اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د چنګاښ ۲۹ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۷ یم کال د چنګاښ ۱۷ مه

د مشرانو جرګې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ د یادې جرګې د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د دوو عنوانو تقنیني اسنادو د تصویب اوتصدیق سربیره، په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې په اړه کنفرانس له جوړېدو څخه هرکلی وشو.

17-Saratan97-JAL1.JPG

د افغانستان حکومت او پولنډ جمهوریت تر منځ د همکاریو هوکړه لیک چې د مجلس په کمېسیونونو کې تر څېړنې لاندې نیول شوی وو؛ د نړیوالو چارو د کمېسیون د رئیس او غړو له خوا مجلس ته وړاندې او د رایو په اتفاق تصدیق شو، د  رسمي اسنادو تصدیق او د ژباړې چارو د قانون طرح چې د جرګې په کمېسیونونو کې هم پرې بحث شوی وو؛ د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون د رئیس او غړو له خوا غونډې ته وړاندې شو او د رایو په اکثریت تصویب شو.

خو د غونډې په آزادو بحثونو کې؛ د افغانستان د سولې په تړاو د اسلامي هېوادونو دعلماوو دکنفرانس څخه، چې ټاکل شوې  په نږدې ورځو کې په سعودي عربستان کې جوړ شي، هرکلی وشو او وویل شول چې په دې کنفرانس کې د اسلامي هیوادونو دیني علما راټولیږي او د افغانستان د سولې په اړوند بحثونه کوي او په افغانستان کې د جګړې د حرام ګڼلو په اړوند به فتوا صادره کړي،  همدا راز پر پاکستان نیوکه وشوه چې د افغانستان د سولې په بهیر کې رښتینی نه دی،  باید د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو له خوا تر سیاسي او اقتصادي فشارونو لاندې ونیول شي.

دغه رازځینو غړو د سعودي عربستان دکنفرانس د جوړېدو په اړه  د سولې د عالي شورا د کاري موثریت څخه هم یادوونه وکړه او وویل ، که چیرې د دولت وسله وال مخالفین سولې ته غاړه نه ږدي؛ باید پر وړاندې یې لا ټینګه مبارزه ترسره شي.

په غونډه کې یو شمېر سناتورانو وویل، په دې وروستیو کې د هېواد د ولسمشر په لارښوونه، قانون ماتونکي افراد او سیمه ییز زورواکي چې د فاریاب، ارزګان، بدخشان او فراه ولایتونو څخه ترنیول کیدو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي، دغه کار په هېواد کې د قانون د پلی کېدو او د زورواکو له ولکې دخلکو دخلاصیدو په موخه یو مثبت ګام وباله او ټینګار یې وکړ چی باید دغه بهیر له استثنا پرته؛ په ټولو زورواکو چې په هر قوم، قبیلې او تنظیم پورې تړلي وي  له کابل څخه پیل  او ټولو ولایتونو ته دې وغځېږي ترڅو هیواد وال یې له ظلمونو او غیرقانوني  کړنو په امان شي.

خو یو شمیر سناتورانو د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د بیرته راتګ او دولسي پاڅون قوماندان نظام الدین قیصاري د خوشي کیدو په موخه د هیواد په شمال کې د پراخو لاریونونو څخه یادوونه وکړه او ټینګار درلود چې دغه لاریونونه د مواصلاتي لارو، روزنیزو او تحصیلی بنسټونو د بندیدو او خلکو ته د ستونزو د رامنځ ته کیدو سبب ګرځیدلي؛ چې باید حکومت د دوی غوښتنو ته لبیک ووایی او دې ستونزوته د پای ټکی کیږدي.

په غونډه کې ځینو سناتورانو د هیواد روان حالات د اندیښنې  وړ وګڼل او و یی ویل باید وضعیت و ارزول شي او له هغو مسایلو څخه چې د قومونو د لیري والي سبب کیږي مخنیوی وشي ځکه د سیاسي وضعیت ترڅنګ د بدخشان، غزني، غور او نورو سیمو په ګډون هیواد کې جګړه روانه ده او باید ورته لازمه پاملرنه وشي.

17-Saratan97-JAL2.JPG

د غونډې رئیس او یو شمیر غړو د هیواد د لویدیځو جبهو د وتلي قوماندان شهید صفی الله افضلي د شهادت کلیزې، کارنامو او سرښندنو څخه په نیکۍ یادوونه وکړه او د یاد شهید روح ته د دعا تر څنګ د نوموړي کورنۍ ته يي د ډاډ ګیرنې مراتب څرګند کړل.

یوشمیر سناتورانو وویل ولسمشرۍ ماڼۍ ته د افغان فلم آرشیف د لیږد په صورت کې د آرشیف شویو فلمونو د ساتلو شرایط مساعد نه دي، او په هغه صورت کې چې دا ډول پریکړه شتون ولري؛ باید ورڅخه ډډه وشي.

د کاپیسا د جیدو علماوو څخه د مولوي نیک محمد د مړینې له امله خوا خوږي، یو شمیر ولایتونو کې د تقلبی پیژندپاڼو د ویش څخه اندیښنه او په مخنیوي یې ټینګار، دغزني ولایت د ټاکنود ستونزو په حل ټینګار، د وزیر آباد پروژې د رغاونې په نسبت د سیمې اوسیدونکو ته د چاپیریال ساتنې ستونزې رامنځته کیدل او په دې برخه کې اوسیدونکو سره د کابل ښاروالۍ پرهمغږۍ ټینګار، د سړکونو د رغاونې له امله د خیرخانې په سیمه کې د لارو د بندښت زیاتوالي  او د بدیلو لارو په رامنځ ته کولو ټنیګار،  میمنې ښار کې د نظام الدین قصاري پر کور د امنیتي ځواکونو دعملیاتو څخه نیوکه، د میتروبس کار د پرمختګ د څرنګوالي په موخه د کابل ښاروالۍ دمسؤلینوڅخه د بلنې وړاندیز، د هلمند او لغمان ولایتونو د اوسیدونکو د سوله غوښتونکو کاروان څخه ملاتړ، هیواد او په ځانګړې توګه روزنتونونو کې د ماشومانو د ژوند د کچې دټیټوالي څخه اندیښنه، د هیواد رسمي ژبو ته د نړیوالو ژبو څخه د کتابونو او آثارو په ژباړه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت دکمزورتیا څخه یادونه، د قانوني طی مراحلو دبشپړولو پرته د افسرانو د ذاتي چارو قانون دتطبیق او جنرالانو ته دتقاعد ورکړې څخه د اندیښنې څرګندول، د تایمز لندن د رپوټ پر بنست ایران کې د شاوخوا شپږ سوه طالبانو روزنه، د شهید شویو سرتیرو د جنازې دلمانځه د نه ادا کولوڅخه د پکتیا ولایت دڅمکنیو ولسوالۍ په یو شمیر ملاامامانو سختې نیوکې، د لوګر ولایت محمد آغې  ولسوالۍ کې د شاوخوا څلویښتو ښوونځیو دتړل کیدوڅخه اندیښنه او پرخلاصون یې ټینګار، د آریانا افغان هوایي شرکت د الوتنو د وخت نه منظم والي او د حکومت له خوا د دې شرکت په تقویه کولو ټینګار او ځیني نور مسایل مطرح شول.

د آزادو بحثونو په پای کې دجرګې لومړي نایب د ټاکنیزو کمیسیونونو وغوښتل چې په را روانو ټاکنو کې د ددرغلیو اړوند اندیښنې دې حل او هم دې د غزني ولایت دټاکنو ستونزې ته لازمه رسیدګي وکړي.

 محمد علم ایزدیار د حکومت له مشرتابه وغوښتل چې دملي شتمنۍ په توګه د آریانا افغان هوایي شرکت څخه ملاتړ وکړي او د نویو الوتکو په پیرلو کې دې اقدامات وکړي.

نوموړي له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د هیواد د ناامنه وضعیت څخه د خلکو د اندیښنو په موخه دې جدي اقدامات ترلاس لاندې ونیسي، همداراز یې لوګر ولایت کې د ښوونځیو د بندیدو او د ملا امامانو له خوا په پکتیا ولایت کې د امنیتي منسوبینو د جنازې لمانځه  د نه ادا کولو څخه سخته نیوکه وکړه او څرګنده یې کړه چې دغه منسوبین دښمنانو پر وړاندې د خلکو د امنیت د ټینګښت او هیواد څخه د دفاع په لاره کې شهیدان شوي، باید د دوی قربانیو ته پام و شي او د دوی د تکفین او ترحیم مراسم په سمه توګه ترسره شي او حکومت دې دغه ملا امامان خپلو دینی او دنیوی مسئولیتونو ته متوجه کړي، همدا راز له رسنیو یې وغوښتل تر څو د ملي شورا د مصوبې سره سم د افغانستان د امنیتی ځواکونو قربانیانو ته د شهید کلمه وکاروي.

د  جرګې لومړي نایب د افغانستان وسله والو مخالفینو څخه د ایران ملاتړ په اړه خپور شوي رپوټ ته په اشارې څرګنده کړه، تجربو ښودلې چې د ترهګرۍ څخه ملاتړ ناکامه تجربه او ناکاره سیاست دی او اړتیا شته تر څو ګاونډي هیوادونه د افغانستان د سولې بهیر کې رښتینی او لازمه همکاري وکړي، له دې پرته به کوم اور چې دوی بل کړی یوه ورځ به یې تر لمنو ورسیږي، همدا راز د حکومتي چارواکویې وغوښتل تر څو د هغې اندیښنو په اړه چې د افغان فلم ارشیف د انتقال څخه رامنځته شوی د پاي ټکې کیږدي .

17-Saratan97-JAL3.JPG

محمد علم ایزدیار د سعودي عربستان د سولې کنفرانس جوړیدو څخه د ملاتړ ترڅنګ وویل چې د افغانستان خلک سترګې په لاره دي چې د اسلامي نړۍ علما په دې کنفرانس کي وکولای شي د افغانستان د روانې جګړې پر وړاندې د شریعت د نصوصو سره سم جامع فتوا صادره کړي او د عربي هیوادونو دیوشمیر وګړو چې د تروریزم ملاتړي او همفکره دي، اړ کړي چې د خپلو دغه اقداماتو څخه لاس واخلي او د کنفرانس غړي دې هڅه وکړي ترڅو د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع له لارې دې تلپاتې او عادلانه سوله په افغانستان کې ټینګه شي.

په پای کې ځانګړو کمیسیونونو ته د څیړنو په موخه دیوشمیر مسایلو د راجع کولو تر څنګ یې وویل حکومت باید د هیواد شمالی ولایتونو کې ستونزې د مصلحت او د افغانستان د عمومي امنیت په پام کې نیولو سره حل او فصل کړي او قوانین دي د هیواد په ټولو سیمو کې په متخلفینو او زورواکو په یو شان عملي کړي او هم دې خلک  د روانو قضایاو په جریان کې وساتي.