اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لندۍ ۲۰ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۲۵ مه

د مشرانوجرګې کمېسیونونو نن په بېلابېلو موضوعګانو بحث او څېړنې وکړې .

د عبدالباقي بریال په مشرۍ د معلولینو او شهیدانو د پاتې کسانو د چارو کمېسیون په غونډه کې، د بروکسل ناستې او د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ او په هیواد کې د جګړې د پای ته رسېدو په اړوند د ناټو د غړو هېوادونو د ژمنو په اړه خبرې وشوې او یاد کنفرانس کې د اوسني وضعیت په اړه د ولسمشر د دریځ نیولو څخه کمېسیون خپل ملاتړ څرګند کړ. دغه راز د کلیو او پراختیا وزارت په د موټرونو په تم ځای کې د پرون ورځې ترورویستي برید په کلکو ټکو وغندل شو، شهیدانو ته  فردوس جنت او  ټپیانو له پاره د سملاسي روغتیا دعګانې وشوې، ټینګار وشو چې امنیني چارواکي دي د خلکو او ملکي ادارو د امنیت د نیولو په موخه جدي تدابیر ونیسي. د غونډې په پای کې، نافذ تقینیي سندونه او  د خپلواکو بودجوي واحدونو او ادارو له عنوانونو څخه د خپلواک کلمې د لیري کولو په اړه د ولسمشر تقنینيي فرمان مطالعه او د تائید وړ وګرځېد .

25-Saratan97-Malolin.JPG

د کمېسیون د مرستیالې طیبې زاهدي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون په غونډه کې، نافذ تقنیني سندونه او خپلواکو بودجوي واحدونو او ادارو له عنوانونو څخه د خپلواک کلمې د لیري کولو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان او مطالعه او د تائید وړ وګرځېدل، خو د غونډې په پیل کې د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزارت د موټرو تم ځای کې د پرون ورځې ځانمرګی برید چې له امله یې یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول، غندنه وشوه او د شهیدانو له پاره د فردوس جنت او پاتې کسانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وشوه، د غونډې به پای کې د کمېسیون د اتم کال د لومړي اجلاس د کاري اجراآتو رپوټ وڅیړل شو او پرېکړه وشوه چې یاد رپوټ دي عمومي غونډه کې وړاندې شي .

د مولوي غلام محې الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمیسیون په غونډه کې، د عدلیې وزارت د تقنین رئیس سره، نافذ تقنیني سندونه او خپلواکو بودجوي واحدونو او ادارو له عنوانونو څخه د خپلواک کلمې د لیري کولو، او د سوداګریزو محاکماتو د اصولو قانون د دویمې ګڼې ضمیمې په اړوند بحثونه وشول. په غونډه کې د نوموړي د نظریو د اورېدو وروسته پرېکړه وشوه په هغو ادارو کې چې د خپلواک کلمه یې د عنوانونو په سر کې د اساسي قانون سره سم صراحتآ ذکر شوي وي، د تائید وړ ده او د دوی تقنیني سندونه دي اصلاح شي خو هغه ادارې چې په کي د خپلواک کلمه صراحتآ ذکر شوې نه وي د کمیسیون له خوا رد شول. خو د سوداګریزو محاکماتو اصولو دویمه ګڼه ضمیمه کې تعدیلونه تائید شول او پرېکړه وشوه چې د کمیسیون نظر دي اړوندو مراجعو ته ولیږل شي

د محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو چارو د کمیسیون په غونډه کې، نافذ تقنیني سندونه او خپلواکو بودجوي واحدونو او ادارو له عنوانونو څخه د خپلواک کلمې د لیري کولو په اړه د ولسمشر تقنینی فرمان او مطالعه او د تائید وړ وګرځېد. همدا راز په غونډه کې د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزارت د موټرو په تم ځای کې د پرون ورځې ځانمرګی برید چې له امله یې یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول، غندنه وشوه او د شهیدانو له پاره  فردوس جنت او پاتي کسانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وشوه  .

 25-Saratan97-Aqwam.JPG

د مېرمن صدیقې بلخي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني تولنې د کمېسیون په غونډه کې، نافذ تقنیني سندونه او د خپلواکو بودجوي واحدونو او ادارو له عنوانونو څخه د خپلواک کلمې د لیرې کولو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان مطالعه او د کمېسیون د غړو له خوا تائید شو . د غونډې په بله برخه کې د کمېسیون غړو په هیواد کي د ملي یووالي په اړه نظرونه وړاندې کړل او و یې ویل افغانستان داسې هېواد دی چې په کي قومونه د بېلا بېلو باورونو او فکرونو سره ژوند کوي او تل د ورورولۍ او برابرۍ له روحیې سره یو د بل ترڅنګ په سوله ییزه توګه ژوند کړی او زیاته یې کړه کوم پرمختګونه او ویاړونه چې علمي، اقتصادي، ورزشي او پوځي برخو کې د دې خاورې غیرتي او با استعداده بچیانو له خوا ترسره کيږي په ټولو هېوادوالو پورې اړه لري او نباید قومي رنګ ورکړل شي ځکه دغه پدیده د هېواد اوسیدونکو او په ځانګړې توګه مېرمنو او ماشومانو باندې ناوړه اغیزه درلودلای شي

25-Saratan97-Zanan.JPG.

د قاری میر حاتم تره خیل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو چارو د کمېسیون په غونډه کې، نافذ تقنیني سندونه او د خپلواکو بودجوي واحدونو او ادارو له عنوانونو څخه د خپلواک کلمې د لیري کولو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان په ا ړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې. د غونډې په بله برخه کې د مشرانو جرګې د دارالانشا د عمومي ریاست د مالي او ا داري مسایلو په اړه د بحث سربیره د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزارت په کارکوونکو د پرون ورځې ځانمرګی برید یو غیر اسلامي او غیر انسانی عمل وګڼل شو دغه راز د امنیتي چارواکو وغوښتل شول چې د هېوادوالو او په ځانګړې توګه د دولتي کارکوونکو د امنیت په نیولو کې دې لازمه پاملرنه ترسره شي .

د حاجی محمد حنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون په غونډه کې د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ د یو شمېر اوسېدونکو شکایت واورېدل شو، دوی د یادې ولسوالۍ د ولسوال څخه شکایت وکړ او و یې ویل نوموړی دا چې په اداري فساد کې ښکېل دي یو شمېر افرادو ته یې سپکاوی کړی او وهلي او ټکولي یې دي او حتي یو شمېر خلک یې اړ کړي ترڅو خپل کورونه پرېږدي چې په دې برخه کې اسناد او شواهد هم شتون لري چې باید ورته پاملرنه وشی. کمېسیون د دوی د شکایتونو په اورېدو سره څرګنده کړه چې ستاسو د پخواني شکایت بر پنسټ د کمېسیون پلاوی چې په نیمروز ولایت کې یې شتون درلود د دلارام ولسوالۍ ولسوال څخه غوښتي چې د راغلي شکایت پر بنسټ د کمېسیون په یوې ناسته کې ګډون وکړي چې نوموړي په دې برخه کې ډاډ ورکړی دی، د غونډې به بله برخه کې د لوی څارنوالې او امنیتي اړوندو چارواکو سره د یوې میرمنې له خوا د صفي الله نومې د لور د تښتونې په اړوند شکایت په بحث کې مطرح شو. یادو چارواکو د څرګندونو د وړاندې کولو ترڅنګ وویل، د دندو د لایحې سره سم د تښتونې اړوند مسایل د ملي امنیت څارنوالۍ له خوا تر څېړنې لاندې نیول کیږي او ډاډ یې ورکړ چې د نوموړي عرض پاڼه به د لازمو اجراآتو په موخه اړوندو مراجعو ته ولیږي

25-Saratan97-Shikayat.JPG.

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمیسیون په غونډه کې، د هیواد پر امنیتي وضعیت د بحث سربیره په پروني مطبوعاتي کنفرانس کې د ولسمشر د وینا څخه د ستاینې ترڅنګ ملاتړ وشو؛ دغه راز وویل شول هڅه دي وشي ترڅو په شمالي ولایتونو کې کومې ستونزې او اوسني لاریونونه چې رامنځ شوي د خبرواترو له لارې حل شي . همداراز د پنجشیر ولایت د طبیعي پیښې او د کندز، پکتیا، ننګرها او زابل ولایتونو د تروریستي پیښو له قربانیانو ته تسلیت وویل شو؛ په نننۍ غونډه کې پتییل شوې وه چې د ننګرهار ولایت د تورخم بندر کمیسار په خپل ګډون سره د خپلو اړونده کاري موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړي؛ خو د نا څرګنده دلایلو له کبله حاضر نه شو .   

د غونډې په بله برخه کې، د محبسونو د عمومي ریاست او توقیف خونو اداري مرستیال، د یاد ریاست د محاکمو سره د اړیکو رئیس او د څرخي پله د مرکزي محبس رئیس د زندانیانو د ستونزو په هکله په ځانګړې توګه هغه زندانیان چې د حبس موده یې پوره شوې خو د نامعلومو دلایلو پر بنسټ له زندانه خلاصون نه مومي،  یا هم د خلاصون په بدل کې ترې د پیسو غوښتنه کیږي؛ کمیسیون ته معلومات وړاندې کړل . یادو چارواکو وویل د څو ورځو را په دې خوا چې په نوو دندو ګمارل شوي د زندانیانو د وضعیت د ښه والي لپاره یې غونډې جوړي کړي او پرتې ستونزې یې تحلیل او څیړلي دي او د محبوسینو په ډیرو اعتصابونو کې کتل شوي چې یاده ستونزه د دوی له صلاحیته وتلې ده ځکه چې د زندانیانو د دوسیو څیړنه په څارنوالۍ کې ډیره موده نیسي . 

او زیاته یې کړه څو ورځې مخ کې د ولسمشر د فرمان سره سم ۶۵ زندانیان له حبسه خوشي شول او دغه راز پر نوي طرحې کار روان دی ترڅو د څرخي پله زندانیانو ته د کار زمنیه برابره او د یاد زندان کلنیک هم ۵۰ بستریز شي همداراز ځینې نورې آسانتیاوې به هم رامنځ شي؛ یاد چارواکي په دې اړه د کمیسیون د رئیس او غړو د مرستې غوښتونکي شول . د کمیسیون رئیس او غړو د محبس د ادارې سره د مرستو ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ په هغو ولایتونو کې چې امنیت یې ښه بلل کیږي زندانیان یې باید خپلو ولایتونو ته تبدیل شي ځکه د نوموړو کورنۍ چې کابل ته راځي د ډیرو ستونزو سره مخامخ کیږي . په پای کې د کمیسیون غړو د ملي دفاع وزارت د عملیاتو د قول ادرو د قوماندان ډګرجنرال بسم الله وزیري او د ده تر امر لاندې د ټول پرسونل له کړنې د ښه وارزول .

25-Saratan97-Dfai.JPG

    د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمیسیون په غونډه کې د آریانا افغان هوایی شرکت اجرائیوي مشر، عملیاتي مرستیال او سوداګریز مرستیال کابل څخه ډهلي او دوبۍ ته د یاد شرکت د الوتنو د کمښت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، د دغه شرکت دوه الوتکې له تخنیکي ستونزو سره مخ دي او د یوې چارتر الوتکې په ګډون یواځې یوه الوتکه لري چې د الوتنو خدمتونه ترسره کوي، زیاته یې کړه چې د الوتنو تنزیل په ټاکلي وخت د خدمتونو د نه ترسره کولو په نسبت وو چې موضوع د شرکت د اندیښې سبب شوې وه او هم د انقرې، ترکیې او دوبۍ نړیوالو هوایی ډګرونو خبرداری ورکړ ترڅو د الوتنو خدمات په ټاکلي وخت ترسره شي، له دې پرته به د آریانا شرکت په تور لست کې واچول شي او له بلې خوا یوه الوتکه یې د ملي دفاع وزارت الوتنو ته ځانګړې کړې ده. همدا راز په غونډه کې چارواکو د تدارکاتو پیچلې پروسیجر د یاد شرکت له عمده ستونزو څخه وګاڼه او ویې ویل دغه شرکت وړاندیز وکړ ترڅو نوي الوتکې وپیري، خو د تدارکاتي ځانګړې کړنلارې د نشتوالي بر پنسټ پیرنه دوه کاله وځنډیده او دوې میاشتې کیږي چې یاد قرارداد لاسلیک شوی او تخنیکي مراحل یې تر دوران لاندې دي، همدا راز چارواکو زیاته کړه چې د لوړپوړو چارواکو نه ملاتړ، آریانا شرکت کې نه همغږي او پراګندګي د یاد شرکت د فعالیتونو د کمرنګه کیدو سبب شوې او دغه شرکت کولای شي خپل فعالیتونه پراخ کړي. په پای کې وپتییل شوه ترڅو چارواکي د آریانا شرکت د ستونزو څخه د وتو له پاره طرح ترتیب او د کمیسیون سره یې شریکه کړي ترڅو د شرکت ستونزو و حل ته د قانوني لارو څخه ورسیږو. د غونډې په بله برخه کې د مخابراتو وزارت د املاکو چارواکو د حاجی ګل نبی د عرض پاڼو په اړه دا چې د کابل ښار نهمه ناحیه کې میشت دوه جریبه ځمکې څخه زیاته چې شرعي اسناد هم په لاس لري، خو په دې وروستیو کې د ضیاالله نومي شخص د ادعا پر بنسټ چې د مخابراتو وزارت ورته دغه ځمکه په تبادله کې ورکړې، معلومات وړاندې کړل او ویې ویل یاده ځمکه د مخابراتو وزارت د ضیاالله نومي سره بدله کړې او د حاجی ګل نبی نه ده بلکې دولتي ملکیت دی چې په دې برخه کې رسمي اسناد هم شتون لري او محکمه هم د وزارت د اسنادو له مخې پریکړه کړې ده چې ګل نبی نومې حضور نه درلود او دعوا یې هم نه درلوده، په پایله کې وپتییل شوه ترڅو موضوع واکمنې محکمې ته د دعوی د حل په موخه راجع کړای شي.

25-Saratan97-Mukhabirat.JPG