترانزیتی او ترانسپورټي همکاریو هوکړه لیک او د اوسپنې پټلۍ د نړیوال حمل او نقل کنوانسیون مطالعه او پریکړې وشوې. د غونډې په بله برخه کې د مشرانوجرګې د دارالاانشا مالي او اداري مرستیال د دارالانشا د مالي او اداري چارو په اړه معلومات وړاندې کړل چې دکمسیون د غړو له خوا د چ ارو د ښه والي په موخه لازمې مشورې ورکړل شوې

27-Saratan97-Emtiazat.JPG.

د محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو چارو د کمیسیون په غونډه کې د ښار او کور جوړونې قانون د توشیح په اړه د جمهوړر رئیس تقنیني فرمان مطالعه او د کمیسیون د غړو له خوا تائید شو. همدا راز د غونډې په بله برخه کې د افغانستان او هند تر منځ مسافر وړونکو، شخصي او باروړونکو موټرونو د تګ راتګ د تنطیم په اړه د ماشین لرونکو نقلیه واسطو هوکړه لیک، د افغانستان اسلامي جمهوریت او آذربایجان، ګرجستان، ترکیې او ترکمنستان تر منځ د لاجوردو ترانزیتي او ترانسپورټي همکاریو هوکړه لیک او د اوسپنې د حمل و نقلل کنوانسیون مطالعه او د غړو له خوا تائید شول

27-Saratan97-Aqwam.JPG.

د انجنیر احمد جاوید رووف په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمیسیون په غونډه کې د افغانستان او هند جمهوریتونو تر منځ د مسافر وړونکو، شخصي او باروړونکو موټرونو د تګ راتګ د تنظیم په اړه د ماشین لرونکو نقلیه واسطو د هوکړه لیک او د افغانستان اسلامي جمهوریت، آذربایجان، ګرجستان، ترکیې او ترکمنستان ترمنځ د لاجورد ترانزیتي او ترانسپورټي همکاریو هوکړه لیک او همدا راز د اوسپنې پټلۍ د نړیوال حمل و نقل کنوانسیون په جلا توګه تر بحث لاندې راغې او د کمیسیون د غړو له خوا تائید شول

27-Saratan97-Bio.JPG.

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمیسیون په غونډه کې د حج او اوقافو وزارت د حج او زیارت د رئیس او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي او اداري مرستیال په ګډون سره د سیاحتي او زیارتي شرکتونو له خوا د بې مورده پیسو اخیستو او د سفر په وخت د نامناسبو خدمتونو د وړاندې کولو او د ټاکل شویو بیو څخه په لوړه بیه د ټکټونو د پلور په اړوند راغلي شکایتونه وڅیړل شول او په اړوند یې بحث وشو. دوی د خپلو فعالیتونو په اړه د څرګندونو د وړاندې کولو ترڅنګ شته ستونزې موجه وګڼلې او و يې منل چې په دې موده کې د سیاحتي او زیارتي بهیر څخه څارنه نه ده شوې، د حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د هوایي خصوصي شرکتونو څخه د څآرنې په موخه یو ناظر پلاوی سعودي عربستان ته ولیږي. یادو چارواکو د ټکټونو د بیو د څرنګوالي په اړه څرګندونې وکړې او و یې ویل د خصوصي شرکتونو جواز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پورې اړه لري خو د ټکټونو اصلي بیې د ملکي هوایي چلند ادارې او د هوایي شرکتونو له خوا ټاکل کیږي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال زیاته کړه، د مناسبو خدمتونو د ستونزې د حل په موخه یې کړنلاره د حج کمیټې ته وړاندې کړې چې پر بنسټ یې باید د خصوصي شرکتونو څخه څارنه وشي. کمیسیون پریکړه وکړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دي د حاجیانو د تګ او راتګ له بهیر څخه څارنه وکړي او هم وپتییل شوه چې کمیسیون دي د شته ستونزو او په ځانګړې توګه د ټکټونو د بیو د لوړیدو په موخه ګډه ناسته د هوایي خصوصي شرکتونو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ملکي هوایي چلند اداري استازو سره جوړه کړي. د غونډې په بله برخه کې د اوبو رسولو او کانالیزاسیون شرکت سرپرست او د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ریاست د فضوله اوبو رئیس د هیواد مرکز او ولایتونو کې نه روغتیایی څښاک اوبو او دونرانو او خصوصي شرکتونو سره د دې شرکت د قرارداد، د ځمکې لاندې اوبو د ټیټیدو او د یاد شرکت د تشکیلاتو په اړه څرګندونې وکړې او و یې ویل په کابل کې د څښاک اوبو د کمښت اصلي او یواځینی علت د نفوسو زیاتوالی او په غیر پلاني توګه د ښار پراخوالی دی او زیاته یې کړه چې د شاتوت بند د هند هیواد له خوا رغول کیږي او اوبه یې د آسیایي بانک له خوا کابل پورې تړل کیږي او د دې ښار د دوو میلیونو زیات نفوس به د اوبو څخه برخمن شي او د شاه توت بند چې پنځه میلیونه متر مکعبه اوبه ورکوي ټاکل شوې په راتلونکې کال کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. چارواکو د احمد شاه بابا مینې ( ارزان قیمت ) پروژې په برخه کې وویل چې یاده پروژه د نورو حیاتي پروژو له جملې څخه ده چې د شپږ پنځوس میلیونه ډالرو په لګښت په نړیوال استندرد د څلویښتو کلونو په موده کې پانګونه شوې او ټاکل شوې د څښاک اوبو د دریو څاګانو د کیندلو قرارداد ترسره او کابل ښار په بیلا بیلو سیمو کې د اوبو د ستونزې د حل په موخه وکیندل شي، دوی د یاد ریاست د


27-Saratan97-Mukhabirat.JPG

تشکیل په اړوند وویل د ریاست تشکیل د هیواد په شپږو زونونو کې شتون لري چې په سر کې یې رئیسان او آمرین شتون لري او د کابل په کچه یو زرو درې سوه کارکوونکې لري او د بستونو مقررۍ د آزادي سیالۍ له لارې ترسره کیږي. دوی وویل د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا په اړه لازم پلان او تدابیر تر لاس لاندې لرو، د غونډې په پای کې د ښار او کور جوړونې قانون طرحې په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان مطالعه او د تائید وړ وګرځید.