اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د چنګاښ ۲۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۷ یم کال د چنګاښ۱۹ مه

د مشرانو جرګې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ د یادې جرګې د سی شنبې ورځې په غونډه کې د دوه عنوانه قوانینو د تعدیل او ایزاد طرحې د تصویب سربېره سعودي عربستان کې د افغانستان سولې کنفرانس جوړېدو څخه هرکلی وشو.



19-Saratan97-JAL1.JPG


د مالیاتو چارو ادارې قانون کې د تعدیل او ایزاد طرح او د تدارکاتو قانون ځینو موادو د تعدیل په اړوند ولسي جرګې د غړو طرح چې د مجلس په کمېسیونونو کې تر څېړنې لاندې نیول شوې وه، د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون د رئیس او غړو له خوا په جلا توګه وړاندې او په غونډه کې د ځینو تعدیلونو سره تصویب شول او هم د خپلواکو واحدونو له عنوانونو څخه د خپلواک کلمې د لیرې کولو په اړه د ولسمشر د ۲۶۳ ګڼه تقنیني فرمان غونډې ته وړاندې او د څېړنې لپاره ځانګړي کمېسیون ته راجع شو.

خو د غونډې په آزادو بحثونو کې د افغانستان سولې په اړه د اسلامي هیوادونو د نړیوال کنفرانس جوړېدو څخه چې نن غرمه د سعودي عربستان د جدي په ښار کې جوړه شوه، د مجلس د غړو له خوا یې هرکلی او د افغان ولس له پاره یوه لویه لاسته راوړنه وګڼل شوه، وویل شول چې په دې کنفرانس کې د اووه دېرښو اسلامي هیوادونو دیني علما راټول شوي او د افغانستان د سولې په اړه بحث او نظریې بدلوي، هیله مند یو چې په دې کنفرانس کې د سولې بیلا بیل اړخونه وڅیړل شي او د تروریزم په ملاتړو لازم فشارونه راوړل شي ترڅو د سولې بهیر کې رښتینې همکاري وکړي او هم يې څرګنده کړه، سره له دې چې د دې کنفرانس جوړېدل یو طلایي فرصت شمیرل کیږي، خو د طالبانو ډلې د دغه اسلامي نړیوال کنفرانس جوړېدل د خپلو بادارانو د ګټو د ټینګښت او د جګړې د دوام په موخه رد کړي، په داسې حال کې چې جګړه او د وینو تویول د هیچا په ګټه نه دي او اړتیا شته چې له دې رامنځ ته شوي فضا څخه په هیواد کې د سولې او ټیکاو په راتګ کې موثره او هر اړخیره لاس ته راوړنه ترلاسه شي .


19-Saratan97-JAL2.JPG


همدا راز په غونډه کې د مجلس یو شمیر غړو کابل ته د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د سفر، جنوب آسیا کې د امریکا د جمهور رئیس د ستراتیژۍ د نه موثریت او د بروکسل کنفرانس د جوړېدو څرنګوالی چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې جوړ شي، نظریې وړاندې کړي، ویې ویل هیله لرو چې کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر د سولې قضایاوو په حل کې ګټور تمام شي او هم یی د بروکسل ناستې مشرانو څخه وغوښتل چې د هیواد د وسله وال پوځ ځواکونو څخه د ملاتړ، تمویل او سمبالولو ترڅنګ د سولې په ټینګښت کې لازمه همکاري وکړي  او د تروریزم ملاتړي هیوادونو باندې سخت اقتصادي او سیاسي فشار راولي ترڅو د سولې بهیر سره رښتینې همکاري وشي .

دغه راز په غونډه کې یو شمیر سناتورانو د هیواد په شمال او شمال ختیځ ولایتونو کې د یو شمیر هیوادوالو د لاریونونو او د خلکو په تلو راتلو کې د دې د منفي اغیزو، اقتصادي فعالیتونو، د روزنیزو بنسټونو د تړلتیا او ځینو نورو مسایلو په اړه یادوونه وکړه، ویې ویل د څو ورځو راهیسې په یادو ولایتونو کی لاریونونه روان دي خو حکومت ورته پاملرنه نه ده کړې او هم په ټولنیزو رسنیو کې یو شمیر انځورونه خپاره شوي چې د نظام الدین قیصاري کسان په تړلو لاسونو پرې ډزي شوي چی باید غوښتنو ته یې رسیدګي وشي خو یو شمیر نورو د زورواکو د نیولو په اړه د ولسمشر له پریکړې څخه ملاتړ وکړ او ټینګار وشو چې باید د استثنا پرته قانون  پر ټولو زورواکو او مافیایی کړیو پلی شي او خلک به ورڅخه ملاتړ وکړي.

په غونډه کې یو شمیر غړو وویل د ملي یووالي حکومت کې قومي کړکیچونه آخري حد ته رسیدلي چې د اندیښنې وړ دي، د یاد وضعیت دوام افغانستان د کړکیچ خواته بیایي چې باید سیاسیون په دې مسایلو او د ستونزو په حل کې ښه تدبیر سره چلند وکړي او هم په غونډه کې د مجلس یوه غړي وویل چې په دې وروستیو کې دوه شخصه د  پخوانیو انتصابی سناتورانو پر ځآی د مجلس د ا نتصابي غړو په توګه د جمهوري ریاست له خوا معرفي شوي دي، څرګنده شوه چې د اساسي قانون سره سم د انتصابي سناتورانو ګمارل د جمهور رئیس له واکونو څخه دي، خو دا ډول اقدامات د مجلس د انتصابي غړو د تشویش سبب ګرځي، اړتیا شته چې  د جمهوري ریاست د فرمان سره سم په مجلس کې د شته انتصابي سناتورانو غړیتوب د تقنیني اوولسمې دورې پیل پورې وساتل شي.

د کابل ښار دویمه ناحیه کې د معلولینو مدني حرکت څخه یادوونه، یوه قوم پورې اړوند د ملي دفاع وزارت نولسو تنو منسوبینو ته د جنرالۍ رتبې د ورکړې او د تقاعد د رفع څخه نیوکه، غور ولایت کې د امنیتي ځواکونو د تشکیل کمښت، فراه ولایت کې د کومانډو قطعاتو په دوامداره حضور ټینګار، د ارزګان ولایت ولسوالیو کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر په غځیدو ټینګار او د ولسوالیو شوراګانو کې د ولایتیونوپه شرایطو برابرو یو شمیر میرمنو د نه کاندیدۍ څخه یادونه، د روان او تیر کال راهیسې د استادانو د حق الزحمې او معاش نه ورکول، د سولې پر وړاندې د امریکا په دوه ګوني چلند نیوکه او په ملي شورا کې د کابل- واشنګټن او کابل- ناټو په امنیتي تړونونو په څیړنه ټینګار، د کمیسیونونو ناستو کې د ښاروالۍ سرپرست نه حضور څخه نیوکه، د مجلس د ځینو پیښو د نه خپرولو په موخه د ملي راډیو تلویزیون عمومي رئیس څخه نیوکه او ځینو نور مسایل وو چې مطرح شول.

د مطرح شویو مواردو په جمع بندۍ کې محمد علم ایزدیار د خبرو په ترڅ کې وویل، مشرانو جرګه د هیواد په شمال او شمال ختیځ کې د وروستیو پیښو پر وړاندې بی تفاوته نه ده او خپل غږ یې پورته کړی او اوسني شرایط د پام وړ او حساس ګڼي او هیله لري چې ژر ترژره او په عادلانه توګه او د خلکو غوښتنو ته په پام کې نیولو سره د هيواد په شمال کې د خلکو مدني حرکتونو ته رسیدګي وشي او ترڅنګ یې ټینګار وکړ چې په ټول هيواد کې دي زورواکو او قانون ماتوونکو سره یو شان او د استثنا پرته جدي چلند وشي.

ایزدیار سعودي عربستان کې د سولې کنفرانس جوړیدل یو طلایی چانس وګاڼه او ویې ویل د دې ناستې جوړیدل د شرعي او اسلامي پلوه د اهمیت لرونکي دی، هیله لرو چې ګډونوال علما په افغانستان کې د جګړې ټولې خواوې په هر اړخیزه توګه وڅیړي او شرعي فتوا صادره کړي او د دې ترڅنګ په هغو هیوادونو چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، لازم سیاسي او اقتصادي فشارونه وارد کړي.



19-Saratan97-JAL3.JPG

د مشرانو جرګې لومړي نایب ټینګار وکړ چې د ملي دفاع وزارت باید د اسیرانو د وژنې انځورونو د خپرولو او د یاد وزارت د لوړ رتبه یو شمير افسرانو د تقرر او ترفیعاتو د څرنګوالي موضوع په اړوند د ملیتي ترکیب د رعایت پرته ځواب وړاندې کړي.

همدا راز د غونډې رئیس د هیواد په څو ولسوالیو کې د ولسوالیو شورا غړیتوب له پاره د ښځینه او نارینه نوماندانو د نشتوالي څخه یادوونه وکړه، و یې ویل دغه موضوع د اندیښنې وړ او خطرناکه ده او اړتیا شته چې د ټولټاکنو خپلواک کمېسیون په دې برخه کې له سره غور وکړي او د دې زمینه برابره کړي ترڅو خلک د خپل سیاسي حقوقو څخه محروم نه شي او د ټولټاکنو بهیر کې ګډون وکړي.