اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د زمري ۲۵ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۲۴ مه

د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د یادې جرګې د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې په سعودی عربستان کې د اسلامي نړۍ د علماوو نړیوال کنفرانس له بریالی پای ته رسیدو څخه ، هرکلی وشو.

24-Saratan97-JAL1.JPG

 په پیل کې څلور عنوانه قانون اونړیوالي موافقتنامې غونډي ته  معرفی  شوې، چې د څیړنې او مطالعي په موخه اړوندو کمیسیونونو ته ولیږل شوې.

همدارازپه غونډه کې وویل شول دنړۍ اسلامي علما د سعودي عربستان مکې مکرمی او جدې په ښارونو کې په نړیوال کنفرانس راټول شوي وه، د افغانستان لپاره یې د سملاسي سولې غوښتنه وکړه او د افغانستان دولت او خلکو پر وړاندې یې جګړه د اسلامي ارشاداتو خلاف او حرامه وګڼله؛ نور وسله والو مخالفین د جګړی د دوام لپاره هیڅ پلمه نه لري او ټینګاريي وکړ چې وسله وال مخالفین د جګړې او وینو تویولو څخه لاس واخلي او د سولې ژوند دې غوره کړي.

په همدي توګه د مجلس غړو دکنفرانس له ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه چې خپل سیاسي او اقتصادی  فشار دې  د افغانستان د وسله والو مخالفینو په ملاتړو هیوادونو زیات کړی، ترڅو سوله او ټیکاو په دې خاوره کې را مینځ ته شي.

غونډې د بروکسل ناسته کې د ناټو د غړو هیوادونو د پایلو، ژمنو او یادې ناسته کې د ملي یووالي حکومت د مشرانو د ګډون په اړه نظریې وړاندې کړي او ویې ویل د بروکسل ناسته کې د ناټو سازمان غړو هیوادونو ژمنه وکړه چې د افغانستان وسله وال ځواکونه به تر ۲۰۲۴ کال پورې تمویل او تجهیر کړي؛ خو اړتیا شته چې د پرمختللو جګړه ییزه درنو وسلو سره د هیواد وسله وال پوځ د سمبالولو ترڅنګ دې باید د سولې بهیر او په دې خاوره کې د جګړې د پای ته رسیدو په اړه هڅې ګړندۍ کړي.

همدا راز سناتورانو د پنجشیر ولایت د حصه اول ولسوالۍ اړوند پشغور کلي کې د طبیعي پيښې څخه چې د څو تنو ژوند یې واخیست او د دې ترڅنګ یې درانه مالي زیانونه رامنځته کړل، خواشیني څرګنده کړه او شهیدانو ته یې د فردوس جنت او پاته کسانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه، اوټینګار یې وکړ چې دولتي ارګانونه، ملي او نړیوال سازمانونه دې، دې پیښې ته د بشپړې پاملرنې ترڅنګ زیانمنو سره اړینې مرستې وکړي.

24-Saratan97-JAL2.JPG

په غونډه کې یو ځل بیا یو شمیر سناتورانو د هیواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د یو شمیر هیوادوالو د پراخو لاریونونو او د هیواد په اقتصاد او د خلکو په تګ راتګ باندې د منفی اغیزو، د روزنیزو بنسټونو د بندیدو او ځینو نورو مسایلو څخه یادوونه وکړه او و يې ویل په ځینوټولنیزو رسنیو کې یو شمیر ویدیویي انځورونه د نظام الدین قیصاري د اړوند کسانو د ځورونې په اړه خپاره شوي چې دا ډول ځورونه او تعذیب دټولو ملي او نړیوالو قوانینو خلاف ده او باید د دوی غوښتنو ته پاملرنه وشي، خو دغونډي یو شمیر نورو غړو یو ځل بیا د زورواکو د نیولو په اړه د ولسمشر له پریکړې څخه ملاتړ وکړ او ټینګار یې درلود چې باید د استثنا پرته، قانون په ټولو زورواکو او مافیایی کړیو یو شان پلی شي ترڅو خلک د زورواکو له شر څخه وژغورل شي او د هغو کسانو مخه د ې هم ونیول شي چې د لاریونونو څخه ناوړه ګټه پورته کوي ځکه دا یو ډول بغاوت دی.

همدا راز په غونډه کې د هیواد دوسله وال زړه ور پوځ څخه د ملاتړ ترڅنګ وویل شول په دې وروستیو کې ننګرهار، پکتیا، لوګر، فراه او نورو سیمو کې جګړو او ناامنیو زور اخیستی او د جګړوپه  لیکو او په ځانګړې توګه د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ کې د هیواد دفاعي ځواکونو ته ګڼ شمیر زیانونه اوښتي او د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ د لوړ امنیتي ګواښ سره مخ ده، د ننګرهار ولایت کې ډله ییز او چاودنیز بریدونه زیات شوي چې باید حکومت دې مواردو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د علم او پوهې د د ښمنانو له خوا لوګر او ننګرهار ولایتونو کې د یو شمیر ښوونځیو دتړلو او سوځیدوڅخه انديښنه ، د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کې د هیواد د وسله والو ځواکونو د ړندو عملیاتو څخه نیوکه چې له امله یې ملکي وګړي په شهادت رسیدلي دي، پاکستان کې د بلوڅو سیاست والو په غونډه کې د تروریستي برید غندل او یادې پیښه کې د سیمې د استخباراتي کړیو لاس لرل، د وخت له پلوه د رای ورکوونکو د نومونو د ثبت بهیر باطلیدو په اړه د سیاسي احزابو د طرحې نامناسب ګڼل، د ملک تاتار په نوم شخص له خوا د تخار ولایت خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د پښتنون قوم د ځمکو غصب، هیواد ته د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د راتګ تیاریو څخه هرکلی، ننګرهار ولایت کې د پولیسو تشکیل د کمښت، د آریاناافغان هوایی شرکت کمزورتیا کې د مافیایی کړیو لاس لرل، د بادغیس او نیمروز ولایتونو کې د وچکالي د زیاتوالی، د اجرائیه ریاست د دویم مرستیال حاجی محمد محقق د ګواښ ډکو خبرو څخه نیوکه، کابل ښار کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې څخه یادوونه، د نفتي توکو او په ځانګړې توګه د پترولو تیلو د بیې د لوړیدوڅخه نیوکه او ځینې نور مسایل وو چې مطرح شول.

د آزادو بحثونو په جمع بندۍ کې د مشرانو جرګې رئیس څرګنده کړه، د هیواد امنیتي وضعیت ته په پام سره د مجلس ټول غړي باید د حکومت لوري سره د وضعیت د ښه والي په موخه ګټورې او ارزښتناکې مشورې شریکي کړي، همدا راز د پنجشیر ولایت زیانمنو کورنیو سره یې خپله غم شریکي او د ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل او د حکومت او مرستندویه ټولنو یې وغوښتل چې زیانمنو سیمو ته دې لازمې مرستې ورسوي، دمجلس رییس د ننګرهار ولایت امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ وګاڼه او د یاد ولایت د پوهنې ښاري آمریت باندې تروریستي برید ته د اشارې ترڅنګ چې څو تنه کارکوونکې یې په شهادت ورسیدل د مرکزي حکومت او د ننګرهار سیمه ییزې ادارې څخه یې وغوښتل چې د ننګرهار ولایت د ناامنیو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

د مجلس رئیس هیله څرګنده کړه چې د جمهور رئیس د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پر وړاندې د حقوقي ادعا او ستونزو په پام کې نیولو سره هېواد ته د نوموړي د بیرته راتلو زمینې دې برابرې او د خلکو غوښتنې دې په پام کې ونیول شي، همدا راز یې زیاته یې کړه که چیرې رسنیو کې د اسیرانو د وهلو او ټکولو په اړه خپاره شوي انځورونه رښتیا هم د قوماندان قیصاري د ساتونکو پورې تړاو ولري کوم انساني ضد چلند چې د دوی پر وړاندې ترسره شوي دي د توجیه وړ نه دي او څیړنو ته اړتیا لري له دې پرته کله کله لیدل کیږي چې دا ډول موضوعګانې د خلکو د احساساتو د راپارولو په موخه کارول کیږي او باید اړوند ارګانونه پدې اړه خلکو ته وضاحت ورکړي.

فضل هادي مسلم یار سعودي عربستان شاهي هيواد کې د اسلامي هیوادونو د علمای کرامو دکنفرانس اعلامیې څخه د هرکلي او ملاتړ ترڅنګ د افغاني پلاوي څخه چې په دې کنفرانس کې یې ګډون درلود هم مننه وکړه چې وتوانید د افغانستان د وګړو دردونه په ښه توګه دکنفرانس ګډونوالوته تمثیل کړي او د ټولو اسلامي هیوادونو او په ځانګړې توګه د سعودي عربستان څخه د دې غوښتونکی شو چې د افغانستان د تیرو پرله پسی کلونو دردونو ته په پام سره دې لازمه همکاري او دخلکو لاسنیوی وکړي.

او هم یې څرګنده کړه طالبان باید پوه شي چې اسلامي علما د مسلمانانو قبلې څخه د دوی د جګړې پر وړاندې متفقه فتوا صادره کړې او یاده جګړه یې ناروا او فتنه وګڼله او هیڅ دینی صبغه نه ده پاتې چې دغه ډله په خپلو ویره اچوونکو اعمالو لاس پورې کړي نو باید دوی په هوش راشي او د پردیو استخباراتو د اسارت له کړۍ ځان خلاص او د خلکو ژوند ته درناوی وکړي او خپلې غوښتنې د دموکراسۍ د منل شویو اصولو له لارې  تعقیب کړي .

دغه راز په غونډه کې د لیتوانیا هیواد څخه د مشرانو جرګې د پلاوي رپوټ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون د مرستیالې طیبې زاهدي له خوا وړاندې شو؛ چې په کې وویل شول د افغانستان میرمنو ثابته کړې چې دوی هم د نارینه وو تر څنګ د علم او پوهې د ترلاسه کولو ځواک لري او دم ګړۍ میرمنې په دولتي بیلا بیلو پستونو او په ځانګړې توګه د اردو او ملي پولیسو په ګډون دولتي بنسټونو کې دندې ترسره کوي.

همدا راز سناتورې فوزیه سادات څمکنۍ د پکتیا ولایت څخه د محمدآجان منګل په مشرۍ د مجلس د پلاوي رپوټ وړاندې کړ او و يې ویل، چې د پکتیا اوسیدونکې د امنیت په تامین سر بیره، د غوره روغتیايی خدمتونو،د ټول ګټوپروژو پلي کول، د مکتبونو او دډنډ پټان او جانیخیلو د سړک د رغاوني غوښتونکي دي او زیاته يي کړه چي په دي سړک کي زیات فساد شوی او ډیري پیسي شخصي جیبونو ته تللی او باید قرارداد يي فسخ شي.

د ذکر شوو رپوټونو خبر به سبا شپه د کمیسیونو په خبرونو په مفصل ډول نشر شي

همدا راز په غونډه کې سناتوري نجیبې حسیني د دیني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمسیون د لومړي اجلاس رپوټ وړاندې کړ او و یې ویل چې د دې اجلاس په ترځ کې ۴۷ غونډې جوړي او دولس موارده قوانین، تقنیني فرمانونه، هوکړه لیکونه تر بحث لاندې نیول شوي دي اوهمدا راز دوه پنځوس مورده عرض پاڼو ته رسیدګي شوې ده.

24-Saratan97-JAL3.JPG

دغونډې په بله برخه کې چې مشري یې دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقي په غاړه وه، د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمیسیون د تقنیني لومړي اجلاس کاري رپوټ د سناتورې رڼا ترین له خوا وړاندې شو چې په رپوټ کې راغلي دي په دغه اجلاس کې د دفاعي چارو کمیسیون په دیرشو غونډو کې دوولس عنوانه قوانین، هوکړه لیکونه او نړیوال اسناد تر بحث لاندې نیول شوي دي.

دیوبل خبرله مخې دجهان خصوصي پوهنتون یوشمیرمحصلینو دمشرانوجرګې ددارلانشاء دلوی ریاست دعامه اړیکواواطلاعاتو دریاست د زدکړو اوعامه پوهاوي دخپرونو په لړ کې دمشرانوجرګې دعمومي غونډې او دملي شورا مختلفوبرخوڅخه لیدنه وکړه.

پدې کتنه کې مولوی غلام محی الدین منصف دتقنیني،عدلي اوقضایي چاروکمیسیون رییس په ملي شورا کې دقوانینو د مراحلو دبشپړولوپه اړه یادو محصلینو ته معلومات ورکړل او دهغوی وړاندیزونه یې واوریدل