اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د چنګاښ ۲۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۷ یم کال د چنګاښ ۲۰ مه

د میرمنې نفیسې سلطاني په مشرۍ د معلولینو او شهیدانو د پاتې کسانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې، د پاراولمپیک د مالي او اداري مرستیال، د میدان وردکو د همغږۍ رئیس، د میدان وردکو د همغږۍ د غړي په حضور د جلال آباد ښار کې شوی ځانمرګی برید چې د یو شمېر هېوادوالو د شهادت او ټپي کېدو سبب شو په کلکو ټکو وغندل شو او د منان خدای (ج) له دربار څخه د شهیدانو روح ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د سملاسي روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبر دعاګاني وشوې. د غونډې په بله برخه کې د کمېسیون غړو د افغانستان د جګړې او سولې په اړوند جدې او مکې مکرمې ښارونو کې د افغانستان په ګډون د څلویښتو زیاتو هېوادونو د ناستې څخه چې ټاکل شوې د نن ورځې د ناستې په پای کې د ویره اچونې او افراط ګرایی پر وړاندې خپل دریځ روښانه  د جګړې او سولې د څرنګوالي په اړوند خپلې څیړنې وکړي، ملاتړ څرګند کړ او یاده ناسته یې یو ښه اقدام وباله.همدا راز د کمېسیون غړو د ۲۰۲۰ کال وروسته د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل په اړه بروکسل کې د ناټو سرمشریزې او یادې ناسته کې د ملي یووالي حکومت د مشرانو د ګډون په اړه بحث وشو، هیله څرګنده شوه چې د دې ناستې پایلې په هېواد کې د سرتاسري سولې او جګړي د درېدو سبب شي او په یادې ناسته کې د ا فغانستان معلولينو ته د نړیوالې ټولنې د کلنیو مرستو څخه یادوونه وشوه، دغه راز د میدان وردک د همغږۍ رئیس د پاراالمپیک کمیټې د سفرونو د ونډې او مرستو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل، زیاته یې کړه چې معلولیت لرونکو اشخاصو ته د موټرو د ټرانسپورتي تنظیم په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام د لارښوونې له مخې چې وکولای شی له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښت وکړي، خو دغه امر د میدان وردکو په ولایت کې د ښاروالۍ له خوا په معلولو اشخاصو د کاله په پنځه سوه زره افغانۍ اجاره کیږي چې په نورو ولایتونو کې داسی نه دی، همدا راز د پاراالمپیک مالي او اداري مرستیال د یاد بنسټ د لاسته راوړنو څخه یادوونه وکړه او و يې ویل چې د پاراالمپیک کمیټې د آسیایي هېوادنو سیالیو کې د ښو لاسته راوړنو سره هېواد ته راستانه شوي  چې له دې شمېره څخه د تایلینډ هیواد سیالیو کې د معلولو نجونو د اتلولی کپ ترلاسه کول، د اندونیزیا په هېواد کې د ښځینه او نارینه ورزشکارانو ګډون څخه یادوونه وکړه او د معلولینو له پاره یې د هېواد څخه بهر د سیالیو برابرولو، د روزونکو د روزنې او د ورزشي وسایلو په موخه د سره صلیب کمیټې، مین پاکي موسسی، انټرنیشنل انډي کپ او د بدني روزنې ریاست څخه قدردانی څرګنده کړه او د پارا المپیک کمیټې له پاره د مرستندویو بنسټونو د همکاریو غوښتونکې شول. همدا راز د پاراالمپیک کمیټې د جمنازیم د ژر تر ژره جوړېدو په اړه د بدني روزنې ریاست د پاملرنې غوښتونکي شول، په پای کې وپتییل شوه چې د میدان وردکو ولایت د همغږی شورا ستونزې دي د مکتوب په ترڅ کې په رسمي توګه د میدان وردکو ولایت مقام، ښاروالي او د یاد ولایت ترانسپورت ته ولیږل شي ترڅو د معلولیت لرونکو اشخاصو قانون سره سم له دوی سره جدي همکاري وشي.

20-Saratan97-Malolin.JPG

د مولوي غلام محې الدین منصف په مشرۍ د تقنیني ، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون په غونډه کې د بد چلند، ربړونې او په ژوندانه چارو کې د زندانیانو بد وضعیت ته د نه پاملرنې په اړه تاجکستان هېواد کې میشت د افغان بندیانو د خپلوانو د شکایت په اړوند د زندانونو او توقیف خونو عمومي رئیس او د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي ریاست سرپرست سره بحثونه وشول. د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي ریاست د سرپرست د څرګندونو پر بنسټ، د بهرنیو چارو وزارت او لويې څارنوالۍ استول شوي پلاوي د رپوټ پر بنسټ ډېری محبوسین د تروریستي او نشه یي توکو د جرایمو په شان بېلا بېلو جرمونو باندې محکوم دي او زندانیانو سره د محبس د چارواکو د بد چلند په اړوند د عارضینو شکایت موجه نه دی او د رپوټ سره ورته والی نه لري او زیاته یې کړه چې د ترسره شوي سروې پر بنسټ د ۱۹۴ تنو په شمېر زندانیان شتون لري چې له دې شمېر څخه ۱۷۳ یې د لېږدونې وړ دي چې ژر تر ژره به ولېږدول شي، کمېسیون وپتېیله ترڅو تاجکستان هېواد کې د پرتو افغان زندانیانو د خپلوانو عرض پاڼه په رسمي توګه د بهرنیو چارو وزارت په نامه د رسیدګي په موخه واستول شي. همدا راز د زندان عمومي رئیس څخه د څرخي پله په مرکزي زندان کې په اعدام د محکومو زندانیانو په اړه یو لړ پوښتنې مطرح کړې، نوموړي وویل په دې زندان کې شاوخوا ۷۵۰ تنه د اعدام په سزا محکوم شوي زندانیان شتون لري چې د یادو زندانیانو څخه د یولسو تنو د اعدام حکم د ولسمشر له خوا توشیح شوی، نوموړي د ایران هېواد څخه د افغان زندانیانو د  لېږد په اړه وویل، ۱۳۹۶ کال کې د ۲۰۴ تنو په شمېر زندانیان له یاد هېواد څخه انتقال شوي او ۱۳۲ نور هم د انتقال وړ دي.

20-Saratan97-Adli.JPG

د حاجي محمد حنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون په غونډه کې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر د ځینو چارواکو د ناسم چلند څخه د یو شمېر مسافرینو شکایت د یاد هوایي ډګر د سرحدي قوماندان په حضور کې مطرح شو چې نوموړي  یاد شکایت  تائید کړ او و یې وویل، د هوایی ډګر د مسئولینو تر منځ د همغږۍ نشتوالی او د مسلکي اشخاصو کمښت د دې قوماندانی د  اساسي ستونزو څخه شمېرل کیږي، نوموړي په دې برخه کې د کمېسیون د همکارۍ غوښتونکی شو. د غونډې په بله برخه کې د هېواد په داخل او خارج کې د استادانو د ظرفییت د لوړېدو د زمینو د برابرولو او په وخت د اجراآتو په اړه د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې عمومي رئیس مېرمن سوسن وردک له کړنو او هڅو څخه ستاینه وشوه او د کمېسیون ستاینلیک نوموړي ته ډالۍ شو. د غونډې په بله برخه کې د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیس د ابو نصر فراهي ۷۸ میل بندر او د نیمروز ولایت ګمرک د ستونزو او شکایتونو په اړه  د کمېسیون غړو ته معلومات وړاندې کړل، و یی ویل چې د فراه ولایت د اوسېدونکو او د یاد کمېسیون د غوښتنو په اساس په پام کې ده ترڅو په لومړۍ مرحله کې ګمرک د اوسنی سیمې څخه  د ابو نصر فراهي ۷۸ میل سرحدي سیمې ته ولېږدول شي، د فساد څخه د مخنیوي او د افغانستان بانک د کارکوونکو څخه د یو تن د ګمارنې په اړه یاد سیستم ته رسیدګی وشي همدا راز د دې بندر آمر به د دندې نه لیرې کړای شي، همدا راز وویل شول چې د نیمروز ولایت په ګمرک کې د فساد سره د مبارزې له پاره هم لازم پروګرام تر لاس لاندې دی. په پای کې د آریا ښارګوټي د یو شمېر اوسېدونکو شکایت د افغانستان بریښنا شرکت د عملیاتي مرستیال په حضور کې مطرح شو، نوموړي د خلکو شکایتونه موجه وګڼل او په یاد ریاست کې یې د مسلکي او کارپوه کارکوونکو د نشتوالي څخه یادوونه وکړه، د کمېسیون غړو سره یی ژمنه وکړه چې د خلکو شکایتونو ته به په وخت سره رسیدګي وشي.

20-Saratan97-Shikayat.JPG

د محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو د کمېسیون د نن ورځې په غونډه کې، د کوچیانو او کورنیو بیځایه شویو د چارو د عالي شورا د مصوبې د پاتې برخې رپوټ په اړه چې د غبرګولي په اوولسمه نېټه د هېواد د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د جمهوري ریاست ارګ کې جوړه شوې وه، بحث او مقتضي پرېکړې وشوې. دغه راز د کمېسیون غړو د جلال آباد ښار د نن ورځې ترهګریز برید چې له امله یې یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول په کلکو ټکو وغندل شو او د قربانیانو کورنیو سره د غم شریکۍ ترڅنګ د اړوندو مسئولینو وغوښتل شول ترڅو د ټپیانو د درملنې په برخه کې ښه اقدامات وکړي.سناتورانو زیاته کړه چې د افغانستان دښمنان د دا ډول جنایتونو په ترسره کولو سره غواړي د افغانستان د خلکو هیلې او سولې ته د دوی د رسېدو له پاره راغلې اجماع زیانمنه کړي، خو ترهګر دي په دې پوه شي چې هیڅکله نه شي کولای حکومت او زموږ ولس د سولې د اساسي لومړیتوب څخه پاتي کړي.

20-Saratan97-Aqwam.JPG

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې د اته څلویښت وزارت خانو او دولتی ادارو د ظرفیتونو د لوړېدو پلانونو د پلي کېدو په اړه د اقتصاد وزارت راستول شوی رپوټ مطالعه او لازمې پریکړې وشوې. دغه راز په غونډه کې د ملي امنیت عمومي ریاست د پرمختیایی بودجې د لګښت رپوټ کې لس پروژې او په ولایتونو کې د تیلو ذیرمو د رغاونې په برخه کې د کورنیو چارو وزارت د پرمختیایي پروژو، د هيواد ولایتونو کې د توقیف خونو او لوژستیک ډیپوګانو د رغاونې د لګښت رپوټ په جلا توګه مطالعه او پریکړه وشوه چې د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست دي د روان کال تر پایه د ولایتونو په کچه د خپلو پرمختیایي پروژو د کار د پرمختګ د فیصدۍ رپوټ په لیکلي توګه کمېسیون ته راولیږي.

20-Saratan97-Mali.JPG

د میرمنې صدیقي بلخي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې د کمېسیون غړو سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې او ټیکاو په اړه د اسلامي هېوادونو د ناستې څخه هرکلې وکړ او یاده ناسته یې د افغانستان حکومت له پاره مناسب فرصت وګڼه او هیله یې څرګنده کړه چې د دی ناستې پایلې وکولای شي افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدو په برخه کې ګټور واقع شي او په هېواد کې د تلپاتي سولې او ټیکاو په راوړلو کې مرسته وکړي.

20-Saratan97-Zanan.JPG

د قاري میرحاتم تره خیل په مشرۍ د ولایتی شوراګانو، مصئونیت او امتیازونو د کمیسیون به غونډه کې د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست باندي د پردیو د اجیرانو ځانمرګې او وسله وال برید په کلکو ټکو وغندل شو او د شهیدانو له پاره د فردوس جنت او ټپیانو ته د لوي خداي له دربار څخه د سملاسي روغتیا دعاګاني وشوې او د حکومتي اړوندو چارواکو څخه وغوښټل شول چې د هېوادوالو د امنیت د ټڼیګښت  په برخه کې لازم او جدی تدابیر ونیسي. د غوندې به بله برخه کې د  افغانستان د سولې او ټیکاو په اړه د اسلامي هیوادونو د علماو ناستې څخه چې سعودي عربستان کې جوړه شوې، هرکلې وشو او یاد ناسته یې د هیواد او ولس په خیر وګڼله، همدا راز په غونډه کې راغلو عریضو ته د رسیدګي تر څنګ د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ اوسیدونکو څخه د دوو تنو د شکایت په اړه دا چې دوي د ښوونکو د آزادي سیالۍ ازموینې د موافقانه تیرولو سره سره تر اوسه بی برخلیکه پاتي دي، خبرې وشوې، موضوع اړوند کمېسیون ته راجع شوه.

20-Saratan97-Emtiazat.JPG

د لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمیسیون په غونډه کې د بریښنا د لویو پروژو د پرمختګ د څرنګوالی، د بریښنا د تلو راتلو او د کابل ښار د بریښنا جریان کې د بی نظمیو او هم د ننګرهار ولایت د بریښنا ستونزو ته د رسیدګی، پلازمینه او ولایتونو کې د بریښنا لګښت د بیو د توپیر، د ډیجیتلی میټرونو د شفافیت د روڼوالي او د غزني بریښنا د ستونزو په اړه د بریښنا شرکت د عمومي رئیس او د کابل بریښنا ریاست سرپرست څخه یو لړ پوښتنې مطرح شوې. د بریښنا شرکت عمومي رئیس وویل د جلال آباد ښار د دوو سرچینو هر یو نغلو او ډرونټې څخه بریښنا پوره کوي چې اوس مهال شاوخوا اته میګاواټه بریښنا د نغلو مزي له لارې د مهترلام سب ستیشن او پنځوس میګاواټه د همیشه بهار سب استیشن ته چې ظرفیت یې شپږ اویا میګاواټه دي انتقالیږي او زیاته یې کړه، ټاکل شوې سل میګاواټه بریښنا چې شپیته سلنه يې د بریښنا شرکت پورې اړه لري او پاتي څلویښت سلنه یې د اوبو او انرژۍ وزارت پوري اړه لري چې په ننګرهار ولایت کې تطبیق کیږي.نوموړي وویل د غزنی، وردک، خوست او پکتیا ولایتونه وارداتي بریښنا پورې تړل شوي او ټاکل شوې د یادو ولایتونو تعرفو ته تخفیف ورکړل شي او د میتر لوستونکو فساد څخه د مخنیوي په موخه هر شبږ میاشتې وروسته تبدیلی شی، نوموړي زیاته کړه چې په هیواد کې دوه سوه اته څلویښت میګاواټه وارداتي بریښنا او درې سوه میګاواټه تولیدي بریښنا شتون لري او د بریښنا د مزي د ظرفیت د لوړیدو په موخه نویو مزو ته اړتیا ده، د بریښنا شرکت رئیس وویل، کابل ښار پنځه ویشت سلنه د بریښنا کمښت لري ځکه پرچاوي ته اړتیا پیدا کیږي او د مزو  د اضافه بارۍ په موخه پنځه سوه پنځوس ترانسفرمرونه ویشل شوي دي او هم یې یادوونه وکړه چې د جوزجان، سرپل او کندهار په شان ولایتونو کې د بریښنا د لګښت راټولول د حکومت د مخالفینو له خوا ترسره کیږي.چارواکو د نورستان او دایکندی ولایتونو د بریښنا په اړه څرګندونې وکړي او ویې ویل چې په یادو ولایتونو کې د اووه سوه کیلو واټو په ظرفیت د اوبو یوه کوچنۍ دستګا تر کار لاندې ده چې ژر تر ژره به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او زیاته یې کړه د هرات ولایت د نورجهان سب استیشن پوري د ترکمنستان څخه د دوه ویشت کیلو متره مزي د انتقال او بیا رغاونې او وسایلو برابرول ختم شوي او کار به یی ژر تر ژره پیل شي او په دې ولایت کې د دوه سوه شل کیلو واټو په ظرفیت د یوه سب استیشن کار پیل شوی او کار یې جریان لري او زیاته یې کړه چې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د شبکې جوړولو شل کیلو واټه په جریان کې دي چې څلور څلویښت سلنه یې پر مخ تللې.همدا راز د کابل ولایت د خاک جبار شل کیلو واټه بریښنا، ارغندې کې د دوه سوه شل کیلوواټه سب استیشن د رغاونې، د ارغندې د پنځه سوه پنځوس کیلو واټه سب ستیشن د رغاونې، نغلو کې د شل میګاواټه پروژې او پروان ولایت پروژو څخه د غوربند څخه تر پشته سرخ شل کیلو واټه په پلان کې دي او د ځینو په اړوند یې کار جریان موندلی.په پای کې د کمیسیون مشر د کابل او ننګرهار د بریښنا د ښه کیدو په اړوند ټینګار وکړ. د غونډې په بله برخه کې د حاجی ګل نبی دعرض پاڼې په اړوند دا چې د کابل ښار نهمې ناحیې د یکه توت په سیمه کې پرته د دوه جریبه ځمکې څخه زیاته چې شرعي اسناد یی هم شتون لري، خو په دې وروستیو کې د یو شخص ضیا الله نومي له خوا ادعا شوې چې د مخابراتو وزارت د ده ځمکه په بدل ورکړې ده. کمیسیون پریکړه وکړه چې د را تلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ دي د مخابراتو وزارت د املاکو برخې چارواکي او عارض شخص د کمیسیون غونډې ته د موضوع د رسیدګي په موخه حضور راوړي. د غونډې په پای کې د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست مسئولانو څحه دوه تنه د دوی د ښو خدمتونو په ویاړ د کمیسیون د غړو له خوا د ستاینلیک په ورکړې سره وستایل شول

20-Saratan97-Mukhabirat.JPG.