اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د زمري ۲۵ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۲۶ مه

د مشرانوجرګې د رییس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د یادې جرګې د سی شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د نافذو تقنیني اسنادو او خپلواکو بودجوي واحدونو او ادارو له عنوانونو څخه د خپلواک کلمې د لیرې کولو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تصویب شو.

26-Saratan97-JAL1.JPG

یاد فرمان چې د مجلس په کمېسیونونو کې تر څېړنې لاندې نیول شوی وو، د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون د مرستیال او منشي له خوا وړاندې او د رایو په اتفاق تصویب شو.

خو د غونډې په آزادو بحثونو کې یو شمېر سناتورانو د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالد ټرامپ د تازه لارښوونې په اړه چې د یاد هېواد لوړپوړي ډیپلوماتان دې په مستقیم ډول د طالبانو له ډلې سره خبرې اترې پیل کړي، نظریې وړاندې کړې او و یې ویل، اوږدې او فرسایشي جګړې په هېواد کې د نه جبران کېدونکو قربانیو او زیانونو سبب شوي، باید طالبان د سولې بهیر سره یو ځای او په هرې ممکنې لارې چې وي په دې خاوره کې سوله او ټیکاو ټینګ شي.

همدا راز د مجلس غړو زیاته کړه، امریکا د نړیوالې ټولنې د مهم  غړي او د افغانستان د ستراتیژیکو همکارانو په توګه باید د سولې بهیر کې لازم رول ولوبوي او د ترهګرو ملاتړي باید تر سیاسي او اقتصادي لازمو فشارونو لاندې راولي، خو یو شمېر نورو وویل سره له دې چې د افغانستان خلک د جګړې د پای په موخه د امریکا د دې پرېکړې څخه خوښ دي، خو د یاد هېواد چارواکي د رسنیو د نن ورځې د رپوټونو پر بنسټ د امریکا د دولت دغه پرېکړه ناوړه پوهاوی یاد کړ او یادې څرګندونې یې رد کړي دي او څرګنده یې کړه په هغه صورت کې چې دغه موضوع حقیقت ولري، څرګندوي چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د دوام اصلي عامل دی او باید د ملي یووالي حکومت مشران، نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه امریکا متقاعده کړي چې خلک نور د دې تحمیلي او د توانه وتلې جګړې ځواک نه لري باید د افغانستان خلک په سوله او ټیکاو کې ژوند وکړي.

په غونډه کې سناتورانو د جمعیت او وګړو د نړیوالې ورځې او د خلکو د ژوند بیلا بېلو اړخونو کې د دې د اهمیت څخه یادوونه وکړه، وویل شول چې سرشمېرنه  د ژوندانه په بیلا بیلو برخو کې د متوازنو خدمتونو وړاندې کولو کې مثبتې اغیزې لري، باید د  اړوندو ارګانونو له خوا په نړیوالو معیارونو د سرشمېرنې زمینه برابره شي.

دغه راز یادوونه وشوه چې د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان د مسلمان ملت یووالي او یوموټېتوب د دوی د بریا ضامنه وه، خو اوسني شرایط ډیر نازک دي او د تجزیه غوښتو او خپلواکۍ غږونه چې په ځینو سیمو کې لوړیږي، دا ډول خواشینوونکې غږونه زموږ د کړېدلي ولس په ګټه نه دي او ددوی ارادې نه تمثیلوي  او باید د هیواد سیاسیون روان وضعیت ته پاملرنه وکړي او خلک د دې حالت څخه وژغوري.

26-Saratan97-JAL2.JPG

همدا راز یو ځل بیا د هیواد شمال کې د لاریونونو د دوام او د خلکو پر اقتصاد او حکومتوالۍ باندې د ناوړه اغیزو په اړوند نظریې وړاندې شوې، وویل شول د لاریونونو په دوام کې یواځې شاوخوا د سوداګریزو مالونو درې زره بار موټرونه د اقینې بندر دواړو خواو ته بند پاته دي او د یاد وضعیت دوام خلک اندېښمن کړي او باید حکومت د هیواد په شمال کې د لاریون کوونکو غوښتنې وڅیړي تر څو وضعیت په یادو سیمو کې عادي حالت خپل کړي.

سناتورانو یو شمیر ولایتونو کې د امنیتي ناوړه وضعیت په اړه خبرې وکړې، و یې ویل د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ، د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ او د فراه ولایت وضعیت نازک دی او باید مسئول چارواکي د فراه ولایت او ترتهدید لاندې ټولو سیمو د ډاډمن امنیت د ټینګښت په برخه کې لازمه پاملرنه وکړي او هم په غونډه کې وویل شول چې د عبدالرحمن په نوم د طالبانو  تش په نامه والیانو څخه یو تن له زندان څخه د حزب اسلامي د اسیرانو په نوم خوشې شوی دی.

 د بحثونو په پای کې د مشرانوجرګې رئیس څرګنده کړه چې د سولې د ټینګښت په اړوند د حکومت روانې هڅې د خلکو اساسي غوښتنې دي او که چیرې امریکا د طالبانو سره د خبرو اترو غوښتونکې ده، باید د دولت تر مشرۍ لاندې او د افغانستان د خلکو په ملاتړ دې بهیر ته ودانګي او د ملي هوکړې پر بنسټ دي دغه بهیر پیل شي، ځکه امریکا هم د افغانستان د جګړې د قضیې یو لوری دی، هیله کیږي چې دغه هیواد د سولې په خبرو اترو کې رښتینې او د تل پاتي سولې د خیر له پاره عمل وکړي.

فضل هادی مسلم یار زیاته کړه، طالبان دي هم سولې ته د رسېدو په موخه د افغانانو تر منځ خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي او د ټاکنو له لارې دي د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې سوله ییز ژوند پیل او دولتي قدرت کې دي ځان شریک کړي، لکه د حزب اسلامي سره د دولت د خبرو په شان چې دغه بهیر ژر تحقق مومي او د خلکو غوښتنې په مستقیم ډول اورېدل کیږي.

د مجلس رئیس د هېواد شمال کې د دولتي دفترونو او سوداګریزو بندرونو د تړلو موضوع د اندېښنې وړ وګڼله، ټینګار یې وکړ چې حکومت باید دې ستونزې ته د خلکو د غوښتنو په پام کې نیولو سره لازمه رسیدګي وکړي او هم یې د لاریون والو وغوښتل چې د دوی د لاریونونو دوام د هیواد سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت له ستونزو سره مخ کړی او ضررونه یې عامو خلکو ته رسیږي، اړتیا شته چې لاریونونو ته د پای ټکې کیښودل شي او د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو په موخه د دولت مشرتابه ته په تمه پاته شي، ځکه د هیواد ولسمشر په خپل وروستي کنفرانس کې څرګنده کړه چې هیواد ته د لومړي مرستیال د راتلو احتمال شتون لري.

د مشرانو جرګې رئیس د سیاسي رهبرانو غوښتنې د دوی قانوني حق وګاڼه خو څرګنده یې کړه چې د بایومتریک بهیر د پیل په اړوند د دوی وروستۍ غوښتنه ناوخته ده او معقوله نه ده ځکه د ټولټاکنو نېټه لنډه شوې او د ټولټاکنو جوړېدو کې ځنډ د جمهوري ریاست د  ټولټاکنو د ځنډ باعث ګرځي چې دغه موضوع د دولت اعتبار ته زیان اړوي او خلک هم لا زیات زیانمنوي .

نو هیله کیږي چې د هوکړې لاره غوره شي او د ټولو څارونکو بنسټونو تر څنګ د ټولټاکنو بهیر څخه جدي څارنه وکړي او د دغه ملي بهیره د بریالیتوب له پاره همکاري وکړي.

په پای کې یې د طالبانو د یوه قوماندان د خوشي کېدو په اړوند وویل که چیرې نوموړي د حزب اسلامي د زندانیانو په جمله کې خوشي شوی وي، د پوښتنې وړ ده او که چیرې د فرمان له مخې د بنده خوشي شوی وي دا ډول تعامل شتون لري.

همدا راز په غونډه کې د اجندا سره سم د عامه هوساینې، طبیعي سرچینو او چاپیریال ساتنې د کمېسیون د لومړي اجلاس کاري رپوټ د کمېسیون د رئیس نثار احمد حارس له خوا وړاندې شو.

26-Saratan97-JAL3.JPG

د نوموړي په وینا د کمېسیون غړو د اتلس عنوانه قوانینو او نړیوالو سندونو د څېړنې سربېره د خلکو د شکایتونو پر بنسټ اووه دیرش ځلې حکومتي چارواکي استجواب کړي دي.

ورپسې شفیقې نوروز خېل د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون رپوټ وړاندې کړ او و یې ویل چې دغه کمېسیون د تقنیني چارو د کمېسیون په همکارۍ د افغانستان د سولې بهیر په اړه د استماعیه غونډې دجوړولوسربېره پنځه پنځوس غونډې جوړې کړي چې په کې پر دیارلس عنوانه قوانین، تقنیني فرمانونه او نړیوال اسناد  او لسګونه راغلي عرض پاڼو بحث او پرېکړې ورباندې شوي دي.

په پای کې سناتورې عزیزې مصلح د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون رپوټ مطرح کړ او ویې ویل په روان اجلا س کې یو پنځوس غونډې جوړي شوي او په شل مورده قوانینو، تقنیني فرمانونو، هوکړه لیکونو او نورو تقنیني او نړیوالو اسنادو باندې بحث او پرېکړې شوي دي.

دویلو ده چې  د دغه رپوټونو مفصل خبر سبا شپه د کمیسیونونو د خبرونو په لړ کې خپریږي.

د یو بل خبر له مخې د رڼا پوهنتون یو شمیر محصلینو د مشرانوجرګې د کاري ځانګړتیاوو څخه د معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه د مشرانوجرګې د دارالانشا‌ء د لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د پوهاوي ورکولو پروګرام په چوکاټ کې نن د دې جرګې د عمومي غونډې دبهیرڅخه لیدنه وکړه.

26-Saratan97-JAL5.JPG