اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د تلې ۲۸ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۷ کال دچنګاښ ۲۳ مه

د مشرانوجرګې کمېسیونونو نن په بېلابېلو موضوعګانو بحث او څېړنې وکړې .

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په غونډه کې د مخابراتو وزارت د سرپرست، د اترا ادارې د مرستیال او د مالیې وزارت د عوایدو د عمومي رئیس په حضور سره د لس سلنه مخابراتي محصول د راټولولو د څرنګوالي او د ریل ټایم سیستم د جوړېدو په اړه بحثونه وشول. په سر کې د کمېسیون مشر د خبرو په ترځ کې وویل، ټاکل شوې وه د ریل ټایم سیستم د دوو میاشتو څخه د څلورو میاشتو په موده کې فعاله شي، په داسې حال کې چې تر شپږو زیاتي میاشتې وشوې خو تر اوسه دغه سیستم نه دی فعال شوی او هم د مخابراتو وزارت او د نورو ښکېلو ادارو چارواکو د دې کشالې د منطقي حل لارې د جوړېدو په موخه د قناعت وړ ځواب نه دی وړاندې کړی. ورپسې د مخابراتو وزارت معین او سرپرست او د اترا ادارې مرستیال وویل چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د اقتصادي عالي شورا د غونډې د پرېکړې له مخې د مالیې وزارت او اترا اداره موظفه شوه ترڅو یو بل سره په همکارۍ د ریل ټایم دیتا منجمنټ سیستم د تدارکاتو بهیر د ملي تدارکاتو ادارې د متخصصینو د نظر لاندې پیل کړي او د تخنیکي او تدارکاتي کمیټو د لارښوونې سره سم د اقتصاد وزارت د پخواني وزیر د نظر لاندې کار پیل کړي چې وتوانیدل دوولس غوښتنې هم ترلاسه کړي، خو د پروسې څیړنه د مخابراتو او اقتصاد وزارتونو رهبرۍ کې د بدلون له امله پڅ بهیر سره مخ شوه ترڅو دا چې د اقتصادي عالي شورا د لارښوونې پر بنسټ د ریل سیستم د جوړېدو مسئولیت په رسمي توګه د دې وزارت په غاړه شو. چارواکو زیاته کړه د ملي تدارکاتو ادارې د متخصصینو د مشورې پر بنسټ د دوولسو مینه والو کمپنیو اسناد ارزول شوي  او څلور  کمپنۍ شارټ لست شوي دي. د کمېسیون غړو د یاد سیستم په جوړېدو د ټینګار تر څنګ عمده ستونزه د ملي تدارکاتو په اداري کار کې ځنډ وګاڼه. دغه راز په غونډه کې ډهلي او دوبۍ ته د آریانا افغان هوایی شرکت د الوتنو د کمېدو ستونزې په اړوند خبرې وشوې او روښانه شوه چې د دې شرکت تدارکاتي ستونزې د تدارکاتو د ملي ادارې له خوا په ټاکلي وخت نه ترسره کیږي او د یاد شرکت د فعالیتونو خنډ ګرځیدلې او وپتییل شوه چې د آریانا شرکت اجرائیوي رئیس او سرپرست دې د تجارتي مرستیال، عملیاتي مرستیال، د یاد شرکت د پلورنو مدیر سره یو ځای د چنګاښ د پنځه ویشتمې نیټې غونډې ته حضور راوړي، د غونډې په پای کې د کمېسیون غړو د جلال آباد ښار د پوهنې ښاري مدیریت ودانۍ باندې د ترهګرو ډله ییز برید چې د یو شمېر هېوادوالو د شهادت او ټپي کېدو سبب شو په کلکو ټکو وغندل شو او په دې برخه کې د اندیښنې ترڅنګ د امنیتي چارواکو وغوښتل شول تر څو په یاد ولایت کې د پولیسو تشکیل په زیاتوالي کې اقدام وکړي.

23-Saratan97-Mukhabirat.JPG

د حاجی محمد حنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون په غوڼډه کې خصوصي هوایي شرکتونو سره سیالیو کې د آریانا هوایي شرکت د مدیریت د کمزورتیا او په ځانګړې توګه سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد، د شخصی دفترونو له لارې د دغه شرکت د ټکټونو د پلور او د الوتنو د نامنظم والي په ا ړه راغلي پرله پسې شکایتونه د یاد شرکت سوداګریزو رئیسانو او د پلورنو آمر په حضور کې مطرح شول. په غونډه کې د یادو چارواکو څرګندونې او دلایل کمېسیون ته د قناعت وړ ونه ګرځیدې، ټینګار وشو چې د آریانا هوایی شرکت مشرتابه دي د دې اداری ملي دریځ ته په پام سره خپلې پلټنې بیا وکړي او د دې ترڅنګ دي د دغې ادارې د ځینو چارواکو د واکونو او دندو څخه ناوړه ګټه اخیستل وڅیړي او یاد کمیسیون ته دي رپوټ وړاندې کړي.د غونډې په بله برخه کې د  ترانسپورټ وزارت د کاماز باروړونکې تصدۍ د ملکیتونو د غصب د څیړنې په اړه د عدلیې وزیر په مشرۍ د جمهوری ریاست د عالي مقام د ګمارل شوي پلاوي د اجراآتو څرنګوالی د عدلیې وزارت له مرستیال سره په بحث کې مطرح شو. د عدلیې وزارت مرستیال د یاد ملکیت د غصب له جریان څخه کمېسیون ته رپوټ وړاندې کړ، زیاته یې کړه چې موضوع د قانون سره سمه  د درنو جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ له لارې څیړل شوې او تر اوسه وروستۍ محکمې په دې برخه کې پریکړه نه ده کړې چې د نهایی پریکړې سره به د عدلیې وزارت لازم اجراآت وکړي. خو کمېسیون ټینګار وکړ چې د عدلیې وزارت د دولت د قضایاوو ریاست چارواکي دي موضوع  د خپل ملي درک په پام سره وڅاري او په یو مناسب وخت کې دي د اجراآتو له پایلو څخه کمېسیون خبر کړي. ویل کیږي چې د نن ورځې په غونډه کې د عدلیې وزیر ته بلنه ورکړل شوې وه چې د نوموړي نه راتګ د کمیېسیون د غړو د سختې نیوکې سره مخ شو او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مسئولین  ته یادوونه وشوه چې له دې وروسته دي د دولتي چارواکو د رابللو په امر کې د قانون سره سم اجراآت وکړي.همدا راز د بامیانو ولایت د شیبر ولسوالۍ د پوهنې د څارنې غړو د دوو کارکوونکو شکایت د یاد ولایت د بشري سرچینو چارواکو سره مطرح شو. دوی وایی چې د آزادي سیالۍ له لارې په دغه بست کې مقرر شوي خو د دوی پر ځای نور اشخاص یادو بستونو ته معرفي شوي دي. د کمېسیون غړو د یاد ولایت د بشري سرچینو د چارواکو څرګندونې غیر موجه وګڼلې، پرېکړه وشوه ترڅو موضوع په راتلونکې ناسته کې د پوهنې وزارت د مرستیال او د بامیان ولایت د پوهنې د رئیس په حضور کې مطرح کړای شی. په پای کې د بریښنا شرکت د ډیزل تیلو د قرارداد بهیر کې د نه رڼوالي په اړه د داوطلبو شرکتونو څخه د یوه شکایت د بریښنا ریاست مالي او اداري مرستیال او مالي رئیس سره مطرح شو. د بریښنا شرکت چارواکو د داوطلبی مراحلو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د قرارداد جزئیات او اصول لیک په کمېسیون ته راولیږي ترڅو پر بنسټ یې مقتضي پرېکړې وشي.

23-Saratan97-Shikayat.JPG

د بی بی حاجی نفیسی سلطاني په مشرۍ د معلولینو او شهیدانو د پاتي کسانو د چارو د کمیېسیون په غونډه کې د مورا تعلیمي، تحصیلي او کمپلکس موسسې رئیس د یادې موسسې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او و يې ویل، دغه موسسه د معالجوي طب، کمپیوترساینس، اداره او تجارت، ښوونه او روزنې او د روغتیایی علومو انستیتوت برخو کې فعالیت لءي او د پوهنې د نوی نصاب مضمونونو سربېره د قرانکریم، تجوید او رسامۍ مهارت کورسونو کې د ۴۸۰ تنو په شمېر زده کوونکې په ښوونه بوخت دي او نوي سلنه محصلین چې د معلولینو، د  ښوونکو د بچیانو، د جوماتونو دخطیبانو او د شهیدانو د پاتې کسانو  څخه دي د پنځوس سلنه تخفیف څخه برخمن دي. او هغه معلولین چې ځانګړي تولګي ته اړتیا لري په دې موسسه کې ورته د تعلیم او تحصیل زمینه برابره ده چې یو شمېر معلولین د روزنې د ترلاسه کولو په حال کې دي همدا راز اتلس تنه یتیمان چې د روزنتون څخه راپیژندل شوي دي، د روزنې لاندې دي، د کمېسیون غړو د مورا پوهنتون کړنې او فعالیتونه د وړکتون څخه تر لیسانس دورې پورې وستایلې، او د دا ډول مرکزونو شتون یې د هیواد د پرمختګ په برخه کې مثبت ګام وګاڼه او د معلولینو او شهیدانو کورنیو له پاره د تعلیمي او تحصیلي خدمتونو د وړاندې کولو په ویاړ د یادې موسسې رئیس پوهنمل ډاکټر عزیزالله امیر څخه د تقدیر  لیک په ورکړې سره ستاینه وشوه. د غونډې په بله برخه کې د افغانستان د پشري حقوقو د خپلواک کمېسیون د عمل پروګرام او ستراتیژیک پلان پلي کېدو اړوند د معلولیت لرونکو اشخاصو حقوقو څخه د ملاتړ په برخه کې د ۱۳۹۶ کال د اجراآتو  رپوټ مطالعه او د غور او څیړنو وروسته اړوندو ادارو ته واستول شو.

23-Saratan97-Malolin.JPG

د مېرمن صدیقې بلخي به مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون غونډې په هېواد او په ځانګړې توګه ننګرهار ولایت کې د ناامنیو د زیاتېدو او د دغه ولایت د ښاري پوهنې پر مدیریت باندې د ترهګرو د وروستي برید په اړوند خبرې وشوې او د امنیتي چارواکو وغوښتل شول چې د هېواد د اوسېدونکو د امنیت د ټینګښت په اړوند دي جدي تدابیر تر لاس لاندې ونیسي. د غونډې په بله برخه کې د کمېسیون غړو سعودي عربستان کې د ۳۳ اسلامي هېوادونو د ناستې څخه د هرکلي او د سوله غوښتونکو هڅو پر دوام د ټنیګار سربېره، په هېواد او په ځانګړې توګه کابل ښار کې د اوبو د کمښت او ښار کې د اوبو مدیریت د کمزورتیا په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او د اړوندو چارواکو او په ځانګړې توګه د اوبو او انرژۍ وزارت څخه وغوښتل شول ترڅو په دې اړوند مخکې له مخکې تدابیر تر لاس لاندې ونیسي او د خپلو اجراآتو څخه دي خلکو ته ډاډ ورکړي

23-Saratan97-Zanan.JPG.

د نثاراحمد حارس په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون غړو د پنجشیر ولایت د خینج ولسوالۍ د لومړی برخې د پشغور په کلیو کې چې د لوړو جهیلونو څخه د پسکنده د حوض د غره د ښویدنې له امله د یادې سیمې یو شمېر اوسېدنکو خپل ژوند له لاسه ورکړ خواشیني او همدردي څرګنده کړه، د کورني او نړیوالو مرسته رسوونکو بنسټونو یې وغوښتل ترڅو زیانمن شویو کورنیو ته د مرستې رسونې په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي . دغه راز په غونډه کې د سید اسداالله هاشمي شکایت دا چې دوه کاله وړاندې د آزادې سیالۍ له لارې د پروان ولایت د سرې میاشتې ریاست ته بریالی شوی خو تراوسه یاد ریاست ته نه دی ورپېژندل شوی، خبرې وشوې، پرېکړه  وشوه ترڅو موضوع په لیکلي ډول د سرې میاشتې عمومي ریاست ته واستول شي چې په دې ټوګه د عارض د ستونزې په اړه د پام وړ اقدام ترسره کړي . د غونډې په بله برخه کې د کمېسیون غړو د هېواد په بازارونو کې په ډېره اندازه د تاریخ تېرو خوراکي توکو  د شتون په ا ړه شکایتونه چې د ښارونو د اوسېدونکو له خوا شوي دي بحث وشو، پرېکړه وشوه چې په دې اړه د ځینو اداراتو او د یو بل په دندو او کاري څانګو کې د نه لاسوهنې او په ښارونو کې د تاریخ تیره خوراکي توکو د مخنیوي په موخه دي موضوع جمهوري ریاست مقام او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته ولیږل شي ترڅو یادې ادارې پر یوه طرحې کار وکړي او یوه خپلواکه اداره د ( خوراکي توکو د خوندیتوب ) تر نامه لاندې رامنځ ته او د خپل کاري کړنو د پایلو تر لاسه کولو وروسته دي د منظورۍ په موخه جمهوري ریاست مقام ته ارايه کړي . په همدې توګه په غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د اوبو د سطحې د کښته تلو په اړه د خلکو اندېښنې او په لوړه کچه د اوبو پر اصراف په خاصه توګه د، سونا حوضونو، موټر شویانو، حمامونو، استوګنیز کورونو او د خپلسرو ژورو څاګانو کیندل او پرته له دې چې تخنیکي مسایلو ته یې پام وشي خبرې وشوې، پرېکړه وشوه چې د کابل ښار او د هېواد نورو عټو ښارونو کې د اوبو د کمښت ستونزو په موخه د اړونده چارواکو او لوړپوړو عالي رتبه دولتي اراکینو په ګډون یوه استماعیه غونډه جوړه شي

23-Saratan97-Rifai.JPG .

د مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمیسیون په غونډه کې، د ښځو چارو وزیر او د یاد وزارت د حمایوي مرکزونو د رئیس په حضور کې د امن کورونو او ښځینه محبسونو په اړه پر راغلو شکایتونو او ځینو نورو اړونده مسایلو بحثونه ترسره شول . یادو چارواکو د خپلو توضیحاتو په لړ کې وویل د هیواد په کچه ۲۷ حمایوي مرکزونه فعالیت لري چې نظارت یې د حمایوي مرکزونو د رئیس د پلان سره سم د کال له پیله ترتیب شوی او د ښځینه محبوسینو، حمایوي مرکزونو او د ځینو مهمو قضایاوو څخه نظارت ترسره کیږي او زیاته یې کړه د ښځو چارو وزارت چې د قانون د حاکمیت د شورا د کمیټې غړیتوب لري محبوسینو ته یې د بند د مودې په اړه د تخفیف وړاندیز کړی چې د هیواد د ولسمشر د تائید وړ ګرځیدلی . د ښځوچارو د وزارت چارواکو د امن په کورونو کې د بې بنده بارو کسانو شتون رد کړ او و یې ویل په یادو کورونو کې بې سرنوشته او هغه ښځینه چې کورنۍ یې نه مني ساتل کیږي باید په محبسونو او حمایوي مرکزونو کې د امنیتي مسؤلینو له خوا د ګرځنده ټیلفونو مخه ونیول شي او هلته امنیتي کامرې نصب شي . کمیسیون د یادو چارواکو د توضیحاتو تر اوریدو وروسته د ښځوچارو د وزارت له هڅو څخه مننه وکړه پریکړه وشوه چې د کورنیو چارو وزارت دي د قانون سره سم د حمایوي مرکزونو د محافظینو او ښځینه محبسونو د آمرینو په ګمارنه کې جدي توجه وکړي او په یادو ځایونو کې د غیر مسؤلو اشخاصو د ننوتلو مخه ونیسي دغه راز د ښځو چارو له وزارت څخه وغوښتل شول چې د حمایوي مرکزونو او ښځینه محبسونو څخه خپل نظارتي رپوټ په لیکلي توګه یاد کمیسیون ته راولیږي ترڅو د قانون سره سم د محبوسینو شکایتونو ته لازمه رسیده ګي وشي . د غونډې په بله برخه کې د خپلواکو بودجوي واحدونو څخه په عناوینو کې د خپلواکې کلمې د لیرې کولو او نافذو تقنیني سندونو په اړه د ولسمشر پر تقنیني فرمان بحث ترسره او وپتییل شوه چې په راتلونکو غونډو کې د عدلیې وزارت د تقنین رئیس دي د همدغې موضوع په اړه راوبلل شي

23-Saratan97-Adli.JPG .

د کمیسیون د مرستیال مولوي محمد عثمان رحماني په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون په غونډه کې د شپږو هېوادونو د پارلمانونو د رئیسانو د کنفرانس د اساس لیک او منشور د نهایي کېدو په موخه اسلام آباد ته د افغانستان د پارلماني پلاوي د سفر په اړه د را غلي رپوټ په اړه بحث او د لا زیاتو مطالعاتو په موخه راتلونکې غونډې ته وځنډول شو. همدا راز د افغانستان او فدراتیفې روسیې د پارلمانونو تر منځ د اړیکو د ټینګښت او پراخوالي په اړه بحث او پرېکړه وشوه چې یو لړ موارد دي تدوین او په رسمي توګه د فدراتیفی روسیې د مشرانو جرګې په آدرس ولیږل شي.

23-Saratan97-Bio.JPG

د کمیسیون د مرستیالی روشن آرا الکوزۍ په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې  د هغو وزارت خانو وغوښتل شول ترڅو هغو چارو ته چې د کوچیانو چارو د عالي شورا او کورنیو بیځایه شویو له خوا د دوی د ژوندانه د وضعیت د ښه والي په موخه ورسپارل کیږي لازمه پاملرنه وکړي. د غونډې په بله برخه کې افغانستان کې د روانې جګړې، ځانمرګو او چاودنو د حرام ګڼلو په اړه د سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي نړۍ د  عالمانو د کنفرانس پرېکړې څخه هرکلی وشو او هیله څرګنده شوه چې حکومت او مخالف وسله وال وکولای شی یو ځل بیا د اوربند په اړه اوږد مهاله هوکړې ته ورسیږي ترڅو د سولې خبرو اترو له پاره لار هواره شي .

23-Saratan97-Aqwam.JPG

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصا، مالي او بودجې دکمیسیون په غونډه کې د محاکماتو اصولو قانون د دویمې ګڼې ضمیمی د ځینو اسنادو مواد تر څیړنې لاندی ونیول شول او وبتییل شوه چې د یادې ضمیمی د پاتي موادو په اړوند دي په راتلونکې ناسته کې خبري وشی. د غونډې په بله برخه کې د افغانستان د پشری حقونو د خپلواک کمیسیون د پرمختیایی بودجې د لګښت رپوټ چې په بلخ او دایکندی ولایتنو کې د سیمه یزو دفترونو د جوړیدو او مرکزي دفتر الحاقیې پروژې په ګډون دي، مطالعه او وپتییل شوه چې د یاد رپوټ په اړه دي په راتلونکو ناستو کې لا زیات غور وشي.

23-Saratan97-Mali.JPG

د کمیسیون د مرستیالي لیلما احمدي په مشرۍ د دینی، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو دکمیسیون په غونډه کې هیواد کې د وروستیو ناامنیو او د هېواد د پوهنې په نظام د دی د ناوړه اغیزو په اړه بحث او وویل شول چې د هیواد دښمنانو په دي وروستیو د هیواد بیلا بیلو سیمو کې د د ښوونځیو په تړلو او سوځولو لاس پوري کړي او هم تیره اوني یې د  ننګرهار ولایت د پوهنې ښاري امریت تر ډله ییز برید لاندی ونیو او د لوګر ولایت څو ښوونځي یې هم وسوځول، د کمیسیون غ ړو د قربانیانو کورنیو سره د ډاډګیرنې د څرګندولو تر څنګ له حکومته او په ځانګړي توګه د امنیتی چارواکو وغوښتل چې د ښوونځیو او تحصیلي بنسټونو د امنیت په ټینګښت کې لا زیاته پاملرنه وکړي. د غونډې په بله برخه کې د افغانستان تعلیمی او تحصیلی نظام تر نامه لاندي استماعیه  غونډه چې ټاکل شوې د کمیسون به ابتکار د ملی شورا مشرانو جرګې له خوا جوړه شی او په کې حکومتي اړوند چارواکي هم ګډون وکړي بحث او خبري به وشی.

23-Saratan97-Farhangi.JPG