اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۲۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۷ مه

د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار نن د یوناما دفتر سیاسی سرپرست میرمن دوناتیلا او د یاد دفتر د پارلماني برخې مسئول مېرمن ایلینا سره وکتل.

17-Saratan97-MUL1.JPG

په دي ناسته کې د مشرانو جرګې لومړي نایب د افغانستان خلکو سره د یوناما دفتر د حضور، مرستو او همکاریو د غځولو څخه قدرداني څرګنده کړه، زیاته یې کړه چې افغانستان د نړیوالې ټولنې په همکارۍ لویو لاسته راوړنو ته رسیدلې چې کولای شو له دي جملې څخه د بیان آزادۍ، دموکراسۍ، د مدني بنسټونو د فعالیتونو او د اساسي قانون د تصویب څخه نوم واخلو، خو په افغانستان کې د نړیوالي ټولنې د حضور په اړه د خوښیو د شتون سره سره به خواشینۍ سره په هیواد کې د ترهګرو فعالیت او د ناامنیو لمن ورځ تر بلې زیاتیږي چې دغه موضوع د خلکو د سختو اندیښنو سبب شوې.

همدا راز د مشرانو جرګې نایب د مشرانو جرګې د کمیسیونونو د کاري چارو او د قانون جوړونې او تقنینی اسنادو د طی مراحلو د څرنګوالي او  د ولسي جرګې د ټولټاکنو د جوړیدو په اړوند معلومات وړاندی کړل، ویې ویل د افغانستان خلک د رڼو او عادلانه ټاکنو د جوړیدو غوښتونکې دي او د حکومتي چارواکو مکلفیت د ي د خلکو د  غوښتنو سره سم په دي برخه کې عملي اقدامات وکړي او د ټاکنو بهیر څخه د ملګرو ملتونو په تخنیکی همکاریو یې ټینګار وکړ.

میرمن دوناتیلا د مجلس د لومړي نایب د اندیښنو په تائید سره وویل، اړتیا شته چې په افغانستان کې د تل پاتي سولې د ټینګښت په موخه سیمه ییزه او ملي اجماع جوړه شي چې دغه موضوع څخه موده وړاندي د کابل ناسته کې هم مطرح شوه، همدا راز نوموړژ د پارلماني انتخاباتو بهیر څخه څارنه د یاد بنسټ د مکلفیتونو څخه وګڼل او د همکاري ژمنه یې وکړه.