اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۲۸ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۷ یم کال د چنګاښ ۱۶ مه

د مشرانو جرګې کمېسیونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د نثاراحمد حارس په مشرۍ د چاپېریال ساتنې اوعامه هوساینې د کمېسیون په غونډه کې، د مالیاتي چارو د قانون د طرحې د ځینو موادو پر تعدیل او ایزاد دغه راز د تدارکاتو د قانون پر طرح او د ځینو موادو پر تعدیل ( ولسي جرګې د غړو طرح ) بحث او تائید شوه . دغونډې په بله برخه کې په کابل ښار کې د خپلسرو او غیرقانوني لوړپوړو ودانیو پر رغاونې او په راتلونکو کې یې اوسېدنکو پر ستونزو، کډوالو او د شهیدانو پاته کسانو ته د ښارګوټو نه توزیع کېدل چې د مشرانوجرګې په عمومي غونډه کې یاد کمېسیون ته دنده سپارل شوې وه ترڅو یاد شوي موارد له اړوندو چارواکو سره شریک او د خپلو اجراآتو رپوټ عمومي غونډې ته ارایه کړي بحث او لازم تصامیم ونیول شول .  

 16-Saratan97-Rifai.JPG

د مېرمنې نفیسی سلطاني په مشرۍ د معلولینو او شهیدانو د پاتي کسانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې، د تدارکاتو قانون ځینو موادو کې د تعدیل طرحې او د رسمي اسنادو د تصدیق او ژپاړې چارو قانون طرح، په چلا توګه مطالعه او د کمیسیون د غړو له خوا تائید شوې. همدا راز د نن ورځې په غونډه کې یو ځل بیا د کابل ښاروال، امنیه قوماندان او ګارنیزون قوماندان بلنه ورکړل شوه تر څو د راتلونکې دوشنبې ورځ د چنګاښ د میاشتې د ۱۸ مې نېټې په غونډه کې ګډون وکړي او د کابل ښار د دویمې ناحیې د معلولینو د ستونزو د حل په موخه معلومات وړاندې کړي. د کمېسیون غړو د یو شمېر هغو معلولینو چې په دویمه ناحیه کې یې په لاریونونو لاس پورې کړی وغوښتل چې د اړوندو چارواکو سره په هوکړه کې د مشرانو جرګې د دویم نایب د وروستی پریکړې او غونډې تر جوړیدو پورې د لاریون څخه ډډه وکړي. د غونډې په پای کې د کمېسیون غړو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه د اسلامي هیوادونو د کنفرانس جوړېدو څخه چې ټاکل شوې په سعودي عربستان کې ترسره شي ملاتړ وکړ.

د قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونوچارو کمېسیون په غونډه کې، د رسمي اسنادو د تصدیق او ژپاړې چارو د قانون طرح مطالعه او د کمېسیون له خوا تائید شوه . د غونډې په بله برخه کې د مشرانوجرګې د دارلانشا د عمومي ریاست د کارکوونکو د ظرفیت پر لوړېدو بحث وشو پرېکړه وشوه ترڅو د لوړوزده کړو د وزارت د محصلانو مرستیال دي د کمېسیون په یوه غونډه کې په خپل ګډون سره د سناتورانو پوښتنې ځواب کړي . دغه راز په غونډه کې د مشرانوجرګې د دارلانشا د  ښځینه کارکوونکو ته د استوګنې د اپارتمانونو په اړه بحث وشو وپتېیل شوه ترڅو د ښارجوړونې د وزارت د مسکن رئیس د کمېسیون په راتلونکې غونډه کې په دې اړه خپل معلومات شریک کړي .

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمیسیون په غوڼده کې، د تدارکاتو قانون د ځینو موادو په اړه د ولسي جرګې د غړو د تعدیل طرح مطالعه او د یاد قانون د نهایی کیدو په موخه د بحث پاتې برخه راتلونکې غونډې ته وځڼډول شوه. د غونډې په بله برخه کې د مالیاتو چارو د ادارې د قانون په ځینو موادو کې د حکومت د تعدیل او ایزاد طرح مطالعه او وپتېیل شوه چې په راتلونکو ناستو کې به په دې اړوند پرېکړه وشي.

 16-Saratan97-Mali.JPG

د کمېسیون د مرستیالي مېرمن روشن آرا الکوزۍ په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو چارو د کمېسیون په غونډه کې د سوداګریزو محاکماتو د اصولو د قانون د دویمې ګڼې ضمیمې او د عامه لګښتونو او مالیاتو چارو قانون د دوه ویشتمې مادې د درېیمې فقرې د تعدیل په اړه بحث او د غړو له خوا تائید شو.د غونډې په بله برخه کې د افغانستان په لوېدیځ او شمالي ولایتونو کې د وچکالۍ او د خوراکي توکو د کمښت په اړه د ملګرو ملتونو د رپوټ اړوند بحث وشو او د ملګرو ملتونو له سازمان څخه وغوښټل شول تر څو افغانستان سره په دې برخه کې لازمې مرستې وکړي او هم ټینګار  وشوچې طبیعي پیښو ته د رسیده ګی په چارو کې د دولت وزارت دي په دې برخه کې لازم تدابیر ونیسي او هڅه دي وشي چې له دې لارې دي ډونروان هم زیانمنو سره مرستې وکړي.

د میرمنې لیلما احمدي په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زده کړو د چارو د کمیسیون په غونډه کې د رسمي اسنادو د تصدیق او ژباړې چارو قانون طرح مطالعه او د تایید وړ وګرځیده. همدا راز په غونډه کې د استادانو او ښوونکو د معاش او امتیازونو د کمښت په اړه د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو کې د ستونزو، وزارت خانو کې د په وخت ځواب ورکولو او قوانینو د یوشان نه پلی کیدو، د تعليمي او تحصیلي خصوصي بنسټونو څخه د کنترول او څارنې سیستم د نشتوالي، د ښوونځیو او موسسو فارغانو له پاره د کاری زمینې د جوړیدو اړوند بحثونه وشول کمیسیون وپتییله تر څو په افغانستان کې د تعلیمي او تحصیلي سیتم او نظام تر عنوان لاندې استماعیه غونډه د پوهنې، لوړو زده کړو کار او ټولنیزو چارو وزارتونو د وزیرانو په حضور د چنګاښ په اووه ویشتمه د چهارشنبې په ورځ جوړه شي او هم په دې برخه کې د تیاریو په اړوند پریکړې وشي .

 16-Saratan97-Farhangi.JPG

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمیسیون په غونډه کې د کابل او جلال آباد ښارونو کې د بریښنا جریان د بی نظمۍ په اړه خبرې وشوې او وپتییل شوه چې د بريښنا شرکت عمومي رئیس، د کابل بریښنا رئیس او د ننګرهار ولایت د بریښنا رئیس دي ستونزو ته د رسیده ګۍ په موخه د چنګاښ د شلمې نیټې غونډه کې معلومات وړاندې کړي.

دغه راز په غونډه کې د سړک د نه کرېړ په اړوند د څلورمې ناحیې د تایمني پروژې د دویم فرعي سړک د اوسیدونکې د عرض پاڼې په اړه خبرې او وپتییل شوه چې موضوع دي د کابل ښاروال سره د چنګاښ د اتلسمې نیټې په غونډه کې شریکه کړای شي. همدا راز د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو څخه د سیغان ولسوالۍ د ګوشک کلي د اوسیدونکو د محرومتیا په اړه د یاد کلي د اوسیدونکو د ستونزو په اړه خبرې وشوې او موضوع د رسیده ګي په موخه په لیکلي توګه اترا ادارې ته ولیږل شوه.

16-Saratan97-Mukhabirat.JPG 

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون په غونډه کې، د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو عمومي رئیس، د مالیی وزارت د املاکو رئیس او د څارنې آمر سره د ځینو مسایلو په اړ خبرې وشوې. په غونډه کې د فراه ولایت اته اویا میل کمیسارۍ کې د پراخ فساد څخه چې ویل کیږي هره ورځ سلګونه موټرې تګ راتګ کوي او له یو شمیر موټرو څووارلس سوه ډالر اخیستل کیږي او د څو کسو په منځ کې ویشل کیږي او هم په فراه ولایت کې د یوه موټر تیزابو د خوشي کیدو په بدل کې درې سوه زره ډالر ورکول کیږي او د آقینی بندر کې د شپي له خوا د اوومو تیلو موټر تیریږي چې باید دې مسلې او د بګرام ولسوالۍ د کډوالو شکایت ته رسیدګي وشي. د سرحدي پولیسو عمومي رئیس د څرګندونو د وړاندې کولو ترڅنګ د یو شمیر ګاونډیو هیوادونو د ځانګړتیا په اړه وویل، اسناد او شواهد چې په دې اړوند شتون لري څیړنه به یې وشي او زیاته یې کړه بندرونو کې د فساد څخه د مخنیوي په موخه یو شمیر امنیتي پرسونل بدل شوي او ډاډ یي ورکړ چې مفسدینو سره د لا زیاتې مبارزې په موخه د خلکو د استازو په مکارۍ لازم اقدامات وکړي. ورپسې د مالیې وزارت مسؤلانو د کورنیو بیځایه شویو او کډوالو د شکایت په اړه وویل افغانستان د جګړې په حالت کي دی او هر ورځ د کډوالو او پیځایه شویو شمیر زیاتیږي او اړوند ارګانونه  په ځانګړې توګه د کډوالو چارو وزارت باید دوی ته مشخص ځای وټاکي، کمیسیون د خبرو اترو وروسته پریکړه وکړه چې اړوند ارګانونه دي د کډوالو او بیرته راستنو شویو ستونوزو ته لازم اقدامات ترسره کړي.

16-Saratan97-Dfai.JPG 

د میرمنې صدیقي بلخي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کميسیون په غونډه کې، د کمیسیون غړو د چهارشنبې ورځې د استماعیه غونډې د پایلو په اړه خبرې وکړې او د یادې ناستې په جوړیدو د مشرانو جرګې د دارالانشا د اړوندې برخې د هڅو څخه قدرداني څرګنده شوه. دغه راز په غونډه کې د افغانستان د سولې عالي شورا او علماوو شورا کړنې د کمیسیون د غړو له خوا وستایل شوې او د سولې بهیر کې د خلکو په هڅو ټینګار وشو. د غونډې په بله برخه کې په هېواد کې د ښځو او ماشومانو د زورونې په اړه بحث ترسره د عدلي او قضایی ارګانونو وغوښټل شول چې په دې برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي.

16-Saratan97-Zanan.JPG