اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د تلې ۳ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ یم کال د چنګاښ ۱۲ مه

د مشرانوجرګې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ د یادې جرګې د سې شنبې ورځې په غونډه کې د مالونو ترانزیت په اړه د افغانستان او ازبکستان حکومتونو تر منځ هوکړه لیک تصدیق او په ننګرهار کې د هېواد د سکهانو او هندوانو وطنوالو ظالمانه وژنې په کلکو ټکو وغندل شوې.


12-Saratan97-JAL1.JPG

یاد هوکړه لیک چې د مشرانو جرګې کمېسیونونو تر مطالعې لاندې نیول شوی وه د نړیوالو چارو د کمېسیون د مشر او ټولو  غړو له خوا وړاندې او د رایو په اتفاق سره تصدیق شوه.

خو د غونډې په آزادو بحثونو کې د غونډې رئیس او ټولو سناتورانو د جلال آباد په ښار کې د هیواد سیکهانو او هندوانو هېوادوالو برید یو بی رحمانه عمل او د بشر ضد لوی جنایت وګڼه ځکه د تاریخ په اوږدو کې د هېواد د اقتصاد پرمختګ او نورو هېوادنیو مکلفیتونو کې د هندوانو او سیکهانو اقلیت فعال نقش درلود خو د جلال آباد د خونړۍ پیښې په ګډون په کورنیو جګړو کې د دوی ملکیتونه د زورواکو له خوا غصب شوي او د پام وړ رنځونه او کړاوونه یې زغملي دي چې باید د یادو جایدادونو په استرداد او د دوی د ټولو قانوني حقونو په ټینګښت کې ګامونه پورته شي او د ټولنې د دې برخې د فزیکي امنیت د ټینګښت تر څنګ څرګنده شوه چې د مشرانوجرګې پخواني غړی او ولسي جرګه کې د هندوالو څوکۍ ته د یواځیني نوماند ښاغلي اوتارسنګه خالصه هم په وژل شویو کې شامل دی، اوس دي د ټولټاکنو خپلواک کمېسیون استثنایي زمینه برابره کړي تر څو په ولسي جرګه کې د هندوانو او سکهانو اقلیت خپله څوکۍ ترلاسه کړي.


12-Saratan97-JAL2.JPG

په غونډه کې یو شمیر سناتورانو د هیواد امنیتي وضعیت ناسم وګڼه او و یې ویل د دې ناامنیو په ترڅ کې د ملکي او پوځي ځواکونو تلفات زیات شوي چې د جدي پاملرنې وړ دي. همدا راز یو شمیر غړو د فاریاب ولایت کې د وګړنیز پاڅون د قوماندانانو څخه د نظام الدین قیصاري نیول د هبواد په خیر و نه ګڼل شول او وویل شول چې دا ډول حرکتونه به واټن زیات اوحتی له امله به یې ځینې سیمې سقوط وکړي او زیاته یې کړه چې د حکومت دغه ګام د ګڼ شمير خلکو غبرګون راپارولی او دم ګړۍ په فاریاب، جوزجان، سرپل او سمنګانو ولایتونو کې د ښاغلي قیصاري د خوشي کیدو  په موخه لاریونونه روان دي چې باید د خلکو غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړل شي.

د تخار ولایت د آی خانم بندر د سقوط د علل او عواملو په څیړنه ټینګار او د مخالفینو لاسته د پام وړ تجهیزاتو د لویدو، د بدخشان ولایت د جرم او خاش ولسوالیو د امنیتي وضعیت د خرابوالي او دې برخې ته د حکومت په پاملرنې ټینګار، د شرنې- پکتیکا په لویې لارې کې ناامنۍ او د دې تګلوري څخه د وسله والو مخالفینو ناوړه ګټه، د افغانستان د سولې پر وړاندې د ازبکستان سولې ناستې څخه یادوونه، د کابل ښار فروشګاه او پل باغ عمومي سیمو کې د معلولو او غیر معلولو لاس پلورونکو د ستونزو په حل ټینګار، د عامه هوساینې د کميسیون ناستو کې د کابل ښاروالۍ د ښاري معین په نه حضور نیوکه، کابل ښار او په ځانګړې توګه د درېیم پروان په سیمه کې د استوګنې کورونو په منځ کې د خپلسرو لوړپوړیزو ودانیو څخه  د نه مخنیوي، د پوهنې وزارت له خوا د يو شمیر ښوونکو د حق الزحمې کمښت څخه نیوکه او د ښوونکو د تشکیل په زیاتوالي ټینګار، د پکتیا ولایت د ښوونکو ستونزو ته پاملرنه، دویمې درجې ته د لغمان ولایت د ارتقا څخه هرکلې، د نیمروز ولایت د درجې د ارتقا وړاندیز، زرنج ښار کې د وچکالۍ، ننګرهار کې د ولسمشر سفر څخه یادوونه او یاد ولایت کې د کمپلکس روغتون د کار د پیل، د نشه یی توکو سره د مبارزې ورځې حخه یادوونه، د حکومت او طالبانو تر منځ په اوربند ټینګار، ویره اچوونکو څخه د پاکستان د تمویل او تجهیز په موخه یاد هيواد باندې د امریکا د فشار راوړلو څخه هرکلی، د ولسي جرګې د نوماندانو لومړي نوملړ کې د یو شمیر مجرمینو او فاسدینو د نومونو د ځای کیدو څخه اندیښنه، د شهیدانو د وارثینو د حج ونډې او ځینې نور مسایل وو چې مطرح شول.

12-Saratan97-JAL3.JPG

د مشرانو جرګې لومړي نایب د بحثونو په جمع بندۍ کې د حکومته وغوښتل چې د هندوانو او سکهانو هیوادوالو د د لاسه تللو حقوقو د ټینګښت په موخه دي هڅې وکړي او د دوی د ځان او مال څخه ساتنه دي زیاته کړي او د ټاکنو د خپلواک کميسیون څخه یې وغوښتل چې په هغه ژمنه چې د سکهانو او هندوانو د نوماندۍ پر وړاندې یې لري استثنایی اقدام وکړي. محمد علم ایزدیار امنیتي ستونزې جدي وګڼلې، د غزني- پکتیکا او پکتیا- پکتیکا د لارو په اوږدو کې د امنیتي لازمو تدابیرو د نیولو غوښتونکی شو، څرګنده یې کړه کوم ترهګر چې په درې ګونو محاکمو کې یې د اعدام حکم صادر شوی، باید پلی شي.

د مشرانوجرګې لومړي نایب د نظام الدین قیصاري نیول موجه و نه ګڼل او و يې ویل نوموړی د امنیتي ځوکونو ترڅنګ د وګړنیزو ځواکونو سره د دښمن پر وړاندې جنګیږي او اړتیا شته چې چارواکي په بشپړ دقت سره دې قضیې ته د پای ټکی کیږدي ترڅو د ا منیتي ځواکونو د روحیې د کمزورتیا او د هیواد په شمال کې د کړکیچ د رامنځته کیدو سبب نه شي.

ایزدیار د نشه یي توکو سره د مبارزې ورځې څخه د یادوونې ترڅنګ وویل په خواشینۍ سره افغانستان د هغو هیوادونو څخه دی چې په کې د نشه یي توکو د کښت کچه لوړه ده خو د نړیوالو بازارونو غوښتنې د یادو موادو د کښت د زیاتوالي سبب ګرځي چې په دې برخه کې سیمه ییزې او نړیوالې مبارزې ته جدي اړتیا لیدل کیږي.


12-Saratan97-JAL4.JPG

نوموړي اړوندو کمیسیونونو ته د څیړنو په موخه د ځینو موضوعګانو د لیږد ترڅنګ، د افغانستان په اړه د سولې ناستې څخه چې ټاکل شوې د ازبکستان په ابتکار په مسکو کې جوړه شي ملاتړ او هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ هر ګام چې د سولې او ټیکاو له پاره پای ته ورسیږي، د ستاینې وړ دی او هیله یې وښوده چې د دې ناستې ګډونوال دي په هغمږۍ عمل وکړي او د ترهګرو په ملاتړوو هیوادونو دي لازم سیاسی او اقتصادي فشارونه راولي تر څو د هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کمه  سوله او ټیکاو ټینګ شي له دې پرته به د جګړو او ناامنیو اور د ټولو هیوادونو تر لمنو ورسیږي.

ایزدیار په پای کې د حکومت څخه وغوښتل چې د هیواد د مشهور فیلسوف او ریاضی پوه صدیق افغان کاري دفتر چې د زنبق څلور لارې په پيښه کې زیانمن شوی وو، په بیا رغاونه کې دي اقدام او مرسته وشي.