اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۲۸ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۷ یم کال د چنګاښ ۱۸ مه

د مشرانو جرګې کمېسیونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمیسیون غوڼډې کابل ښار کې د جنایی جرمونو د زیاتوالي څخه د مخنیوي او د پکتیکا ولایت د صفر یو قطقې د قوماندان عزیزالله کاروان د وژنې علت او ځینې نورو مسایلو په موخه د کابل د امنیت په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیال او د کابل  ګارنیزیون قوماندان ستر جنرال مراد علي مراد، د آسمایی ۱۰۱ زون د جنایي څېړنو رئیس مل پاسوال محمد سالم الماس او د ښار د امنیتي نهمې حوزې د آمر سمونوال بسم الله تابان سره مطرح کړې. یادو چارواکو د قوماندان کاروان د وژنې د علت او اجراآتو په اړه د څرګندونو د وړاندې کولو ترڅنګ وویل، په کابل کې اوولس ترهګریزې ډلې شتون لري چې د یادو ډلو فعالیتونه د څېړني لاندې دي او زیاته یې کړه چې د ترهګرو ډلو د فعالیت سربېره یو شمېر غیر مسئول وسله وال کسان چې د زورواکو له خوا یی ملاتړ کیږي هم ستونزې زیږولي چې مسئول ارګانونه تل د دا ډول افرادو په راټولولو کې اقدام کړی دی. یادو چارواکو په داسې حال کې چې د امنیتي ارګانونونو د لاسته راوړنو او د دې ځواکونو د ښه همغږۍ او د مظنونینو د نیولو څخه یادوونه کوله، وویل د کابل ښار د وګړو د شمېر له مخې باید امنیتي پرسونل زیات شي او ټول ضروري ځایونه په پرمختللې تکنالوژی سمبال کړای شي ترڅو د تروریستي ډلو سره د مبارزې سربېره جنایی بانډونه هم وپیژندل شي او لمنځه یووړل شي. د غونډې په بله برخه کې د ملي شورا د امنیتي چارو مرستیال سره د پارلمان د مقر د لا ښه امنیت د نیولو، د دې ادارې د واسطو څخه د استفادې د څرنګوالي، د پیره دارۍ د ځانګړتیا، په ملي شورا کې د خلکو د استازو سره د سرتېرو د خدمتي کېدو اوځینو نورو مسایلو په اړه خبرې او ټینګار وشو چې په مطرح شویو مواردو کي دې مفصل رپوټ وړاندې شي. خو د غونډې په پیل کې په پوځي چارو کې د څارنوالۍ د مرستیال ډګر جنرال عبدالفتاح عزیزی  د کړنو، ښه او شفاف مدیریت څخه په نیکۍ یادوونه وشوه، نوموړي ته د مشرانوجرګې مډال او تقدیر لیک ډالی شو.

18-Saratan97-Dfai.JPG

د کمېسیون د مرستیالې طیبې زاهدي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون په غونډه کې، د زورواکو له خوا د عامه ملکیتونو د غصب او د کابل ښاروالۍ د جواز اخیستو پرته په غیر قانوني توګه د لوړپوړیزو او غیر قانوني ودانیو د جوړېدو په اړه د کابل ښار د ځینو ناحیو د شکایتونو په اړوند خبری وشوې او وویل شول چې په خواشینۍ سره څینې زورواکي او پانګوال د ښاروالۍ د ناحیو او د پولیسو حوزو ځینو چارواکو ته د پيسو په ورکړې سره د شپی له خوا د لوړ پوړیزو ودانیو په جوړولو او د عامه ملکیتونو په غصب لاس پورې کوي، په هغه صورت کې چې کابل ښاروالۍ په ښار کې د لوړپوړیزو او خپلسرو ودانیو د رغاونې او عامه ملکیتونو د غصب څخه د مخنیوي توان نه لري موضوع دې د پولیسو ادارې او لويې څارنوالۍ ته راجع کړي. همدا راز په غوڼډه کې دولتي ادارو کې د قانون په پلی کېدو او حاکمیت ټینګار وشو او وویل شول چې د دولت ټول چارواکي مکلف دی چې په خپلو ادارو کې د قانون د پلي کېدو او حاکمیت په برخه کې هر اړخیزه هڅې وکړي او خپلو یو شمېر هغو کارکوونکو ته چې د قوانینو څخه سم پوهاوی نه لري، د قوانینو څخه د پوهاوي په اړوند دي ورته روزنیز ورکشاپونه جوړ کړي. د غونډې په بله برخه کې د کمېسیون غړو دولتي او خصوصي ځینو روزنتونونو کې د ستونزو په اړه بحث وکړ او پرېکړه وشوه چې د مشرانو جرګې د عمومي غونډې د لارښوونې پورې دي د دې کمېسیون رئیس او غړي په نږدې راتلونکي کې د ځینو روزنتونونو څخه څارنه وکړي.

18-Saratan97-Rifai.JPG

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په غونډه کې، ټاکل شوی وه د کابل شاروالۍ سرپرست د اړوندو موضوعګانو په هکله د کمېسیون غړو ته څرګندونې وکړې خو د نامعلومو دلایلو پر بنسټ حاضر نه شو. د کمېسیون رئیس نوموړی یو بی پروا، اختلاس ګر او چلباز شخص وګاڼه او څرګنده یې کړه چې د کابل ښاروالۍ سرپرست به بیلا بیلو پلمو د کمېسیون په غونډو کې د ګډون څخه ډډه کوي چې د نوموړي دغه عمل د اساسی قانون د احکامو خلاف دی او که چیرې د کمېسیون په راتلونکې غونډه کې حاضر نه شو عدلي او قضایي ارګانونو ته به وپیژندل شي او هم به دغه موضوع د رسنیو له لارې خلکو سره شریکه کړای شي. د غونډې په بله برخه کې د ننګرهار ولایت د حصارشاهي د کرهنې د لیسې د ودانۍ د پروژې د کار د نه پرمختګ په اړوند چې د پنځو کلونو راهیسې د قراردادي شرکت له خوا تکمیل شوی نه دی د پوهنې وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو د پرمختیا رئیس او نورو مسئولینو سره مطرح شو. د چارواکو د معلوماتو د اورېدو وروسته پرېکړه وشوه چې د پوهنې وزارت مکلف دی ترڅو ژر تر ژره د یادې پروژې قرارداد فسخ او بیا یې داوطلبۍ ته وسپاري او د خپلو اجراآتو د څرنګوالی دي د چنګاښ د اووه ویشتمې نېټې پورې کمېسیون ته خپل رپوټ وړاندې کړي.

18-Saratan97-Mukhabirat.JPG

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې، د تدارکاتو قانون د ځینو موادو په اړه د ولسي جرګې د غړو د تعدیل طرح مطالعه او د بحث پاتي برخه د یاد قانون د نهایی کېدو په موخه راتلونکو ناستو ته پاتې شو. دغه راز په غونډه کې د مالیاتو چارو اداري قانون په ځینو موادو کې د حکومت د تعدیل او ایزاد طرح مطالعه او د کمېسیون د غړو له خوا تائید شوه. د غونډې په وروستۍ برخه کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو پیسو د ارزښت د کمښت په اړوند بحث او لازمې پریکړې وشوې.

18-Saratan97-Mali.JPG

د میرمنې صدیقې بلخي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې، وپتییل شوه چې په راتلونکې غونډه کې له اړوندو چارواکو سره کاري بیلا بیلو ځایونو کې د ښځو د زورونې څخه د رامنځ ته شویو ستونزو په اړوند خبرې وشي. د غونډې په بله برخه کې د سولې په اړه د اسلامي کنفرانس د جوړېدو په اړه چې ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې سعودي عربستان کې جوړ شي، هرکلې او څرګنده شوه احتمالآ به دینی علما په افغانستان کې د جګړې د حرام ګڼلو په اړوند فتوا صادره کړي او هم ټینګار وشو کوم هېوادونه چې په افغانستان کې د سولې په اړه رښتیني نه دي، باید د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو له خوا تر فشار لاندې راوړل شي.

18-Saratan97-Zanan.JPG

د محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې، د کوچیانو او کورنیو بیځایه شویو د چارو د عالي شورا د مصوبې په اړه چې د غبرګولي په اوولسمه نېټه د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوې وه او په یاده ناسته کې کوچیانو له پاره مالیې وزارت کې د واحد حساب د جوړیدو، د اړوندو ادارو له خوا د کوچیانو د استوګنې او غوره خدمتونو د وړاندې کولو، د څرځایونو د ساتلو، د دوی د شخړو د حل او د دوی د پوهنې چارو ته د پاملرنې په برخو کې بحث شوی وو، او وزارت خانو ته هم مشخصې دندې سپارل شوي وې او له دوی غوښتل شوي دي چې د خپلو کارونو پایلې دي د جمهوري ریاست د عالي مقام عنواني راولیږي. د کمیسیون غړو د مطالعې او څېړونو وروسته د پورته مصوبې بله برخه راتلونکو غونډو ته وځنډوله.

18-Saratan97-Aqwam.JPG

د کمېسیون د مرستیال محمد حسن هوتک په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضايي چارو د کمېسیون په غونډه کې د مالیاتي چارو قانون د ځینو موادو په اړه د ولسي جرګې او حکومت د تعدیل او ایزاد طرح مطالعه او د بحث پاتې برخه راتلونکو ناستو ته وځنډول شوه ترڅو د یاد قانون په اړوند لا زیات غور او څېړنې وشي.

18-Saratan97-Adli.JPG

د قاري میر حاتم تره خیل په مشرۍ د ولایتی شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونوچارو د کمېسیون په غوڼده کې د ننګرهار ولایت د ولایتی شورا د روان مالي کال د دویمی ربعې کاري رپوټ په اړه بحث وشو او له کړنو څخه یی ستاینه وشوه او هم د انترنیټی آسانتیاوو د رامنځ ته کېدو، د ولایتي شورا د ودانۍ د ترمیم، ځان پورې د اړوندو خپرونو د چاپ او وېش په موخه د مالي امکاناتو د برابرولو او د دوی د اداري تشکیل د زیاتوالي په اړوند د دوی وړاندیزونه اړوندو ادارو ته واستول شول.

په بله برخه کې د لغمان ولایت د ځوانانو ستونزې د دوی د استازو په حضور کې تر بحث لاندې و نیول شوې او د راتلونکو اجراآتو په موخه اړوندو بنسټونو ته ولیږل شوې.

18-Saratan97-Emtiazat.JPG

د مېرمن لیلما احمدي په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو چارو د کمیسیون په غوڼده کې، د تدارکاتو قانون د ځینو موادو د تعدیل طرح مطالعه او تائید شوه.

همدا راز په غونډه کې د استادانو او ښوونکو د معاش او امتیازونو د کمښت په اړه د پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو کې د ستونزو، وزارت خانو کې د په وخت ځواب ورکولو او قوانینو د یو شان نه پلي کېدو، د تعليمي او تحصیلي خصوصي بنسټونو څخه د کنترول او څارنې سیستم د نشتوالي، د ښوونځیو او مؤسسو فارغانو له پاره د کاري زمینې د جوړېدو اړوند بحثونه وشول کمېسیون وپتییله ترڅو په افغانستان کې د تعلیمي او تحصیلي سیتم او نظام تر عنوان لاندې استماعیه غونډه د پوهنې، لوړو زدکړو، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو د وزیرانو په حضور د چنګاښ په اووه ویشتمه د چهارشنبې په ورځ جوړه شي او هم په دې برخه کې د تیاریو په اړوند پرېکړې وشوې.

18-Saratan97-Farhangi.JPG

د نفیسی سلطاني په مشرۍ د معلولینو او شهیدانو د پاتې کسانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې، د کابل ښار د دویمی ناحیی د معلولینو شکایت وڅېړل شو او په ګډه دغه شکایت د دفاعي چارو او کورني امنیت کمېسیون کې د کابل د امنیت په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیال او د کابل  ګارنیزیون قوماندان ستر جنرال مراد علي مراد او د آسمایی ۱۰۱ زون د جنایی څیړنو رئیس مل پاسوال محمد سالم الماس سره مطرح شو.

 شکایت کوونکي وایی چې د لوړو مقاماتو د لارښوونې پر بنسټ یې خپلې غرفې او کراچۍ د کابل ښار د دویمی ناحیې د شنې سیمې څخه ټولي کړي خو په همدې ورځو کې د ناحیې رئیس غواړي چې یو ځل بیا په یاده سیمه کې د یو شمېر خلکو غرفي ځای پر ځای کړي چې باید  د دغه حق تلفیو څخه مخنیوی وشي، او خبرداری یی ورکړ په هغه صورت کې چې د دوی شکایت ته پاملرنه ونه شي په لاریونونو به لاس پورې کړي.

 یادو چارواکو د دوی د شکایت په اورېدو سره وویل د غرفو ځای پر ځای کول د کابل ښاروالۍ له مسوولیتونو څخه دي او امنیتي ارګانونه یواځې د امنیت د ټینګښت مسئولیت په غاړه لري، زیاته يی کړه په هغه صورت کې چې شنه ساحه وي ټولي غرفي دي راټولي شي او زیاته یی کړه چې دغه ستونزه پرون هم د ملي امنیت شورا په غونډه کې وڅېړل شوه او د کابل ښاروال ژمن شو چې ورته به رسیدګي وکړي کمېسیون د کابل ښاروالۍ سرپرست د پرله پسې نه راتګ څخه او په ځانګړې توګه د مجلس د اداري پلاوي څانګړې ناستې ته د نوموړي  د نه راتګ موضوع باندې سخته نیوکه وکړه او څرګنده یی کړه چې له دې وروسته چې هر ډول هرج مرج او تشنج رامنځ ته کیږي مسؤلیت به یې د کابل ښاروالۍ د سرپرست او د دویمې ناحیې د رئیس په غاړه وي.

18-Saratan97-Malolin.JPG

د کمېسیون د مرستیال محمد عثمان رحماني په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون په غونډه کې، د راغلو عرض پاڼو د څېړلو سربېره د شانګهای نړیوال سازمان کې د افغاستان د دایمی غړیتوب په اړه د کورنیو چارو وزارت سیاسي دریمی شعبی د رئیس، د بهرنیو چارو زوارت د سیمه ییزو همکاریو د رئیس او د یاد ریاست د سلاکار په ګډون سره بحث او نظریی بدلې او لازمي پرېکړې وشوې.

18-Saratan97-Bio.JPG