اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۲۸ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ دیارلسمه

د مشرانوجرګې دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقي نن د یوې ناستې په ترڅ کې د معلولینو د یو شمېر استازو شکایت د کابل د امنیه قوماندانۍ د مرستیال په حضور کې واورېد.

13-Saratan97-MUL1.JPG

په دې ناسته کې چې سناتورانو نفیسې سلطاني، عبدالباقي بریال، جمعه الدین ګیانیوال او محمد رحیم حسن یار هم حضور درلود د معلولینو استازو وویل، د لوړپوړو چارواکو د لارښوونې پر بنسټ یې خپلې غرفې او کراچۍ د کابل ښار د دویمې ناحیې د شنې ساحې څخه راټولي کړي دي خو په همدې ورځو کې د ناحیې رئیس غواړي چې یو ځل بیا په دغه سیمه کې د کابل ښاروالۍ، امنیتي مسئولانو او د معلولینو د مشرتابه د پوهاوي پرته د یو شمېر افرادو غرفې ځای پر ځای کړي چې باید د دغه حق تلفۍ څخه مخنیوی وشي.

د مشرانو جرګې دویم نایب د نن ورځې په ناسته کې د کابل ښاروالۍ د سرپرست او ګارنیزون دقوماندان د نه راتګ څخه په کلکه نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دې موضوع د حل او د معلولینو د قناعت په موخه دې د کابل ښاروالۍ سرپرست، د ګارنیزون قوماندان او ۱۰۱آسمایی زون قوماندان دې  د شنبې ورځې په ناسته کې ګډون وکړي ترڅو یادې مسلې ته د حل لاره ولټول شي، له دې پرته به یاد چارواکي څارنوالۍ ته وپیژندل شي.